کورخبر و تحلیلافغانستان/لوی هېوادد خوشحالۍ پر ځای زولنې: د اختر پر مهال د طالبانو سخت...

د خوشحالۍ پر ځای زولنې: د اختر پر مهال د طالبانو سخت دریځي

هویت نیوز – کابل

کابل او د افغانستان نور ښارونه، چې یو وخت به د اختر په ورځو کې د خوښۍ، میلمستیاوو او تفریحي سفرونو شاهدان وو، سږکال د سختو محدودیتونو، وېرې او د طالبانو د استخباراتي شکنجو تر سیوري لاندې راغلل.

د اختر په ورځو کې، طالبان د ښارونو په واټونو، سړکونو او تفریحي ځایونو کې خپاره وو. نارینه او فامیلونه د کابل او اړوند سیمو په کوڅو کې ودرول شول، له جامو او جیبونو نیولې تر ږېرې پورې وپلټل شول، او هغه کسان چې خپلې ږیرې او ظاهري بڼه یې اصلاح کړې وه، بې له کوم دلیل نه ونیول شول او له ځانه سره یې بوتلل.

د تفریح د حق سلبول

نه یوازې نارینه، بلکې کورنۍ هم د سختو محدودیتونو سره مخ وې. هغه فامیلونه چې د اختر د خوشحالۍ لپاره له خپلو مېرمنو او ماشومانو سره د پغمان، قرغې او نورو تفریحي سیمو ته تلل، طالبانو منع کړل. په ځینو مواردو کې، کورنۍ له اخ و ډب سره هم مخ شوې، د ښځو سپکاوی وشو، او خلکو ته اجازه نه وه چې د اختر ورځ له وېرې پرته تېره کړي.

یو ځل بیا د طالبانو تیاره دوره

د طالبانو دا سختگیرانه چلند ښيي چې افغانستان یو ځل بیا د یو ظالم نظام تر واک لاندې دی، چېرې چې فردي آزادۍ تر پښو لاندې کېږي، او د خلکو د ژوند هره برخه کنټرولېږي. اختر، چې د خوښۍ، مهربانۍ او ازادې فضا نښه ده، د طالبانو په واک کې په یو وېرونکي کابوس بدل شوی، چیرې چې خلک نه یوازې د خوشحالۍ بلکې د عادي ژوند کولو اجازه هم نه لري.

افغانان، چې تل یې د خپلو دودونو، فرهنگ، او ازادۍ ساتنه کړې، اوس د یو داسې ځواک تر واک لاندې دي، چې نه یوازې د دوی حقوق تر پښو لاندې کوي، بلکې د دوی ټولنیز او کلتوري ژوند هم له منځه وړي.

خبریال
+ posts
اړوندې لیکنې

ځواب ورکړئ

تبصره مو ولیکئ!
نوم مو دلته ولیکئ

- Advertisment -
Google search engine

ډېرې لوستل شوې لیکنې

وروستۍ تبصرې