ولي محمد نوري ته د خپلو فعالیتونو لپاره نن په انگلستان کې آیسېکس پوهنتون افتخاري دوکتورا ورکړه. ښاغلي نوري په خپله وینا کې چې په انگلیسي او پښتو ژبو یې وکړه، د پوهنتون له رییسې او له پوهنتون څخه یې مننه وکړه. هغه په ځانگړې توگه افغانانو ته په پښتو ژبه وویل چې دا دوکتورا د خپلو زحمتونو، د ورزش، هڅوونې، بشري خدمتونو او عامه پوهې په څېر په بېلابېلو برخو کې د فعالیتونو لپاره ورکړل شوې.
نوري دا دوکتور د افغان تاریخ لپاره ویاړ وباله او ټول هېوادوال یې په دې لاسته راوړنه کې شریک وگڼل.
نوري په ۲۰۰۹ کال چې د شلو کلونو و، پر بم د الوتلو له امله په دواړو سترگو ړوند شو. ولي محمد د ځغاستې او لامبو وهلو په برخو کې په گڼو سیالو کې گډون کړی او تر شلو زیات مډالونه یې گټلي دی. نوري د ۲۰۱۶ کال راهیسي له خپلې کورنۍ سره په انگلستان کې اوسېږي او پر ورزش سربېره، ټولنیز او بشري فعالیتونه کوي.


