هویت نیوز کره معلومات ترلاسه کړي چې په وروستیو اونیو کې په واخان کې مشکوک فعالیتونه جریان لري. سرچینې وايي چې په سیمه کې امنیتي او ترانسپورتي زیربناوې رغول کېږي.
د معلوماتو له مخې په سیمه کې پاکستاني لوري پر ډېورنډ کرښه اغزن سیمه کش کړی او پر دې سربېره د ځینو ودانیو او سړک کار جریان لري.
ویل کېږي چې دا ټول فعالیتونه د چین او پاکستان په گډه همغږۍ، مالي تمویل او تخنیکي او فني همکارۍ ترسره کیږي، او طالبان هم ورسره همغږي دي.
د چین او پاکستان د یوې لارې او یوه کمربند د پروژو له پیل راهیسي پر ټولنیزو رسنیو د پاکستان د استخباراتي ادرو اړوندو حسابونو په ځلونو ځلونو ویلي چې پاکستان باید واخان تر ولکه لاندې راولي.
معلومات ښيي چې سیمي ته د عادي افغانانو او ان ځايي اوسېدونکي نه پرېښودل کېږي. د یادولو وړ ده چې واخان کم نفوس لري او د تلېفون، انټرنټ او نورو خدماتو څخه تر ډېره محروم دي.
واخان د افغانستان لپاره جیوپولیټک او جیوستراتيژيک اهیمت لري او د افغانستان شاهرگ گڼل کېږي.


