۱. سریزه
درنو هېوادوالو، اختر مو نېکمرغه!
هڅه مو کړې چې د لاندې ارزونې له لارې خپل فکر مستند کړو.
۲. نړۍوال ستراتیژیک چاپېریال
امریکا، چین، روسیه، او ایران په ستراتېژیکه سیالۍ کې ښکېل دي. د دغو سیالیو په زړه کې هایبرډي گواښونه ځای لري، چې نړۍ یې له ناڅرگند راتلونکي سره مخ کړې ده. د دغو گواښونو له ځانگړتیاوو څخه یوه دا ده چې د ولسونو فکر او ملي اراده کمزورې کوي.
نو ځکه، پرمختللې نړۍ د ناڅرگندې راتلونکې پر وړاندې د مبارزې لپاره تیاری نیسي. په دې نړۍ کې د نشنلېزم ناڅاپي وده د همدې هایبرډي وضعیت نښه ده.
د مصنوعي استخباراتو، کوانتمونو، او الگوریتمونو په مټو رامنځته شوي بدلونونه دا ښيي چې نړۍ د پنځم صنعتي انقلاب ته داخله شوې ده.
له بدهمرغه، افغانستان نه په دغو ستراتیژیکو سیالیو کې د پاموړ ځای لري، نه هم په روان عصري انقلاب کې!
۳. سیمه
پاکستان او ایران افغانستان ته گواښونه جوړوي. پاکستان د یو متحد سُني هېواد د مشرتوب خوبونه ویني او د افغانانو جغرافیې او معدني ځواک ته سترگې نیولي دي. ځکه نو، په هره نړۍواله ناسته کې دوی د افغان ملي کرکټر ننگوي، تر څو نړۍ دې ته وهڅوي چې د افغانستان د ملکیت سند په بشپړه توگه د دوی په نوم کړي.
ایران له بندیزونو رنځ وړي، نو ځکه یې د لاسوهنې کچه دومره ملموسه نه ده.
په ټوله کې، «فینلنډي شوی» او «گارنیزون شوی» افغانستان (یعنې بېوسه، بېطرفه، او محدودې ملي واکمنۍ لرونکی افغانستان) د ایران او پنجاب خصوصي سوداگریزو زونونو ته ور ننوځي، نو ځکه یې تداوم د دوی ستراتيژیکه اړتیا گڼل کېږي.
د کردانو دا معقوله د افغانستان پر وړاندې د سیمې پېچلتیاوې او حیرانتیاوې ښې څرگندوي:
«ملګري نشته، یوازې غرونه دي!»
۴. داخلي وضعیت
افغانستان له اقتصادي بندیزونو او د مشروعیت له نشتوالي سره لاس او گرېوان دی. طالبان سیاسي تبعیض کوي او د سختو چلندونو او جامدو تگلارو (لکه د مېرمنو پر وړاندې توپیري چلند) له لارې د واک د دوام لپاره هڅې کوي. تر اوسه یې داسې څه نه دي کړي چې د افغان انتلجنسیا یا اهل خبره باور ترلاسه کړي.
لاندې موارد دغه وضعیت لا پېچلی کوي:
٭ د جمهوریت چارواکي
سره له دې چې ډېری یې اقتصادي امکانات، مطبوعاتي نفوذ، او سیاسي شناخت لري، خو د افغانستان د کشالې د حل لپاره هېڅ نه لري. د تېر په شان، پر میخانیکي، منجمد، او خطي فکر او ناکارو فرمولونو تکیه کوي.
پخوا به یې د خپلو کورنیو د انتقال لپاره له بهرنیانو سره ناسته او ولاړه کوله – اوس په فکرخونو یا تینک تانکونو کې دندې او پروژې لټوي. یو بل تخریبوي. د مفشنو کورونو او مفروشاتو شوقیان دي. له دې جلا التمآبانو څخه هېلې مه لرئ.
د کوزې پښتونخوا پښتانه
د دوی ستونزې له پنجاب سره د فدرالي حقونو پر سر دي، نه د لوی افغانستان سره د یوځای کېدو. دوی سیاسي احزاب او داخلي سیالۍ لري، خو موږ یې په ټگۍ او برگۍ سره په دې سیالیو کې ورگډ کړي یوو.
دوی هم د افغانستان په بې ثباتۍ کې خپلې گټې ویني، ځکه د پوښتنې مرجع نشته.
د فکري مشر گیلهمن د شهادت ورځې او جرگې دا وښودله چې د پښتونخوا مشران د ورځې غوښتنې نه ځوابوي. که چېرې د خپلو پولو ملي کېدل غواړو، باید نوې لارې ولټو!
خیالي جبهې
د جمهوریت له سقوط راهیسې، داسې جبهې رامنځته شوې چې د پخوانیو زورواکانو او مافیایي کړیو په محور کې دي. لنډه دا چې دوی د جمهوریتپالو صف لا کمزوری کړی.
۵. ستراتیژیکې اغېزې او وړاندېزونه
په نړۍوالو اړیکو کې سېگنالونه، سمبولونه، او نښې ځانگړی مفهوم لري چې له خپل وخت او زمینې سره تړاو لري.
د لوی افغانستان په زمینه یا کانټکس کې ویلی شو، که افغانان خپل فکري ایکو سیسټم عیار او بډای نه کړي، افغانستان به د افغاني ارزښتونو په وړاندې کولو کې پاتې راشي. یو ارزښت به پر بل ارزښت پسې قرباني شي، او په دې توگه به افغانستان د خپل وجود دلیل له لاسه ورکړي. په ځانگړې توگه، که دغه اوسنی نسل یو او بل ته اوږه ور نه کړي، لاس په کار نه شي، او د یو مستند شوي فکر له مخې د افغانستان د راتلونکي لپاره کار و نه کړي، لرې به نه وي چې دوی به هم د خپلې ناکامۍ پارچې واخلي.
ستراتيژیک متفکر کلاوزویتس ټینگار کوي چې د جگړې ستراتیژي باید د زمانې له روحیې سره سمه عیاره شي.
موږ یو نوي ستراتيژیک دریځ، ځواک، او اعتبار ته اړتیا لرو.
د دې افغاني مزل د بشپړولو لپاره باید
ستراتېژیک فرصتونه ولټوو چې یوازې د ملي بیدارۍ له لارې رامنځته کېدای شي!
د اوفا شبکه همدې افغاني مزل د بشپړولو هیلې لري!