په کابل او جلال آباد کې د دوهم لاټ سړک د جوړولو لپاره د هر موټر ټیر پر سر ۲۰ افغانۍ او د لویو موټرو لپاره ۱۰۰ افغانۍ مالیه ټاکل شوې ده.
دغې نوې مالیې د موټر چلوونکو او عامو خلکو تر منځ اندیښنې او غوسه راپارولې، چې وایي دا به په روان اقتصادي کړکېچ کې اضافي ستونزې رامنځته کړي.
چلوونکي او سوداګر وایي چې له وړاندې د لوړو بیو او خراب اقتصادي وضعیت له امله له ستونزو سره مخ دي.
د یو موټر چلوونکي په وینا، «دا مالیه موږ ته اضافي بوج دی. د سړک جوړول مهم دي، خو باید د خلکو اقتصادي وضعیت هم په پام کې ونیول شي.»
یو شمېر موټر چلوونکي ادعا کوي چې د دې مالیې راټولولو پروسه شفافه نه ده، او د فساد د رامنځته کېدو ویره لري. دوی وایي چې پیسې د سړک جوړولو پر ځای ممکن د ځینو کسانو جیبونو ته ولاړې شي، ځکه مخکې هم ورته ماليې د شفافیت له نشتوالي سره مخ وې.
اقتصادي شنونکي خبرداری ورکوي چې د دې مالیې وضع کېدل به نه یوازې د خلکو په ورځني ژوند اغېز ولري، بلکې د توکو د بیو په زیاتېدو کې به هم رول ولوبوي، ځکه د هر موټر مالي لګښتونه به لوړېږي او دغه اغېز به په مصرف کوونکو باندې تحمیلیږي.
موټر چلوونکي غوښتنه کوي چې که مالیه ضروري وي، نو د سړک جوړولو پروسه باید شفافه وي، ترڅو خلکو ته ډاډ ورکړل شي چې پیسې په رښتیا د سړک جوړېدو لپاره کارول کېږي.


