کورخبر و تحلیلافغانستان/لوی هېوادپه واخان کې مشکوک فعالیتونه او د زېربناوو تاسیس

په واخان کې مشکوک فعالیتونه او د زېربناوو تاسیس

هویت نیوز کره معلومات ترلاسه کړي چې په وروستیو اونیو کې په واخان کې مشکوک فعالیتونه جریان لري. سرچینې وايي چې په سیمه کې امنیتي او ترانسپورتي زیربناوې رغول کېږي.

د معلوماتو له مخې په سیمه کې پاکستاني لوري پر ډېورنډ کرښه اغزن سیمه کش کړی او پر دې سربېره د ځینو ودانیو او سړک کار جریان لري.

ویل کېږي چې دا ټول فعالیتونه د چین او پاکستان په گډه همغږۍ، مالي تمویل او تخنیکي او فني همکارۍ ترسره کیږي، او طالبان هم ورسره همغږي دي.

د چین او پاکستان د یوې لارې او یوه کمربند د پروژو له پیل راهیسي پر ټولنیزو رسنیو د پاکستان د استخباراتي ادرو اړوندو حسابونو په ځلونو ځلونو ویلي چې پاکستان باید واخان تر ولکه لاندې راولي.

معلومات ښيي چې سیمي ته د عادي افغانانو او ان ځايي اوسېدونکي نه پرېښودل کېږي. د یادولو وړ ده چې واخان کم نفوس لري او د تلېفون، انټرنټ او نورو خدماتو څخه تر ډېره محروم دي.

واخان د افغانستان لپاره جیوپولیټک او جیوستراتيژيک اهیمت لري او د افغانستان شاه‌رگ گڼل کېږي.

Website |  + posts
اړوندې لیکنې

ځواب ورکړئ

تبصره مو ولیکئ!
نوم مو دلته ولیکئ

- Advertisment -
Google search engine

ډېرې لوستل شوې لیکنې

وروستۍ تبصرې