کورخبر و تحلیلافغانستان/لوی هېوادنابینا افغان ورزشکار ولي محمد نوري ته آیسېکس پوهنتون افتخاري دوکتورا ورکړه

نابینا افغان ورزشکار ولي محمد نوري ته آیسېکس پوهنتون افتخاري دوکتورا ورکړه

ولي محمد نوري ته د خپلو فعالیتونو لپاره نن په انگلستان کې آیسېکس پوهنتون افتخاري دوکتورا ورکړه. ښاغلي نوري په خپله وینا کې چې په انگلیسي او پښتو ژبو یې وکړه، د پوهنتون له رییسې او له پوهنتون څخه یې مننه وکړه. هغه په ځانگړې توگه افغانانو ته په پښتو ژبه وویل چې دا دوکتورا د خپلو زحمتونو، د ورزش، هڅوونې، بشري خدمتونو او عامه پوهې په څېر په بېلابېلو برخو کې د فعالیتونو لپاره ورکړل شوې.

نوري دا دوکتور د افغان تاریخ لپاره ویاړ وباله او ټول هېوادوال یې په دې لاسته راوړنه کې شریک وگڼل.

نوري په ۲۰۰۹ کال چې د شلو کلونو و، پر بم د الوتلو له امله په دواړو سترگو ړوند شو. ولي محمد د ځغاستې او لامبو وهلو په برخو کې په گڼو سیالو کې گډون کړی او تر شلو زیات مډالونه یې گټلي دی. نوري د ۲۰۱۶ کال راهیسي له خپلې کورنۍ سره په انگلستان کې اوسېږي او پر ورزش سربېره، ټولنیز او بشري فعالیتونه کوي.

اړوندې لیکنې

ځواب ورکړئ

تبصره مو ولیکئ!
نوم مو دلته ولیکئ

- Advertisment -
Google search engine

ډېرې لوستل شوې لیکنې

وروستۍ تبصرې