د هويت نيوز د سرچينو له مخې د کابل ولايت پغمان ولسوالۍ قلعه خيدر خان سيمه کې اورلګيدنه ناڅاپي نه، بلکې پلان شوې دسيسه وه.
له کابل څخه يو ملي تجار هويت نيوز ته د نوم نه ښودلو په شرط ويلي، چې دغه اورلګيدنه طبيعي پېښه نه بلکې پلان شوې دسيسه وه چې تجارانو ته په کې يو ميليون او دوه سوه زره امريکايي دالر زيان رسیدلی او شپږ کسان په کې وژل شوي دي.
قلعه حيدر خان يوه له هغو سوداګريزو سيمو بلل کيږي چې سلګونه د تيلو او ګازو لوی موټر په کې تم کيږي.
ياد تجار زياتوي چې تر دې وړاندې يې د هرات په ګمرک کې تر اورلګيدنې وروسته يې طالبانو ته د دغو دسيسو خبرداری ورکړی و خو طالبانو غبرګون نه و ښودلی.
د يادولو وړ ده چې په روان کال کې دا پنځمه اورلګيدنه ده چې په سوادګريزو سيمو کې را مينځته کيږي.


