لوی انځور. د پان افغان ځلاند شاعر او فکري رهبر گیلهمن مهندسي شوی شهادت د پنجابي آیاېسآی کار و. د نوموړي شهادت د افغانانو په ستراتیژیک تاریخ کې لویه پېښه ده، ځکه د افغانانو خوځښت لوری او مومینټیم وموند. د افغانانو د خپلواکۍ درېرنگه بېرغ د نوموړي پر مزار هسک/ رپاند شو او په دې توگه د اکټوبر د ۱۱مې جرگې ته لاره هواره شوه.
جرگې او منظور پښتین د افغانانو احساسات، مادي او معنوي ملاتړ ترلاسه کړ.
جرگې ته د رسېدلو مزل او غیر افغاني پرېکړې
مزل. منظور پښتین، چې ان د احمد شاه بابا او ورته القاب ورکول کېږي، په بېلابېلو پلټفورمونو کې را څرگندېږي، له افغانانو د پېرزوینو، دعاگانو او مالي ملاتړ غوښتنه کوي. نوموړی د جرگې د اهمیت پر ستروالي ټینگار کوي، په خپله د ځاني امنیت اندېښنه لري، خو په پنجاب کې د رامنځته شوي وېرې او ډار په اړه باټې وهي.

ناڅاپي، منظور پر اېکس (پخواني ټوېټر) ټولنیزه شبکه له خپلې رسمي پاڼې څخه په اردو ژبه، چې مخاطبین یې پنجابیان وو، یو خبر لیک خپروي. په لیک کې د جرگې د موخو په اړه ډاډ ورکوي او ټینگار کوي جرگه د پښتنو پر ستونزو، او د سرچینو د مدیریت په هکله بحث کوي، یعنې د پاکستان داخلي موضوع ده.
مشر منظور وروسته د خیبر پښتونخوا ایالت له وزیر اعلی او پنجابي لاسپوسی گنډاپور سره په یوه رسنیزه ناسته کې راڅرگتدېږي. افغانان هک و پک پاتې کېږي. دا لومړی ځل دی چې د بېځایه هیلو د مړاوی کېدلو او پېکه کېدلو نښې را ښکاره کېږي.
وروسته جوتېږي چې گنډاپور د جرگې د تمویل لپاره مالي مرسته هم کوي او په جرگه کې ونډه اخلي!
د جرگې غیر افغاني غوښتنې. مشر منظور چې ځینې ورته د احمد شاه ابدالي او ورته القاب هم کاروي، د جرگې پرېکړې په داسې حال کې اعلانې کړې چې د لر او بر شعار نه اورېدل کېده، د افغان ملي بېرغ نه لیدل کېده، او نوموړي د افغانستان نوم د یوه خواږوي او بې پري سړي توگه یاد کړ(گیلهمن خو تر اوسه چا یاد کړی هم نه دی).
تر اوسه، نوموړی دا وضاحت نه ورکوي چې پوځ ته د وتلو لپاره د ۶۰ ورځو موده ټاکل شوې وه، دوی باید د افغان له خاورې وتلي وی یا یوازې له کلیو څخه بېرته خپلو گارنیزونونو ته (د گارنیزونونو موضوع ډېر حقیقت لري). د ډېورند پر کرښې له ویزې پرته تگ او راتگ غوښتنې سوداگریزه بڼه یا د افغانانو د مالکیت ادعا؟ د افغانستان یادونه، د برېښنا د بیل د ارزانولو او نورې پرېکړې د ارزونې او بحث لا نه دي.

اوسنی وضعیت او د کانفډرېشن راپورونه. منظور ستراتيژکه چوپتیا، چې د چل ول نښه ده، خپله کړې. یواځې د خپل د خوښي پلټفورمونو کې راڅرگندېږي او چوکاټ شوي خبرې کوي. سره له دې چې اسلام آباد ته خپل د موټرو له کاروانونو سره په آزاده تگ او راتگ، خو بیا وایي چې امنیت یې له خطر سره مخ دی.
بله دا چې، د یوې باوري سرچینې د معلوماتو له مخې، د جرگې اصلاح شې او تعدیل شوې غوښتنې د روان کال د جنورۍ په میاشت کې پنجابي لوري ته سپارل شوي. د دې غوښتنو په سر کې د کنفډرېشن بحث دی خو اړخونه (جزییات) یې روښانه نه دي. مثلاً موږ نه پوهېږو چې دوی پنجاب لوري ته څه مني او یا منلي دي!
افغانانو لپاره د دې بحث اهمیت.
د ۲۱مې پېړۍ له جیوپولیټیکو پرمختگونو سره په بشپړه همغږۍ او سمون، د افغانستان کلاسیک شتون او د دودیزو ارزښتونو بیا را ژوندي کول (یعنې د احمد شاه ابدالي برُج اور کلا او اوبو ته لاس رسی)، د پیاوړي مرکزي جمهوریت په گډون، زموږ د هېواد له ستراتېژیکو اړتیاوو څخه دي.
د دې اړتیاوو د پوره کېدلو په صورت کې، افغان ولس رقابتي برلاسی (لکه ستراتیژیک دریځ/ د پرېکړو ځواک، اړوند پاتې کېدل، او وړ اعتبار) ترلاسه کولای شي.
په دې لاره کې د ډېورنډ استعماري، استثماري او تپل شوې کرښه (چې د افغانانو پر زړه کښل شوې)، یو له سترو خنډونو څخه دی. یعنې، زموږ خاور باید بېرته طبعیي او پولې مو ملي شي.
ولسونه له وروستي انقلاب او جگړې څخه ډېر څه زده کوي، نه له اوږده تاریخ څخه. همدا ډول، ولسونه هغه وخت ناکامېږي چې د غلطو پوښتنو لپاره سم ځوابونه او د زړو پوښتنو لپاره د نویو ځوابو په لټه کې وي. هغه ولسونه چې داسې شعارونه ورکوي چې نننۍ اړتیاوې نه پوره کوي، په کږه لاره روان دي.
موږ له لسیزو را په دې خوا وینوو چې د لر او بر شعار د خلکو د تېر ایستلو حربه گرځېدلې (واقعي او عملي بڼه یې نه ده خپله کړې). یعنې دغه کاروان له لسیزو را په دې خوا، ځای پرځای پاتې دی. محمود خان به هم همدا ویل او منظور خان هم همدا شعار وایي. چې ویې پوښتې، بیا وایي شرایط برابر نه دي — حال دا چې شرایط موږ په خپله باید برابر کړو.
له افسانو، حکایتونو، او ساینس فیکشنو( تخیلاتو) لرې، حقیقت دا دی چې د لر او بر شعار نور خپل ربط له لاسه ورکړی دی. یواځې د روان وضیعت (گارنیزون شوي/ محاصره شوي) افغانستان د دوام معنی لري.
وړاندېزونه
— منظور پښین که د احمد شاه ابدالي د برُج اور افغانستان غوښتونکی دی، او خپل تاریخي برم ته رسېدل غواړي، افغانانو ته دې د یو ځای کېدو لپاره ملي مایلستو ن چمتو کړي. ترڅو موږ د منظور پښتین څخه خپل د ملاټړ پر پاراډیم پوه شو.
— د جرگې او له هغه وروسته د پټو ناستو/غوښتنو په هکله دې افغانانوته سپیناوی ورکړي تر څو د ده په هکله رامنځته شوې بدگمانۍ لرې شي.
— د جرگې لپاره یې چې له افغان ډیاسپورا څخه پېسې ټولې کړي دي، د مصرف په اړه دې یې وضاحت وړاندې کړي.
په پای کې، زموږ د پان افغان کهول د ډاکټر نجیب، ارمان لوڼي، عثمان کاکړ، گلیهمن، دوا خان مینهپال او نورو ټولو افغان شهیدانو وینو ته درناوی لري.
زموږ په زړونو کې د احمد شاه ابدالي د برُج اور افغانستان هیلې او ارمانونه لاهم تاند، تازه، او زلمي دي. ورته د رسېدلو لپاره یې، د انسجام د پراختیا په درشل کې یوو.



