کورخبر و تحلیلافغانستان/لوی هېوادد افغانستان پخواني دفاعي، نظامي او ملکي لوړپوړي مامورینو او جنرالانو شورا...

د افغانستان پخواني دفاعي، نظامي او ملکي لوړپوړي مامورینو او جنرالانو شورا جوړه کړې – ځانگړی او تعقیب

ځانگړی خبر | تعقیبي راپور

د افغانستان پخواني دفاعي، نظامي او ملکي لوړپوړي چارواکي – په یوه پراخه، خو پټه شورا کې – له نږدې شپږو مېاشتو راهیسې منظم فعالیت لري. دا شورا، چې د وزیرانو، لوی درستیزانو، جنرالانو، او کشفي او امنیتي مامورینو تر ټولو پراخه هسته بلل کېږي، د هېواد د راتلونکي لپاره سنجول شوي گامونه اخلي.

د شورا ویاند، چې د امنیتي تدابیرو له کبله په رسنیو کې د پخواني جنرال په نوم څرگندېږي، هویت نیوز ته وویل چې شورا دوامداره ناستې لري، او کله نا کله پخوانی ولسمشر غني هم ورته ویناوې کوي.

د شورا له اساسي موخو څخه یوه، په سوله‌ییزه توگه د افغانستان د ستونزو حل دی، او کره معلومات ښيي چې دا ډله له هغو هېوادونو سره فعالې اړیکې لري چې د افغانستان په قضیه کې کلیدي رول لري.

هویت نیوز د دې شورا د رامنځته کېدو خبر د ۲۰۲۴ د اکتوبر ۱۶مه خپور کړی و. اوس، له متواترو ناستو او ژور تعاملونو سره، دا شورا د افغانستان د سیاسي او امنیتي معادلې یو پیاوړی عنصر گرځېدلی.

د شورا د ویاند په خبره، دوی په دې اند دي چې د یادې شورا اغېزناکتوب په سرِی‌توب کې دی نه پر ستېجونو را څرگندېدلو کې، او له همدې امله یې فعالیتونه نه رسنیز کوي.

اړوندې لیکنې

ځواب ورکړئ

تبصره مو ولیکئ!
نوم مو دلته ولیکئ

- Advertisment -
Google search engine

ډېرې لوستل شوې لیکنې

وروستۍ تبصرې