ښځه

ليکوال : بسم الله اکبري

په يوه کلیواله سیمه کې یوملاساده کلیوالوته دمیرمنواوښځوپه اړه سپکې سپورې پیل کړې اوورته ویل یې په یوه حقوقي مساله کې د دووښځوشهادت دیوه نارینه سره برابردی.همدارازپه میراث کې دنارینه سره برابرحقوق نه لري دوه برخې نارینه اویوه برخه په میراث کې ښځې ته ورکول کیږي.مولاصیب پخپل وعظ دومره جدي ولاړاوناستوکلیوالو ته وویل چې ښځه نارینه ووته دلمانځه دامامت حق نه لري اوتاسوبه تراوسه دښځې اذان هم نه وي اوریدلی هډوداذان حق نه لري ملا ،لاپه احساساتوراغی وویل:ای مسلمانانوتاسوفکر وکړی اودې حکمت ته وګوری چې چرګ اذان کوي چې نر دی او چرګه بیا اذان نه کوي اوکه کومه چرګه اذان وکړي سریې دې وهلودی.داوږده وعظ اونصیحت وروسته کلیوال خپلوکورونو ته ولاړل اویوه ساده کلیوال خپلې میرمنې ته دملا دوعظ په اړه غږیده میرمنې یې هم غوږ ورته نیولی و.کلیوالې میرمنې په کورکې چرګې،چورګوړي اوچرګان درلودل اودکور انګړیې پرې ډک وو دهیښوونکي تصادف خبره وه چې یوه چرګې چې ډیری کوچني،کوچني چرګوړي یې درلودل اود ډیران په غاړوکې د دانو،مانوپه پلټنوورسره بوخته وه د ډیران په سرخپل وزرونه وپړپول اودزړه دخلاصه یې اذان وکړ کله چې دکور خاوندچې دمولادوعظ جذبه یې په سرکې وه چاړې ته لاس کړاودګڼوچرګوړومورچرګه پسې یې ترپ وهلې چرګه یې راونیوله اومیرمنې ورته زاریو،زاریوژړاپیل کړه چې وبال دی چې چرګه حلاله نه کړي ساده کلیوال په غوسه ناکه غږورته وویل چې دمخ مې لیرې شه دسترګوپه رپ کې یې له چرګې سر پرې کړ.کوچنیو چرګوړوترهیدلي غمجن اوازونه ایستل اوورسره جوخت کلیوالې میرمنې هم دناورین اوښکي تویولې اوپه ښیراوو کې یې ویل چې ملا له شنه آسمانه تندر درباندې راپرویزه موږبې وزلي میرمنې خوپریږده چې ستاسوسخت زړوله لاسه چرګې هم په امان نه دي.پورتنی کیسه په افغاني مسلمانه ټولنه کې دملایانوداغیزاودهغودخبرواتروموثریت په ډاګه کوي که همدغه ملایان دافغانستان په زرګونوجوماتونوکې مسلمانان ورورلی،اسلامي اخوت ،آمن اوامان ته داسلامي مسولیت له مخې راوبولي دځناوروبمي واسکټ پوښانواودروان خونړي ماتم اودوینودسیلاب مخه به ډب کړي.خوله بده مرغه ډیری ملایانوخپل وجداني اواسلامي مسولیت نه دی اداکړی اودپنجابي مفتیانوپه فتوایې په هیوادکې جنګ ،جګړوته لازورورکړی اومظلوم افغان مسلمان ولس دشرغوبل په اورکې سوزي.

+ posts
مخکینۍ لیکنه
راتلونکې لیکنه
اړوندې لیکنې

ځواب ورکړئ

تبصره مو ولیکئ!
نوم مو دلته ولیکئ

- Advertisment -
Google search engine

ډېرې لوستل شوې لیکنې

وروستۍ تبصرې