کورخبر و تحلیلافغانستان/لوی هېوادپه متحده ایالاتو کې تورن ظاهر قدیر په کینا کې نیول شوی

په متحده ایالاتو کې تورن ظاهر قدیر په کینا کې نیول شوی

هویت نیوز – کابل | دوشنبه، ۲ ثور ۱۴۰۴

د افغانستان د ولسي جرگي مرستیال حاجي ظاهر قدیر د کینیا په نایروبي کې د محکمې له حکم وروسته نیول شوی چې پولیسو ته یې اجازه ورکړې وه چې نوموړی د ۱۴ ورځو لپاره ونیسي. د راپورونو له مخې قدیر په متحده ایالاتو کې تورن دی او په اړه یې پلټنې جریان لری. هغه له هوټل څخه نیول شوی دی او د جنایي څېړنو ریاست یې په توقیف کې د ساتلو حکم ورکړی.

د کینیايي رسنۍ، نیروبي ټایمز د راپورونو له مخې، د میلماني محکمې د ترهگري ضد پولیسو څانگې ته اجازه ورکړه چې شکمن ظاهر قدیر په متحده ایالاتو کې د «بیلابیلو جرمونو» په اړه د گروېږدونو د اسانولو یا تسهیل لپاره، چې په تړاو یې هغه مطلوب دی، توقیف یې کړي.

ظاهر قدیر- د نایروبي په یوه محکمه – نایروبي ټایمز

د نایروبي د څارنوالۍ چارواکو ویلي چې د متحده ایالاتو د ولسوالۍ محکمې د روان ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۲۵مه د قدیر د نیولو امر صادر کړی.

د راپورنو له مخې په ظاهر قدیر د مخدره توکو د قاچاق او وسلو د لرلو تورونه دي. متحده ایالاتو د ډیپلوماتیک یادښت له مخې د حاجي قدیر د سپارلو او تسلیمولو غوښتنه کړې. محکمې د روان ۲۰۲۵ کال د اپریل په ۱۵مه، د مخکینیو معلوماتو او د ټولو شرایطو پر اساس د ظاهر قدیر د سپارلو او تسلیمولو غوښتنې ته د رسیدو لپاره واک صادر کړ.

ظاهر قدیر د ۲۰۲۵ کال د اپریل په ۱۴مه د قطر ایرلاینز (Qatar Airlines) د الوتنې په وسیله کې له کابل څخه نیروبي کینیا ته ورسید.

څاروانۍ ویلي: «دا د عدالت په گټه ده، او نړۍوالو مکلفیتونو ته د کینیا د پابندۍ لپاره، محکمې د متحده ایالاتو له خوا د ظاهر [قدیر] د نیولو امر تاییدوي او متحده ایالاتو ته د هغه د ستنولو او سپارلو امر صادوري څو هغه د لگولو شوو تورونو سره مخ شي.»

د پرځیدلي جمهوریت د ملي امنیت یو چارواکي هویت نیوز ته وویل: «د جمهوریت هغه پخواني چارواکي چې په کورنیو جگړو، د بشر د حقونو په نقض، وژنو، مافیايي کړیو، فساد او د مخدره موادو د قاچاق په څېر کړنو کې ښکېل وو، په لویدیځ کې د تعقیب له ډاره په ترکیه، اماراتو، مرکزي آسیا، ایران او داسې نورو هېوادونو کې مېشت دي. دوی د نیولو او د خپلو پانگو د لاسه ورکولو وېره لري.»

د یادولو وړ ده چې د پخوانۍ ولسي جرگي مشر، میر رحمان رحماني او زوی یې اجمل رحماني هم د فساد له پراخو تورنو سره مخ دي. پخواني مفسد چارواکي په اماراتو، ترکیه او ځينو نورو هېوادونو کې زیاتۍ ځمکې او املاک پېرلي دي.

.

خبریال
+ posts
اړوندې لیکنې

ځواب ورکړئ

تبصره مو ولیکئ!
نوم مو دلته ولیکئ

- Advertisment -
Google search engine

ډېرې لوستل شوې لیکنې

وروستۍ تبصرې