کورفرهنگ و هنريو څوک بايد ولرې

يو څوک بايد ولرې

ليکنه : فرزانه زيار

یو څوک باید ولرې،کله چې تۀ حمام کوې، د حمام دروازې تر شا درته ځانپاک په لاس ولاړ / ولاړه او نرمه مرکه (بنډار) درسره کوي او کله کله خپل د خوښې جامې یې هم درته راخیستې وي.یو څوک باید ولرې،چې د موبایل پر سکرین، کمپیوټر په ډیسټاپ، فیسبوک پر پاڼه، د وټساپ پر صفحه ستا تصویر ولګوي.داسې څوک چې درپسې خفه شې،د موبایل شمېره دې راواړوي یا پر پرده لګېدلی انځور دې ښکل کړي.داسې څوک،چې د ټولو خصوصي و رسمي ادرسونو/ خزانو هر څه او هر څه ټول رمزونه یې یوازې ستا نوم وي .یو داسې څوک باید ولرې،چې په سجده کې وریاد/ یاده شې او په لپه کې یې دعا شې،د مکې مکرمې زیارت یو ځای درسره وکړي، د دې غم هم ورسره وي چې په هغه دنیا کې یې هم باید تۀ ملګرې/ملګری واوسې.داسې څوک چې درته ووایي،کور ته ناوخته مه راځه، حالات خراب دي، زما اندیښنه کیږي.هو داسې څوک چې،نه تنها ستا تر اوږې رسېدلي وي، بلکې ستا تر کارونو رسېدلي وي.داسې څوک وې چې، ترخه قهوه یې د مینې په خوږو جوړه کړې څنګ ته دې کښېنې او ووایي، سبا دې ازموینه ده؟! راځه په ګډه سره درس ووایو او بحث پرې وکړو.هو همداسې څوک چې،سترګو کې دې ستړتیا وګورې، درته ووایي، ځه ته لږ استراحت وکړه، دوسیي دې ماته راکړه، او هو ریښتیا سر مې هم پرې راخلاص کړه، پاتې کار به زه پرې وکړم ان شاءالله سهار به یې پر مېز کار تمام وویني. اندېښنه مه کوه؛ چل به مې هم زده شي، نن مې هسې هم د کور کارونه دومره نه و. یا هم کله په راپور چمتو کولو کې درسره مرسته وکړي.یو څوک باید ولري چې،د سترګو ځلا یې بدن درسیځي خو د ایرو کیدو پر ځای د ژوند د زرغونیدو ډاډ دربخښي…داسې څوک بايد ولرې،چې په سترګو پسې يي خپه شېداسې څوک چې فقط وغواړې زړه سره يي نږدې څملې،خپلې سترګې وتړې او له زړه وخاندې.داسې څوک چې ته ورته حقیقي جنت ووايي،او هغه ستا روح وي .داسې څوک چې مخکې له دې چې ورته خپل درد ووايي هغه د له غږ نه پوه شي چې په کوم حالت کې يي.داسې څوک چې تبه ستا ويمګر پر وجود د هغې/ هغه درد وي.داسې څوک چې غږ يي انرژي درکړي او داسې وي لکه مړی چې ژوندی شيلکه مړۀ وجود کې د چې ساه وي .داسې څوک چې تاته لکه خپل روح وي .داسې څوک چې هيڅکله جرئت ونه کړې ورته دروغ وواييداسې څوک چې کله کوشش وکړې ورته دروغ ووايي تر ځانه خجالت شې.داسې يو کس بايد ولرې چې بې د غږ لۀ اوريدو يي درته خوب درنه شي‌او داسې يو څوک بايد ولرې چې ستا د وجود هغه برخې چې نور يي بدرنګې ګڼي،او زياتره وخت يي پټ کړي، لکه پر مخ تور بدرنګه خالونه، لکې،زخې،د ويښتانو بدرنګوالی …خو ته يي ښکل کړې او تر ټولو درته ښکلې هم ښکاره شي.داسې يو څوک بايد ولرې چې سره له دې چې پوهيږې دوکه درکوي بیا هم ورياديږې،او بیا د‌ هم يادوي.او داسې يو څوک بايد ولرې چې تل يي په سترګو کې اوسې د يوې ثانيي په اندازه يي هم هير نه شېداسې يو څوک بايد ولرې چې ستا نوم د ټولو پر وړاندې پر تخته وليکي، کله چې تفريح شي او زده کوونکي ټول بيرون ووځي نو هغه لا ولاړه وي شاوخوا وګوري چې څوک نه وي،غلې د له نوم نه مچکه واخلي ځان سره موسکۍ شي او بيرون ووځي‌.داسې يو څوک بايد ولرې چې زړه يي درپسې درد وکړي،دومره درد چې نور يي طاقت ونه شي بیا بالښت غيږ کې کلک ونيسي او له سترګو يي اوښکې وبهيږي‌.داسې يو څوک چې ويښتان ومينځې او هغه درياد شي.داسې يو څوک بايد ولرې چې ددې لپاره درس ولولې څو ښې نومرې واخلې او هغه خوشحاله شي‌.داسې يو څوک بايد ولرې چې د هرې خبرې په آخر کې درته وايي: «مينه درسره لرم‌»داسې يو څوک بايد ولرې، چې لۀ تا د‌قيمتي شيانو پرځای ستا زاړه خيرن کالي وغواړي، څو ستا د‌وجود بوی احساس کړي.په نه شتون کې د هره لحظه کالي ښکل کړي.داسې يو څوک بايد ولرې، چې پر ياد يي ستا پر سترګو کې اوښکې ډنډ شي او په شوڼډو کې موسکی شي.داسې يو څوک بايد ولرې چې درته ووايي فقط زړه ته مې نږدې کړه څو دې زړۀ احساس کړم.داسې يو څوک بايد ولرې، چې هره ثانيه يي په سترګو کې واوسيږې او ستا په ياد سندرې واوري،ټال کې وزانګي او زمزمې وکړي.داسې يو څوک بايد ولرې چې په سينه يي سر کيږدې او د ټولې دنيا دردونه دې هير شي .داسې يو څوک بايد ولرې چې بې له ويلو د درک او احساس کړې .داسې يو څوک بايد ولرې چې که څومره درڅخه خپه اوسي هر څومره د غمجنه کړې وي خو بيا د هم بدي ونه غواړي بیا هم ستا خندا غواړي.داسې يو څوک بايد ولرې، چې پۀ نره توره درته ووايي چې ها پلار مې هم تا له ما څخه نه شي جلا کولای هغه يو تار ويښتۀ دې پر ټول جهان نه ورکوم چې ګومنځې سره به لويدلی وي، تۀ فقط او فقط د‌ما يي!!!!داسې يو څوک بايد ولرې چې درته ووايي: ونجلۍ صدقه شم درنه چيرته به ولاړ شم خو چې هر چيرته ولاړ شم بيرته همدا تاته راځم .او داسې يو څوک بايد ولرې چې لۀ ټول جهان او حتا ځان نه هم ډېر پرې ګرانه/ګران اوسې.که يي لرې بختور/ بختوره يي، د زړه په مينه يي قدر يي وکړه خوووووو که یی نۀ لرې هسې د جهان اوکسيجن مصرفوې، خوشې کدو يي!!!!

+ posts
مخکینۍ لیکنه
راتلونکې لیکنه
اړوندې لیکنې

ځواب ورکړئ

تبصره مو ولیکئ!
نوم مو دلته ولیکئ

- Advertisment -
Google search engine

ډېرې لوستل شوې لیکنې

وروستۍ تبصرې