رابرټ گرین مشهور امریکایی لیکوال دی چې د ستراتيژۍ، ځواک او تېر ایستلو په اړه یې کتابونه لیکلي. هغه اووه داسې آثار تخلیق کړي چې د نړۍ په غوره پلورلکېدونکو کتابونو کې راځي.
رابرټ گرین په خپل مشهور اثر «د تېر ایستلو هنر» کې د قرباني ستراتیژي داسې انځوروي: «دا هغه تاکتیک دی چې یو څوک په کې په شعوري توگه ځان بېوسه، خواشینی یا بېوزله ښيي، څو د نورو ترحم، پام او ملاتړ تر لاسه کړي.»
د رابرټ گرین د «قرباني ستراتيژی» په روانه لوبه کې زموږ د پښتنو په سیاسي کردار کې په خورا واقعي بڼه لیدل کېږي.
میلیونونه پښتانه د فرضي کرښې هغې غاړې ته ژوند کوي، او د بېلابېلو اټکلونو له مخې، د پنجاب پوځ تر ۲۰ سلنه زیات یې همدا پښتانه دي. د ملېشو، خاصهدارانو او علاقهدارانو کره شمېر نهدی معلوم، خو اسناد ښيي چې همدا ځواکونه افغان کډوال ځوروي، تر کرښه یې اړوي، مالونه او شته یې لوټي او عزت یې تر پښو لاندې کوي.
خو کله چې د امتیاز، سټېج، سیاسي ونډې یا چندو وخت راشي، نو همدوی د «لر او بر یو افغان» شعارونه پورته کوي. د احمدشاه بابا، میرویس نیکه … نومونه یادوي، او د افغاني غیرت نارې وهي. خو کله چې د مسوولیت او محاسبې نوبت راشي، نو ځانونه قرباني، مظلوم او محکوم ښيي.
دغه دوهمخی چلند، د رابرت گرین له خوا تشریح شوې د قرباني ستراتیژۍ ژوندی مثال دی.
بنسټیزه پوښتنه دا ده:
افغان ولس به تر کله د دغو تیاترونو ښکار پاتې شي؟
او د کرښې هاخوا پښتانه به کله د تاریخ او وخت غوښتنو ته ریښتینی ځواب ورکړي؟



