شنبه, دسمبر 13, 2025
spot_img
کورد واخان پاڼېسپینه پاڼه: د افغانستان له لارې د پاکستان – ازبکستان د رېل‌پټلۍ...

سپینه پاڼه: د افغانستان له لارې د پاکستان – ازبکستان د رېل‌پټلۍ پروژه – پټ او تیاره اړخونه!

دغه سپینه پاڼه د ۴.۸ میلیارد ډالرو د رېل‌پټلۍ هغه هوکړه‌لیک چې له مخې یې پاکستان د افغانستان له لارې له منځنۍ آسیا سره نښلول کېږي، ارزوي.
لوستونکیو ته د دې پاڼې ستراتېژيک پیغام دا دی، چې افغان ولس د ژغورلو لپاره څلورمې نظریې او ځانګړې افغاني مزل ته اړتیا لري.

ستراتېژیک روایت

پاکستان خپله زېږېدنه هېره کړې، او د یوه مخکښ متحد سُني اسلامي هېواد (چې له افغانستان، بنګله‌دېش او نورو جوړ وي) د مشرتابه خوبونه ويني.
د پاکستان ډیسکورس / پلتفورمونو ( ویناوو/ خبرپاڼو / رسمي بیانیو / مرکو او نور) ارزونې ښیي چې د دوی ستراتېژيکه ټولنه د ټامس هابس پر هغه لید باور لري، چې له مخې یې نړۍ ته د شک، قدرت‌طلبۍ او ګاونډیانو ته د دښمن په سترګه کتل کېږي.1
په ځانگړي ډول، پاکستانیان ځانونه ښاریان ګڼي او افغانانو ته د شاته پاتې مغاره‌نشینانو په سترګو ګوري. دوی د افغانستان قاره‌ييز حیثیت او د مرکزي آسیا په زړه کې یې حضور تر پښو لاندې کوي. د افغان منرالونو ته یې سترګې پټې کړي دي، نیمه خاوره یې لاندې کړې، غواړي د افغانانو ملي ارادې تسخیر کړي، او په ټوله کې یې افغانستان خپل اقتصادي زون، خوندي عقبه او ګارنیزون کړی دی.
لنډه دا چې پاکستان د موخو/ شتون له اړخه له افغانانو سره هېڅ هم‌غږي نه لري، نو د همکارۍ او ګاوندیتوب خبره خو پرېږده.

د مرکزي آسیا جیوپولیټیک او جیوستراتېژیک اهمیت؛ پاکستان او موخې یې

مرکزي آسیا نن د روسانو تر څنګ، د هند او چین د لومړنیو بهرنیو پوځي اډو کوربه ده. د چین او ترکمنستان ترمنځ د ګازو پایپ‌لاین هم له همدې سیمې څخه تېر شوی. هند له ایران، روسیې او منځنۍ آسیا سره په اقتصادي او ترانسپورتي ډول د NSTC دهلیز له لارې ځان نښلولی دی.2
د اوکراین جګړې او د روسیې پر ضد د لویدیځ بندیزونو مرکزي آسیا ته نوې توجه او لیوالتیا پیدا کړې ده.
ارزونې ښيي چې که د تایوان پر سر جګړه رامنځته شي، نو ډېر احتمال شته چې د جنوبي آسیا هېوادونه (لکه هند، بنګله‌دېش، سریلانکا او نور) د تجارتي موخو لپاره مرکزي آسیا ته مخه کړي.
لنډه دا چې د انرژۍ پروژو ( لکه کاسا ۱۰۰۰، ټاپي) ، د چین د اقتصادي کمربند په ګډون، د مرکزي آسیا هېوادونه بالفعل او بالقوه سترې وړتیاوې لري چې په دې بحث کې نه دي رانغښتل شوي.

پاکستان د خپلې جیوپولیتیکي او جیوستراتېژيکی ودې په لټه کې

پاکستان د افغانانو، بلوڅانو او سندیانو خاوره تر خپل نفوذ لاندې راوستې ده. له ختیځ لوري هند سمندر ته لاسرسی لري، او په لویدیځ کې یې ستراتېژیک نظر فارس خلیج ته دی.
د ازبکستان – پاکستان رېل‌پټلۍ د بشپړېدو په صورت کې، پاکستان به د افغانستان له خاورې – د افغانانو د جغرافیایي د زړه له لارې – مرکزي آسیا ته مستقیمه لاره ترلاسه کړي.
دا یواځې اقتصادي یا ترانزيتي پرمختګ نه دی؛ بلکې له هند سره به یې سیمه‌ییزه سیالي نوره هم پیاوړې شي او د نړۍوالو قوتونو په سترګو کې به پنجاب د یوه مطلوب ستراتېژیک شریک په توګه راڅرګند شي – هماغه جیو پولیتیک او جیوستراتېژیک موقف چې نړۍوال قدرتونه یې د تاریخ په اوږدو کې د ځان لپاره غواړي.

د هوکړې ماهیت او کیفیت

سره له دې چې دا رېل‌پټلۍ د افغانستان له خاورې تېرېږي او نږدې ۵۷۳ کیلومتره اوږدوالی لري، خو د هوکړې د تطبیق، څار، او اړوندو حقوقي میکانیزمونو جزئیات تر اوسه رسنیز شوي نه دي.
پاکستاني چارواکو دا پروژه د ۲۴۰ میلیونه پاکستانیانو د اقتصادي پوتنشیل د غوړولو، مرکزي آسیا ته د تودو اوبو بندرونو د بې‌سارې لاسرسي، او د سیمې د سوداګریزو مسیرونو د بڼې بدلولو په توګه توصیف کړې ده.
همدا راز، دا استدلال هم شوی چې پاکستان به د خپل لویدیځ لوري سره د سیمه‌ییزې همکارۍ په پراخېدو سره، وتوانېږي خپل ستراتېژیک تمرکز بېرته ختیځ ته – په ځانګړي ډول د هند سره پر روانو ترینګلتیاوو تمرکز ته، واړوي.
په دې پروژه کې افغانانو ته یوازې د ترانزیټي تعرفې په بڼه په توهین‌آمېزه او حاشیوي بڼه اشاره شوې، چې دا په خپله د افغانستان پر قاره‌ییز حیثیت او ستراتېژېکې ایوایکوټی (برخې) د سترگې پټولو څرګند نښه ده.

ستراتېژیکې اغېزې

په نړۍوال سیاسي ډېسکورس کې د لاسرسي، نفوذ او قدرت پاراډایم خپل ځانګړی ځای لري. یعنې کله چې پاکستان ته لاره ورکول کېږي، نو دا ورته د لاسرسي زمینه برابروي، له هغې وروسته پراخ نفوذ ترلاسه کوي، او په پای کې د افغانانو پر چارو بشپړ تسلط رامنځته کوي.
د پاریس د ۱۹۱۹ کنفرانس پر مهال، که څه هم هند د انګلستان مستعمره و، خو بیا هم انګریزانو ته وویل چې په افغانستان کې د جګړې انساني بیه موږ پرې کوو، نو ځکه باید په کنفرانس کې استازیتوب هم ولرو. همدغه ادعا د دوی د حضور د رسمي کولو لامل شوه.
پاکستان به دا رېل‌پټلۍ او د هغې خوندیتوب د یوې سیاسي او ستراتېژیکې وسیلې (حربې) په توګه وکاروي، څو په هر نړۍوال پلیټفارم کې د افغانانو په کورنیو چارو کې د لاسوهنې مشروعیت تر لاسه کړي.
افغانان مادي‌پاله نه دي؛ دوی معنوي ارزښتونو ته ترجیح ورکوي. له همدې امله، په دې پروژه کې نه یوازې د دوی مشوره او رضایت نادیده نیول شوی، بلکې د دوی ستراتېژیکه ایکويټي (حق‌السهم / ونډه) هم تر پښو لاندې شوې ده.
یاده رېل‌پټلۍ به د پاکستان لپاره د جیوپولیتیک او جیوستراتېژیک پرستېژ د سیګنالولو وسیله وي، څو ځان د مرکزي آسیا، چین، منځني ختیځ او لودیځ ترمنځ د یوه باوري او مطلوب شریک په توګه مطرح کړي.
خو افغانان به په خپله خاوره کې د یو ګارنیزون شوی حالت لاندې ژوند کوي. هر ځل چې دغه رېل د افغانستان له خاورې تېرېږي، موږ او زموږ راتلونکی به ستراتېژیکه تراما (ژور ملي زخم) تجربه کوو. او هېڅکله به ستراتېژیک دریځ، ځواک او اعتبار ترلاسه نه کړو.

ستراتېژیک پیغامونه

په نړۍوالو اړیکو کې سېګنالونه، سېمبولونه، یا نښې او نښانې خپل ځانګړی مفهوم او معنا لري چې په هغه وخت او زمینې پورې تړاو لري. که افغانستان خپل ځان عیار او بډای نه کړي، خپلو خلکو ته د افغاني ارزښتونو په وړاندې کولو کې به پاتې شي، یو ارزښت به د بل ارزښت پر وړاندې قرباني شي، او په دې توګه به خپل د وجود دلیل له لاسه ورکړي. کېدای شي دجمهوریت سقوط او په هېواد کې د پنجاب د پام‌وړ لاسرسی (چې د ریل پټلۍ / د منرالونو چور/ د استعدادونو فرار او داسې نور یې ښې بېلګې دي)، د دې ملي ویجاړي پیل وي.
افغانان د دې ناورین او له ګارنیزون شوي حالت څخه د وتلو لپاره څلورمې نظریې او ځانګړي افغانی مزل ته اړتیا لري.3

یعني څنګه؟

افغان باید خپل کلاسیک شتون او تاریخي ارزښتونه د ۲۱مې پېړۍ د نوو جیوپولیټیکي پرمختګونو سره په بشپړه همغږي او ملاتړ را ژوندي کړي. د دې افغاني مزل د بریا لپاره موږ ستراتيژیکې بېدارۍ ته اړتیا لرو.
(۱) د افغان فکري ایکو سیستم فعالېدل. افغانان کولای شي د انټرنېت په وسیله ستراتيژیکې زده کړې او روزنې وکړي. ځکه، د نن ورځې اړتیا همدا ده چې افغان دې امنیتي/ دفاعی سټې او مدیران شي او له معاصرو شرایطو سره سم دې فکر وکړي. دغه ایکو فکری ایکو سیستم هغه وخت به بشپړه توگه فعالېدای شی چې افغان وګړي د ژوند له ټولو اړخونو په کې وڼده واخلي.
(۲) ستراتيژیک دود. موږ باید ستراتيژیک دود ته ورسېږو او خپل د جغرافیې نقش درک او بېرته را ژوندی کړو، او خپلې پولي ملي کړو.
(۳) ملي حافظه او تروما. موږ د سیمه‌ییزو لاس‌وهنو او د هغوی د عاملینو له کبله له ژورې ملي تروما څخه کړېږو. زموږ ملي حافظه یې په ژوره توگه زیانمنه کړې. ځکه اړینه ده چې یو بل ته اوږه ورکړو تر څو د یوې سالمې ملي حافظې او ملي ډېسېپلين څښتن شو، کوم څه چې د افغانستان په څېر یو کلاسیک ملت ځانگړنه او اړتیا ده.
(۴) دودیز ملګري/ جغرافیه او افغان پالنه. افغانان د تپل شوې دښمنۍ په داسې یوه کړۍ کې ګېر دي، چې یوازې یې د ماتولو توان نه لري. دښمن مکار او برلاسی دی. د ځواک د انډول د بیا رامنځته کولو لپاره اړینه ده چې له خپلو دودیزو ملگرو سره، چې بلوڅان او سیندیان دي، خپلې اړیکې ورغوو. په دې توگه باید افغان ملت خپلې ګټې د کابل د سړکونو پر ځای په لاهور ، پنجاب، او تهران کې خوندي او ډاډمنې کړي.

References

Bloch, Marc. Strange, Defeat: A Statement of Evidence Written in 1940. Translated by Gerard Hopkins. New York: W.W. Norton & Company, 1999.

Fillingham, Zachary. “Geopolitics of the International North-South Transport Corridor (INSTC).” Geopolitical Monitor, September 10, 2024. Accessed July 17, 2025. https://www.geopoliticalmonitor.com/geopolitics-of-the-international-north-south-transport-corridor-instc/

Gray, Colin S., and Geoffrey Sloan. Geopolitics: Geography and Strategy. London: Frank Cass, 1999.

Gray, Colin S. Fighting Talk: Forty Maxims on War, Peace, and Strategy. Washington, DC: Potomac Books, 2009.

Goble, Paul. “China Increasing Its Military Presence in Tajikistan.” Eurasia Daily Monitor 20, no. 109 (July 18, 2024). Accessed July 17, 2025. https://jamestown.org/program/china-increasing-its-military-presence-in-tajikistan/

Haas, Michael. Switzerland’s Defense and Security Policy: Challenges and Opportunities.

Kaplan, Robert D. The Revenge of Geography: What the Map Tells Us About Coming Conflicts and the Battle Against Fate. New York: Random House, 2012.

Krepinevich, Andrew F. The Origins of Victory: How Disruptive Military Innovation Determines the Fates of Great Powers. New Haven: Yale University Press, 2023.

MacMillan, Margaret. Paris 1919: Six Months That Changed the World. New York: Random House, 2001.

Lewis, David. “Strategic Culture and Geography.” Marshall Center Security Insights, no. 36 (2019). https://www.marshallcenter.org.

Mahnken, Thomas G. “United States Strategic Culture.” SAIC, November 2006.

Park, Jaehan. “Rethinking Geopolitics: Geography as an Aid to Statecraft.” Texas National Security Review 6, no. 4 (2003). https://doi.org/10.26153/tsw/48843.

Pande, Aparna. From Chanakya to Modi: The Evolution of India’s Foreign Policy. New Delhi: HarperCollins India, 2020.

Rhodes, Andrew. Thinking in Space: The Role of Geography in National Security Decision Making. 2019. https://doi.org/10.26153/tsw/6664.

Sloan, Geoffrey. Geopolitics: Geography and Strategic History. London: Routledge, 2017.

Wylie, Neville. Swiss Neutrality Examined: From the Cold War to the War on Terror.

Fillingham, Zachary. “Geopolitics of the International North-South Transport Corridor (INSTC).” Geopolitical Monitor, September 10, 2024. Accessed July 17, 2025. https://www.geopoliticalmonitor.com/geopolitics-of-the-international-north-south-transport-corridor-instc/

Zaglul, Haider. “A Revisit to the Indian Role in the Bangladesh Liberation War.” Journal of Asian and African Studies 44 (2009): https://doi.org/10.1177/0021909609340062.

  1. توماس هابز د اووولسمې پېړۍ يو مشهور انګرېز فيلسوف و، چې د سياسي فلسفې په برخه کې يې ژور آثار پرېښي دي؛ نوموړی د سياسي واقع‌بينۍ پلوی و او باور يې درلود چې د انسانانو فطري ځان‌غوښتنه يوازې يو مطلق واکمن دولت مهارولی شي. ↩︎
  2. د شمال–جنوب ترانسپورتي دهليز (NSTC) يوه څو-بعدي تجارتي لاره ده چې هندوستان له ايران، روسیې، مرکزي آسيا او اروپا سره نښلوي، او موخه يې د باروړلو لګښت او وخت راکمول دي، په ځانګړې توګه د دوديزو سمندري لارو پرتله. ↩︎
  3. موږ د څلورمې تیورۍ او د افغاني مزل د اصولو د رامنځته‌کولو او ودې په درشل کې یو، او هڅه مو دا ده چې دا نظریه پخه، روښانه او د افغان ولس پر وړاندې د یوه بدیل فکري لید په توګه وړاندې کړو. خو ځینی اصلونه یې دلته وړاندې شوي دي. ↩︎
د هویت نیوز د ستراتيژيکو نظریاتو خونه
 | Website |  + posts

د هویت نیوز د رسنیزې ایکولوژۍ او ستراتېژیکو نظریاتو خونه د هویت نیوز د ستراتيژیکو ارزونو او تحلیلونو څانگه ده. یاده خونه د لوی هېواد پر موضوعاتو ستراتيژیک نظریات او تحلیلونه خپروي.

د هویت نیوز د ستراتيژيکو نظریاتو خونه
د هویت نیوز د ستراتيژيکو نظریاتو خونهhttps://hoyat.news/

د هویت نیوز د رسنیزې ایکولوژۍ او ستراتېژیکو نظریاتو خونه د هویت نیوز د ستراتيژیکو ارزونو او تحلیلونو څانگه ده. یاده خونه د لوی هېواد پر موضوعاتو ستراتيژیک نظریات او تحلیلونه خپروي.

اړوندې لیکنې

ځواب ورکړئ

تبصره مو ولیکئ!
نوم مو دلته ولیکئ

- Advertisment -
Google search engine

ډېرې لوستل شوې لیکنې

وروستۍ تبصرې