کورخبر و تحلیلد ملگرو ملتونو د بشري حقونو شورا: په افغانستان کې د بشري...

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو شورا: په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه غونډه جوړوي

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو شورا په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې راتلونکې اونۍ په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه غونډه جوړوي.

دا د ملگرو ملتونو د بشري حقونو شورا پنځوسمه غونډه ده چې د روانې فبرورۍ میاشتې په ۲۴مه پیلېږي.

د دې شورا په اعلامیه کې ویل شوي چې د ملگرو ملتونو راپورټر، ریچارد بېنټ به په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل راپور هم وړاندې کړي.

ریچارډ بینټ له دې وړاندې ویلي وو چې په افغانستان کې د طالبانو په حاکمیت سره مدني فضا په بشپړه توگه له منځه تللې ده.

د راپورونو له مخې، طالبانو د خپلې واکمنۍ په درېیو کالونو کې له عامه ژوند او مشارکت د افغانانو په ځانگړې توگه د ښځو او نجونو د ایستلو لپاره لسگونه فرمانونه ورکړي دي.

خبریال
+ posts
اړوندې لیکنې

ځواب ورکړئ

تبصره مو ولیکئ!
نوم مو دلته ولیکئ

- Advertisment -
Google search engine

ډېرې لوستل شوې لیکنې

وروستۍ تبصرې