ځانگړی خبر | تعقیبي راپور
د افغانستان پخواني دفاعي، نظامي او ملکي لوړپوړي چارواکي – په یوه پراخه، خو پټه شورا کې – له نږدې شپږو مېاشتو راهیسې منظم فعالیت لري. دا شورا، چې د وزیرانو، لوی درستیزانو، جنرالانو، او کشفي او امنیتي مامورینو تر ټولو پراخه هسته بلل کېږي، د هېواد د راتلونکي لپاره سنجول شوي گامونه اخلي.
د شورا ویاند، چې د امنیتي تدابیرو له کبله په رسنیو کې د پخواني جنرال په نوم څرگندېږي، هویت نیوز ته وویل چې شورا دوامداره ناستې لري، او کله نا کله پخوانی ولسمشر غني هم ورته ویناوې کوي.
د شورا له اساسي موخو څخه یوه، په سولهییزه توگه د افغانستان د ستونزو حل دی، او کره معلومات ښيي چې دا ډله له هغو هېوادونو سره فعالې اړیکې لري چې د افغانستان په قضیه کې کلیدي رول لري.
هویت نیوز د دې شورا د رامنځته کېدو خبر د ۲۰۲۴ د اکتوبر ۱۶مه خپور کړی و. اوس، له متواترو ناستو او ژور تعاملونو سره، دا شورا د افغانستان د سیاسي او امنیتي معادلې یو پیاوړی عنصر گرځېدلی.
د شورا د ویاند په خبره، دوی په دې اند دي چې د یادې شورا اغېزناکتوب په سرِیتوب کې دی نه پر ستېجونو را څرگندېدلو کې، او له همدې امله یې فعالیتونه نه رسنیز کوي.