لوی انځور
موږ له لسیزو راهیسې د یوې تپل شوې دښمنۍ په رسې کې گیر یو. د اگسټ د ۱۵مې غمیزه، چې په ترڅ کې یې طالبان واک ته ورسېدل – پر افغانانو باندې د پراختیا غوښتونکي اتومي پاکستان وړیا بریا وه.
پاکستان څه ډول موږ ځپي؟
د افغانانو په ارادې کې ټکر، د افغانانو ترمنځ د وېرې، ډار او بدگمانۍ خپرول، عزت ته یې زیان رسول، د ملي امنیتي ځواکونو بېربطه کول، د سیاسیونو په ذهن کې د شک فضا رامنځته کول، د ملي پرېکړو مرجع خنثی کول، د غوڅ اقلیت او برلاسۍ اکثریت بحث ته لمن وهل، او په نړۍوال ډگر کې د افغانانو پرستېژ کمزوری کول – ټول هغه څه دي چې پاکستان له افغانانو سره وکړل. د دوی دغه کړنې د هرج او مرج ستراتېژۍ له تیوریکي خصوصیاتو سره برابرېږي – چې په ټوله کې د یو ولس د ناهیلۍ او ارادې له منځه وړلو غوښتنه کوي.
اوس د همدې ستراتېژۍ له مخې – زموږ هغه ملي ارزښتونه (لکه ملي هویت او د ملي ترکیبونو ښکلا) په نښه کېږي – چې مستقیم له ملي ارادې سره تړاو لري.
پاکستان توانېدلی چې زموږ خلک – په ځانگړې توگه ځوانان – خپل د هېواد د راتلونکي په هکله بېباوره کړي.
فکر کوي چې په لاس کې یې هېڅ نشته، بېوسه دي، هغه څه د پاکستان د هرج و مرج اجنټانو غوښتنه ده!!!
د هند او پاکستان وروستي ناندرۍ
اوربند ته تر رسېدلو پورې، د دواړو هېوادونو ستراتېژیکې ټولنې (جنرالان، د بهرنیو چارو کارپوهان، شنونکي، تیرویکي مرکزونه، رسنۍ، او د حکومت لوړپوړي چارواکي) روزمره پرېکړې، غبرگونونه، پیغامونه، او داسې نور– ټول له عصري شرایطو سره سرته ورسېدل.
دوی د جگړې دودیز ډگرونه (لکه آسمان، ځمکه، او سمندر) او نوي ډگرونه (لکه فضا، د سمندر د پاسه او لاندې، برېښنايي او سایبري جگړه) په ښه توگه مدیریت کړل – یعنې د هر اړخیزې جگړې بشپړه وړتیا یې له ځانه وښوده.
د افغانانو زمینه یا کانټکس
موږ نه یوازې چې په چارو کې لنډ پاري کوو— بلکې خپل وطن پروړاندې بېپروا یوو. فکري کالوري مو ناحقه مصرفوو.
د همدغه سیسټماټیک هرج و مرج حربو له کبله، افغانان د وطن په اړه ناځوانه قضاوتونه کوي. ډېری یې (چې د جمهوریت ځینې چارواکي پکې هم شاملېږي) خپل ژوند پر ښه کېدو ټینګار لري، نه پر ملي ژوند، او نه هم ملي راتلونکي.
څه باید وشي؟
زموږ ستونزه ستراتېژیکه ده (ځکه دښمن مو اتومي وړتیا لري) او طیف یې ډېر پراخ دی.
د څلورمې تیورې تر چتر لاندې باید نور نظریات هم راونغاړو. په ځانګړې توګه— د تشویق تیوري ته وده ورکړو. دغه تیوري باید د تشویقي روحي او رواني اړخونه ولري. زر تر زره عملیاتي شي، او په دې توګه ځوانان هیله او جهت ترلاسه کړي.
وروستۍ خبره
دغه تشویق تیوري باید افغانانو دغه قناعت ورکړي، چې لوی هېواد د دوی د پانګې، وخت او وینې ارزښت لري.
ځکه موږ یو ځانګړي افغاني مزل ته اړتیا لرو— چې په ناهیلۍ نه؛ په هیلو بشپړېدی شي!