شنبه, دسمبر 13, 2025
spot_img
کورد واخان پاڼېد بریا نظریه: ستراتيژیک دود، ملي موخې، او د ولس وخت

د بریا نظریه: ستراتيژیک دود، ملي موخې، او د ولس وخت

د واخان د پاڼو مهم اصول

دغه پاڼې د ستراتيژیکو ارزونو د دودولو، فکرونو هڅولو،او بنسټیزه کولو په موخه چمتو کېږي. کېدای شي په راتلونکې کې  لوی هېواد  لپاره د ستراتيژیکو نظریاتو د ټولگې حیثیت ترلاسه کړي. دغه سند لاندې پنځه برخې لري:

لومړۍ برخه په بحث کې راغلي اصطلاحات په لنده توگه تشریح کوي.  دوییمه برخه استدالال کوي چې پر افغانانو د دښمنۍ یوه کړۍ تپل شوې، افغان ملت په کې ښکېل کړل شول او په یوازې ځان یې د ماتولو وړتیا نه لري. درېیمه برخه او څلورمه برخه په ترتیب سره د ستونزو سرچیني او د یوې اړینې پوښتنې په توگه د ستونزو د پېژندنې پر ارزښت بحث کوي. وروستۍ برخه بحث د وړاندیزونو او نچوړ په وړاندې کولو سره لیکنه بشپړوي.

تاسو کولای شئ د دې لیکنې پي‌ډي‌اېف بڼه دلته ولولئ/ښکته کړئ.

مونږ یو انتخاب لرو، یابه د آسیا د همپالنې د وصل په سیمه بدلېږو، یعنې په هغه ځای چې یواځې سړکونه به زمونږ هېوادونه ته لاره لري او ورڅخه وځي به ترڅو مرکزي آسیا، سوېلي آسیا، او ختیځه آسیا له یو بل سره  وصل شي یا به د سیمې په یوه څنډه  یعنې د تاریخ په یوې هېرې شوې برخې بدلېږو!

ولسمشر محمد اشرف غني
 د افغانستان په اړه ۲۰۱۴ میلادي کال   کنفرانس- لندن

له سیالۍ څخه تېښته تورتمونو ته بلنه ده.

پوهاند کینت بولدنګ

مصطلحات

په دې لیکنه کې ځینې مهم اصطلاحات په لاندې گرافیک کې تشریح شوي.

افغانان د تپل شوې دښمنۍ په داسې یوه کړۍ کې ګېر دي، چې یوازې یې د ماتولو توان نه لري

تېرو شلو کلونو دا په ډاګه کړه چې افغانانو خپل تاریخي دښمن په یوازې ونه شو ځپلی. ولس مو د وینې، پانګې، او وخت لویه بیه ورکړه خو اقتصادي، صنعتي، او اداري هوساینې ته و نه رسېدو. د آګست پر ۱۵مې باندې د پنجاب پوځ  پر افغانانو  وړیا بریا ترلاسه کړه او د افغانانو په تاریخ کې یې د غمیزې یو بل څپرکی ثبت او پرانیست. په دې توګه یې افغان د سیالۍ له ډګر څخه د باندې وشاړه.

دښمن مکار او برلاسی دی. د پوځي ځواک له مخې د نړۍ په اوو ځواکمنو هېوادونو کې راځي: ۶۲۰ زره پوځ لري چې ۵۵۰ زره یې اردو، ۴۵ زره یې هوايي ځواک، او ۲۵ زره یې سمندریز ځواکونه دي [1]. د جگړې د خپل ستراتيژیک دود او اړوند تخریبي کتاب ((Playbook له مخې، له افغانانو سره جنګ د افغانانو په وینو او د افغان په خاوره کې دننه ګټي Wins without fight)).[2] په دې توګه د خپلې خوښې شرایط ( faith accompli) پر موږ تپي (یعنې تر دمګړۍ پورې مو جنګ او سوله د پاکستان په خوښه کړي).[3] دوی د سیمې له ستراتیژیک چاپېریال حیرانتیاوو، ګډوډیو،او پېچلتیاوو څخه د خپلو موخو لپاره ناوړه ګټه پورته کوي. په ځانګړې توګه، دغه تاریخي دښمن د زبرځواکو هېوادونو تر منځ په سیالیو کې تل خپلې موخې او ګټي خوندي کړي دي – حال دا چې د وینې او وخت پانګه يې په افغانانو ورکړې. دا نن  هم دوی د خپلو ستراتیژیکو پیغامونو له لارې هڅې کوي چې د افغان ملي اراده لا کمزورې او وشلوي.

زموږ سیاسي، نظامي، او علمي رجال ښه پوهېږي چې افغانانو تر دا ننه پورې د جنګ د ثقل مرکزیت نه دی په نښه کړی.  یوازې یې غشي په نښه کړي (Afghans captured arrows  (حال دا چې غشي ویشتونکو (Archers) له راولپنډۍ څخه زموږ د ملي ویجاړۍ څپرکی بشپړ کړ. نن  بیا همدغه تاریخي دښمن  له ډیورنډه تر اباسین او مارګلې پورې د افغان خاوره لاندې کړې.

د پاکستان ستراتيژیک دود

د ستونزو پېژندنه د اړینې پوښتنې په توګه

په داسې حال کې چې له یوې تاریخي ازموینې سره مخ یوو، زموږ نرمښت او امتیاز ورکولو هېڅکله د سیمې هیژموني هېوادونو قناعت تر لاسه نه شو کړای، او هغوی هم هېڅکله له خپل ځان څخه ښه نیت  نه دی ښودلی. موږ نه شو کولای د تورتمونو، ځان وژنې، او ګډوډۍ په دې ګونګ حالت او ړنده کوڅه کې چې موږ ته یې له ناوړو غوښتنو، ذهني ټکانونو، خپګان، او ورانولو پرته نور څه نه دي راکړي، وړاندې تګ ته دوام ورکړو.

موږ نه شو کولای چې غلطو پوښتنو ته سم ځوابونه ولټوو او یا هم زړو پوښتنو ته نوي ځوابونه وړاندې کړو. یعنې موږ نه شو کولای لاندې بنسټیزې پوښتنې ته چې زموږ ملت د جمهوریت له سقوط او پاشل کېدو وروسته ورسره مخ دی، یو متفاوت، او روڼ ځواب ووایوو:

د ملي موخو، لوی ستراتيژيک دود، او  فکري بستر څخه پرته، څنګه امکان لري چې د سیمې هیژمونیکو هېوادونو له لاسوهنو، ګواښونو، او یرغلونو څخه خپله ازادي، سایبري، او ځمکنۍ بشپړتیا خوندي وساتو؟

د ستونزو سرچینې

کمزوری ملي صلابت. د افغان ملي امنیتي ځواکونو سرښندنې د قدر وړ دي او موږ یې پوره وړي یوو. لیکن څه باندې تېرو شلو کلونو ته په کتو، دوی ونه توانېدل چې د هېواد ځمکنۍ بشپړتیا خوندي کړي. همدا راز، په دیپلوماتیک ډګر کې مو هم څه لاسته راوړنې نه درلودې. له بل لوري، زموږ د ملي ملکي احضاراتو او ډېسپلین کچه ډېره ټېټه وه. شرایط جنګي وو او دولت/ حکومت ونه توانېد چې افغانانو ته د اړتیا وړ اسانتېاوې او خدمات وړاندې کړي. له تاریخي اړخه، په هېواد کې حکومتونو بقا نه ده کړې. ولس وېښ نه دی او خپلې ملي دندې سمې نه پېژني. همدا ده چې له خپل حکومت او پوځ څخه بشپړ ملاتړ نه کوي. نه د شاه امان الله غازي، نه د سردار داود خان، نه د شهید نجیب الله، او نه هم د ډاکتر اشرف غني د جمهوریت په ننګه څوک ودرېدل.[4]

د لوی روایت، ستراتېژۍ، او په ټوله کې د یو ستراتیژیک دود نشتوالی. په ملي کچه موږ تر اوسه داسې یو افغان بنسټه، ساده، او په زړه پورې روایت نه لرو او نسلونه مو پرته له داسې یو روایت څخه روزل شوي دي. همدا ډول، یوه روښانه، همغږې شوې، نه شلېدونکې، او په پراخه کچه ملاتړ شوې اوږد مهاله ستراتیژي نه ده رامنځته شوې. د دې پر ځای چې په مدبرانه، نوښتګرانه، او زړه وره  توګه د هېواد ستونزې تر پلټنې لاندې ونیسو او د برلاسۍ لپاره یې داسې یوه لویه ستراتیژي چې د جنګي شرایطو ور هاخوا سترګې پر لاره وي، جوړه / تدوین کړو – له مشرانو سره مو په ګډه  يوازې دا ستونزې ستایلي دي. په ټوله کې، دغه د روایت، ملي موخو او لویې ستراتیژۍ نشتوالی، او د افغان ولس د وخت ضایع کېدل دا څرګندوي چې موږ ستراتیژیک فکر او دود ته اړتیا لرو.[5]

په وچه کې پروت افغانستان. هېواد مو د یوې سترې تاریخي توطیې له مخې نن په وچه کې ګېر دی. سمندرونه د سوداګرۍ لپاره د لویو لارو اهمیت لري او د نړۍ په  سلو کې ۸۰ سلنه سوداګري د اوبو له لارې تر سره کېږي[6]. هغه هېوادونه چې سمندر ته لاسرسی لري په سوداګریز او اقتصادي ډګرونو کې برلاسي وي.[7] په ورته وخت کې، په وچه کې ګېر شوي هېوادونه د تجارتي او ا قتصادي ودې پر ځای بیا د خپلې خاورې بشپړتیا/ د خپلواکۍ ساتلو، او په کورنیو چارو کې د لاس وهنو څخه د مخنیوي لپاره خپل ټول وخت، پوتنسیال، او توان د لاسه ورکوي[8] (هغه څه چې زموږ هېواد ورسره لاس او ګریوان دی). یعنې څه؟

 په جیوپولیټیکه کچه، هېواد مو د ګاونډیو هېوادونو تر سیاسي، اقتصادي، او پوځي نفوذ لاندې دی. په جیوستراتیژیکه کچه، د زبرځواکو هېوادونو په پرېکړو، ارزونو، او محاسبو کې ډېر ټیټ ځای لري او د سیال په سترګه نه ورته کتل کېږي (په مهمو پرېکړو کې د وُټ یا رایې حق نه لري).

وړاندېزونه/سپارښتنې

د بریا نوې نظریه. د نړۍ ډېری هېوادونه خپلو ملي ګټو ته په پام، د نظریاتو داسې ټولگې یا مجموعې لري چې د یوې شعوري نقشې په توګه ورڅخه کار اخلي ترڅو خپلو ستراتیژیکو موخو ته ورسېږي[9]. د بېلګې په توګه:

 هند چې د کورني او بهرني سیاست کرښې یې د چیناکیا پر تیوریو (نظریاتو) ولاړې دي – له پېړیو را په دی خوا په دې باور دی چې هند یو لوی تمدن دی او یوه ورځ باید پر یو نړېوال ځواک بدل شي[10].  دا باور/ نظریات په هند کې پر یو ستراتیژیک دود او فکر بدل شوي. له مخې یې د هند ستراتیژیکې موخې روښانه دي، چې د ترلاسه کولو لپاره یې یوه  روښانه، همغږي شوې، او په پراخه کچه ملاتړ شوې اوږد مهاله ستراتیژي شتون لري، او د پلي کېدو لپاره یې هندیانو خپل وخت وقف کړی دی. [11]

قطر هېواد ځان ته د یو خواخوږي، د پاکې انرژۍ مرکز، او هوښیار پانګوال په سترګو ویني. همدې موخو ته د رسېدو لپاره یې خپل وخت وقف کړی دی (په دوحې کې د طالبانو او متحده ایالاتو ترمنځ شوی تړون خپله لاسته راوړنه ګڼي).[12]

 ایران په ساینسي او اقتصاد ډګرونو کې برلاسي او پرځان بسیا کېدل غواړي. په سیمه کې د اغېز / امتیاز او  په نړیوال ډګر او موضوعاتو کې د لوی او پیاوړي  منطق غوښتونکی دی.[13] ان خپل د مقاومت محور یې رامنتځه کړی چې فاطیمون، حزب الله، د یمن حوثیان، او نور  په کې شامل دي (د سیمې د بې ثباته کولو لپاره کار ترې اخلي). [14]

 افغان ولس هم د بریا نظریې ته اړتیا لري چې د ملي سالمې حافظې، او  ملي ملکي  ډیسپلین/ احضاراتو سبب شي او د راتلونکي لپاره د یوې ملي شعوري نقشې په توګه وکارول شي. بالاخره په یو ستراتیژیک دود، فکر، بدله او ملي حیثیت ترلاسه کړي. تر څو مو په دې توګه هېواد د ملي حیثیت خاوند شي، په جیو پولیټیکه کچه سیال او له لاس وهنو او یرغلونو څخه خوندي شي، او په نړیواله ټولنه کې خپل جیوستراتيژیک اهمیت ترلاسه کړي (د یادونې ده چې د اوفا شبکه په همدې دلیل بېدار او روڼ اندي افغان ځوانان د پان افغانیزم  اخلاقي دوکتورین د ارمانونو د ترویجولو لپاره سره ټولوي  چې دا عمل د مطلق افغانیت ستراتيژۍ په نوم یادېږي).[15]

د دې نظریې نور اړخونه کېدای شي دا وي:

نسلي قرباني. هېواد کې شته ستونزې له نسلونو څخه نسلونو، او په دې توګه موږ ته په میراث رسېدلي دي. په خپل لنډ او را پاتې عمر کې دا  ټول نه شو حل کولای. اما د راتلونکو نسلونو لپاره ملي مواد / نظریات او پلتفورمونه رامنځته کولای شو. راتلونکي نسل ته د سیال کېدو لوی روایت او ستراتيژي وړاندې کولای شو. د خوېندو، مېندو، او پلرونو په ګډون – زموږ  ټول سیاسي، نظامي، او علمي رجال د افغان د راتلونکي نسل پر لوی روایت/ ستراتیژۍ د سمبالولو او روزلو دنده لري. موږ هر یو باید هڅه وکړو تر څو دا  بحث ملي حیثیت ترل اسه کړي.

د افغان د ځمکنۍ بشپړتیا بېرته اعاده کول. راتلونکي نسل ته دا ښودل چې د افغان پر زړه چې کومه کرښه ایستل شوې، باید ړنگه شي تر څو چې سیال او پر ځان بسیا شو.

د افغانانو تاریخي او دودیز ملګري. نړۍ کې اصل همدا ده چې ملګري باید ولرې. ځکه په یوازې ځان څه نه شې کولای. امریکا او ناټو متحدین یې او همدا ډول د خلیج هېوادونو (عربستان،امارات، بهرین، کویټ، قطر، او عمان) د همکاریو سازمان، او داسې نور یې ښېې بېلګې دي. ملګري او ملاتړي درسره په ګډه د وخت، مالي، او ځاني قیمت ورکوي. د انګليس صدراعظم چرچل غوښتل چې امریکا د جرمنیانو پر وړاندې په جګړه کې ښکیله کړي. خپلې جنګي کابینې ته یې وویل چې د امریکا ټولې غوښتنې ومنئ. د انګلیس هره صنعتي او اقتصادي ټولګه چې غواړي، ورته ویې وسپارئ، خو چې په جګړې کې مو بریا پر برخه شي.[16]

زموږ تاریخي او دودیز ملګري بلوڅ او سیندي ولسونه دي. له دوی سره باید زموږ اړیکې له سره ورغول شي تر څو  یوې سترې هوکړې ته ورسېږو. راتلونکو نسلونو ته په شعوري توګه دا ترزیق شي چې په سیمه کې د افغان ملګري بلوڅ او سیندیان دي. د بلوڅو او سیندیانو سره په ګډه افغانان کولای شي چې په سیمه کې د واک  معادله بدله کړي، هغه څه چې میرویس نیکه، احمد شاه ابدالي، شاه امان الله خان، شهید داود خان، او نورو  مشرانو کړي وو.[17]

د جنګ ګرامر او منطق.  د  منل شویو څېړنیزو موادو پر مټ ویلی شو چې ولسونه د خپل وروستي انقلاب او یا هم جګړې څخه زده‌ کړه کولای شي، نه د اوږده تاریخ له پاڼو څخه[18]. په تېرو لسیزو کې مو ملي پرېکړې پر اټکلونو او تشو باورونو ولاړې وې. په دیپلوماتیکو او جنګي ‌ډګرونو کې مو د پام وړ لاسته راوړنې نه درلودې. د نړېوالو سره مو ملکي او نظامي ملګرتیاوې هم له ستونزو ډکې وې. په ټوله کې زموږ تېر کلونه د ملي پښېمانېو او ستراتیژیکو غفلتونو څخه ډک دي. لیکن څه وکړو؟

د نړۍ ځینې نامتو ستراتیژستان (چې کلازویت/ سانزو/ لیدل هارت/ او داسې نور په کې راځي) پر دې باور دي چې جنګ باید د یوې ښې ملي [سیاسي] داعیې لپاره وشي. په ځانګړې توګه، لیدل هارت بیا پر دې باور دی چې جنګ باید د سولې/ سوکالۍ د راوستلو لپاره وشي.[19] افغانانو ته د خپلې خاورې د طبیعی کولو (یعنې اوبو ته د لاس رسی) ملي وجیبه تر غاړې دی چې ورته  نوي اصول، لکه مفکورې، ستراتیژۍ، او ورته اسباب باید په پام کې ونیول شي. په ولس کې باید له داسې ملي پازې څخه د ملاتړ او ورته د قربانۍ ورکولو شعور رامنځته شي. راتلونکي نسل ته باید دغه ستراتیژیک فکر او دود  ملي حیثیت  ولري او خپل وخت ور ته ځانګړی کړي.

پوهنه او روزنه. د پوهنې او روزنې روایتي او کلاسیک اړینتوب د درک  وړ دی. لیکن د هېواد شرایطو ته په کتلو – افغان مېرمنو ته باید د نوې ټېکنالوژۍ (لکه مجازي ،بریښناي، او چاپي میډیا) په وسیله عصري زده کړې وړاندې شي او د هېواد پالنې پر ارزښتونو دې ښې وروزل شي. افغان نسلونه باید دښمن وپېژني او د ملي ګټو روښانه تعریف ولري. دغه فکري بسیاینې ته د رسېدلو لپاره باید د هېواد پالنې غږ کلیو او بانډو ته ورسېږي. په ټوله کې،د عصري امکاناتو تر څنګ، د مېندو رغنده نقش په دې ملي بهېر کې حتمي دی.

پایله

د سیمي هژوموني/ برتري او پراختیا غوښتونکي هېوادونه په افغانستان کې نفوذ غواړي. له دې ډلې څخه، ایران او پاکستان بیا  د افغان لویې خاورې ته خپل د ستراتیژیک عمق په سترګو ګوري.  د بریا نوې نظریې (چې ستراتيژ یک دود، موخې، او د ولس د وخت په ګډون سترې ستراتيژۍ په کې شاملېږي) په نه شتون کې او په وچه کې پروت افغانستان او افغان حکومتونه کېدای شي په دې ونه توانېږي چې سیال شي او دغه هېوادونه حساب او کتاب ته اړباسي!

ماخذونه

  • ارستساستراُ ، کوتلیا. ” لرغونی هند کې  دیپلوماسي او جګړه،” ( د پوځي تاریخ جورنال: ۲۰۰۳)ُ https://muse.jhu.edu/article/40432
  • اولګا، ریزنیکوف. ملي صلابت په بدلېدونکي چاپېریال کې (د استراتيژیکو مطالعاتو انسټیټوټ، ۲۰۱۹).
  • آلفرد ماهان،آلفرد. د سمندري ځبرځواکو [هېوادونو]  نفوذ د تاریخ په اوږدو کې، ۱۶۶۰-۱۷۸۳( لندن: مرستان، ۱۸۹۰).
  • بار. دلومس. “د بریا نظریه،” پارامتر، ۳۸ مه (۲۰۰۸)، doi:10.55540/0031-1723.2419
  • فاروق انصاری،مرور بر تاریخ افغانستان معاصر جلد دوم (کابل افغانستان ، پوهنتون مشعل، ۱۳۹۵ ش).
  • جي اف پي ویبسایت. ” د پاکستان د پوځي طاقت-  ۲۰۲۳  سروې.” www.globalfirepower.com/country-military-strength-detail.php?country_id=pakistan ،( د څېړنو نېټه د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ ۴مه).
  • عبدالحی حبیبي، د افغانستان لنډ تاريخ ،( د افغانستان  د تاریخ پوهانو ټولنه، ۱۹۶۷).
  • د ایران ستراتيژیکو څېړنو مرکز “د خلکو واک یا ولسواکي د انقلاب په دوم قدم کې.” https://saramadan.css.ir/ .
  • جرفیز، روبیرت.  په نړېوالو اړیکو کې انګېړنې  [او] ناسم انګېړنې  (نوی جلد  پرنستن :۱۹۷۶).
  • کینیدي،پال. په جګړې او سولې[حالاتو] کې لوی استراتيژۍ. (د ايیل پوهنتون: ۱۹۹۱)،
  • لویس  ګډیس جان. لوی استراتیژي  (پنګین پریس نیویارک: ۲۰۱۸).
  • ماهان، آلفرد. د سمندري ځبرځواکو [هېوادونو]  نفوذ د تاریخ په اوږدو کې، ۱۶۶۰-۱۷۸۳( لندن: مرستان، ۱۸۹۰).
  • محمد علم فیض زاد، جرگه های بزرگ ملی افغانستان( ۱۳۶۸ ش).
  • پارک، جیحان. “جیو پولیتیک ته بیا کتنه: جغرافیه [یعنې] د سیاست/ چل او هنر لپاره د یو حربې په توګه،” ( د تکساس  د ملي امنیت اړوند ارزونو مرکرز [National Security Review]،۲۰۲۳).
  • سپلدنګ، رابړت. “د استراتیژیک دودونو تر منځ ټکر( ۲۰۱۹).
  • پانډې، اپرنا. د چینیاکا تر مودې: د هند د بهرني تګلارې تکامل.(هند: هارپر،۲۰۲۰)9353579074, 9789353579074
  • واړه هېوادونه: د سيالېو نړۍ کې د بریا استراتيژۍ–د شیخ محمد بن عبدالرحمن ال تاني[د قطر صدر اعظم] وینا– (اګست۲۳،۲۰۲۳) ،https://www.iiss.org/events/2023/08/small-states-strategies-for-success-in-a-competitive-world/

د واخان د پاڼو او لیکوالانو په اړه

دا د واخان د پاڼو له لړۍ څخه لومړۍ پاڼه یا کړی وه. د واخان پاڼې د اوفا شبکې د افغان مفکرینو د مرکز له خوا ترتیب او خپرېږي. د اوفا شبکه بېداره او روڼ اندي ځوان افغانان د پان افغانیزم ارمانونو د ترویجولو لپار سره ټولوي، چې دا عمل د مطلق افغانیت ستراتيژي په نوم یادېږي او د ملي حاکمیت د کړنو د  لارو چارو د بدلون او د یو پیاوړي مرکزي جمهوریت د راستنېدو لپاره به ترې ګټه اخلي.

په ټوله کې، اوفا پر لوی هېواد افغانستان باور لري.

وېب پاڼه: www.org4afg.org

برېښنالیک: info@org4afg.org

اېکس (X): www.x.com/org4afg

لیکوالان:

فضل الحق حقمل د اوفا شبکې مخکښی غړی دی. نوموړی غواړي چې د جنګ ادبیاتو (نظامي مفکورې او ستراتيژۍ) په برخه کې تخصص ولري.

یاسمین یعقوبي په اوفا شبکې د هویت خبرپاڼې مشره ده. آغلې یعقوبي د کابل پوهنتون د ژرنالیزم له پوهنځي څخه فارغه شوې. د افغاني ارزښتون ملاټړه او په لوی افغانستان باور لري.

 مریم اشرت د اوفا شبکې د مېرمنو څانګې  مسؤله او مدني فعاله ده. آغلې اشرت انتروپولوژیسته ده او د کابل پوهنتون څخه فارغه شوې.


[1]. د جي اف پي (GFP) ویبسایت. ” د پاکستان د پوځي طاقت-  ۲۰۲۳  سروې.” www.globalfirepower.com/country-military-strength-detail.php?country_id=pakistan ،( د څېړنو نېټه د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ ۴مه).

[2]. د پاکستان استراتيژيک دود مو په فیکر ۱ کې ارزولی.

[3]. د بېلګې په توګه د جهادي تنظیمونو ترمنځ جګړه، د اهل حل او عقد شورا / په مکه مکرمه کې د جهادي مشرانو ترمنځ د سولې تړون، د طالبانو ملاتړ، او داسې نور!

[4] . د ملي صلابت په هکله د معلوماتو لپاره د اولګا ریزنیکوف، ملي صلابت په بدلېدونکي چاپېریال کې (د استراتيژیکو مطالعاتو انسټیټوټ، ۲۰۱۹) کتاب ته مراجعه وکړئ.

[5] . د لوی استراتیژۍ په هکله  کولای شئ چې دلته معلوات ترلاسه کړئ:  پا ل کینیدي،په جګړې او سولې[حالاتو] کې لوی استراتيژۍ. (د ايیل پوهنتون: ۱۹۹۱)،۱-۷؛ د استراتيژیک دود لپاره ډول ډول تعریفونه و ړاندې شوي دي. له هغو جملې څخه دیو اهم د راپرت لیکنه ده:  رابړت سپلدنګ،”د استراتیژیک دودونو تر منځ ټکر — ۲۰۱۹؛او همدا ډول د یو استراتيژۍ د پلي کېدو لپاره د دود رامنځته کولو د اهمیت په اړه (البنه د تاریخ له اړخه)  دلته مراجعه وکړئ: جان لویس ګډیس، لوی استراتیژي . (پنګین پریس نیویارک: ۲۰۱۸)ُ۳۰-۴۰.

[6]. جیحان پارک، “جیو پولیتیک ته بیا کتنه: جغرافیه [یعنې] د سیاست/ چل او هنر لپاره د یو حربې په توګه،” ( د تکساس  د ملي امنیت اړوند ارزونو مرکرز [National Security Review]،۲۰۲۳)ُ۸۴ – ۹۰ Rethinking Geopolitics: Geography as an Aid to Statecraft – Texas National Security Review tnsr.org ؛ همدا ډول مراجعه وکړئ : آلفرد ماهان،د سمندري ځبرځواکو [هېوادونو]  نفوذ د تاریخ په اوږدو کې، ۱۶۶۰-۱۷۸۳( لندن: مرستان، ۱۸۹۰).

[7]. د جیحان پارک پورته علمي لیکنې(۸۴- ۹۰ پاڼې ) ته مراجعه وکړئ.

[8]. د جیحان پارک پورته علمي لیکنې(۸۴- ۹۰ پاڼې ) ته مراجعه وکړئ.

[9]. د بریا نظریه یعنې څه؟ دلته یې مطالعه کړئ:  ب. باردلومس، “د بریا نظریه،” پارامتر، ۳۸ مه (۲۰۰۸)، doi:10.55540/0031-1723.2419

[10] . د هند د استراتيژیک دود/ فکر لپاره: اپرنا، پانډې، د چینیاکا تر مودې: د هند د بهرني تګلارې تکامل.(هند: هارپر،۲۰۲۰)9353579074, 9789353579074؛ د کوټلیا چینیا کا نظریاتو د لوستلو لپاره دلته مراجعه وکړئ: کوتلیا ارستساستراُ ، ” لرغونی هند کې  دیپلوماسي او جګړه،” ( د پوځي تاریخ جورنال: ۲۰۰۳)ُ https://muse.jhu.edu/article/40432

[11] . د  اپرنا پانډې، د چینیاکا تر مودې—ته مراجعه وکړئ.

[12]. داستراتيژیکو مطالعاتو انسټيټوټ، واړه هېوادونه: د سيالېو نړۍ کې د بریا استراتيژۍ–د شیخ محمد بن عبدالرحمن ال تاني[د قطر صدر اعظم] وینا– (اګست۲۳،۲۰۲۳) ،https://www.iiss.org/events/2023/08/small-states-strategies-for-success-in-a-competitive-world/

[13] . د ایران ستراتيژیکو څېړنو مرکز “د خلکو واک یا ولسواکي د انقلاب په دوم قدم کې.” https://saramadan.css.ir/ .

[14] . د ایران د نظامي ضریبونو په هکله  معلوماتو لپاره:  سیټ جونس، در ې خطرناکه اشخاص: ایران، روسیه،چین ، او د غیرو متعارفو جګړو رامنځته کېدل (نارتن کمپنۍ: ۲۰۲۲) .

[15].  د اوفا شبکه ،” گد فکر:  د پان افغانیزم خلاقي دوکتورین/د مطلق افغانیت تگلاره،” ( رسمي ویپاڼه، ۲۰۲۲) Organized For Afghanistan | Organized For Afghanistan (org4afg.org)

[16] . پا ل کینیدي،په جګړې او سولې[حالاتو] کې لوی استراتيژۍ: ۴۱-۴۰.

[17] . محمد علم فیض زاد، جرگه های بزرگ ملی افغانستان( ۱۳۶۸ ش)، ۲۷-   ۳۵ ” تمام اقوام  اعم از تاجک،هزاره، بلوچ، و پشتون او را { میرویس خان هووتک}  به صفت رهبر آزادی خواه خود شناختند.”  فاروق انصاری،مرور بر تاریخ افغانستان معاصر جلد دوم (کابل افغانستان ، پوهنتون مشعل، ۱۳۹۵ ش) ، ۷ – ۱۷؛عبدالحی حبیبي، د افغانستان لنډ تاريخ ،( د افغانستان  د تاریخ پوهانو ټولنه، ۱۹۶۷) ،۴۰۵-۴۱۲ ” احمد شاه خپل د دېرشو زرو سرتېرو او  د نصیرخان او نورو په مشرۍ د بلوڅو له لسو زرو عسکرو  لاهور ته ورسېد..” همدار زار ، د احمدا شاه بابا او د سندیانو ترمنځ د دودیزو اړیکو د لوستلو لپاره ۴۱۶ -۴۱۷ پاڼو ته مراجعه وکړئ.

[18] . روبیرت جرفیز،  په نړېوالو اړیکو کې انګېړنې  [او] ناسم انګېړنې  (نوی جلد  پرنستن :۱۹۷۶)،۲۶۰-۷۰

[19] . پا ل کینیدي،په جګړې او سولې[حالاتو] کې لوی استراتيژۍ، ۱-۴.

Website |  + posts
اړوندې لیکنې

ځواب ورکړئ

تبصره مو ولیکئ!
نوم مو دلته ولیکئ

- Advertisment -
Google search engine

ډېرې لوستل شوې لیکنې

وروستۍ تبصرې