د پښتو ادب معاصر پړاو د روښانه ستورو په درلودلو سره ځانگړی کېږي، چې هر یو یې نه یوازې د پښتو ژبې د بډاینې او پراختیا لپاره بېسارې هلې ځلې کړې، بلکې د هېواد د فرهنگي پانگې په بډاینه کې یې هم نه هېرېدونکی رول لوبولی دی. د دوی گډه ځانگړنه د پښتو ژبې د هويت ساتنه، وده او علمي کولو ته ژمنتيا ده، چې له همدې امله دوی د پښتو ادب په تاریخ کې د تل لپاره ځانگړی ځای لري.
۱. لوی استاد او پوهاند علامه عبدالحی حبیبي. علامه حبیبي د شلمې پېړۍ د پښتو ژبې او ادب یو ستر څېړونکی او مورخ و. نوموړي د پښتو ژبې د لرغونو او ارزښتاناکو آثارو په راټولولو، څېړلو او خپرولو کې مخکښ رول ولوباوه. د هغه مشهور اثر “د پښتو ژبې او ادب تاریخ” د پښتو ادب د بېلابېلو دورو په اړه یو هر اړخیز او مستند اثر گڼل کېږي. حبیبي د افغانستان د تاریخ په اړه هم ژورې څېړنې کړي او د هېواد د تاریخ لیکنې په برخه کې یې بنسټیز کارونه کړي دي. د هغه علمي او ادبي آثارو نه یوازې پښتو ژبې ته خدمت دی، بلکې د سیمې په کچه هم د پاموړ دي.

۲. پوهاند صدیق الله رښتین. پوهاند رښتین د پښتو ژبې د لرغونو خطي نسخو، تاريخي اسنادو او ادبي آثارو په موندلو، ترتیبولو او علمي تدوین کې یو ستر شخصیت و. هغه د پښتو ادب د کلاسیکو شاعرانو او لیکوالانو ډېر ارزښتناک آثار له منځه تللو څخه وژغورل او د هغو عملي چاپ یې یقیني کړ. د هغه هڅو د پښتو ادب د تاريخي تسلسل او د پخوانیو ادبي روایتونو په پېژندلو کې ارزښتناکه مرسته کړې ده. د رښتین صاحب څېړنو د پښتو ژبې د لرغونتیا او د هغې د ادبي شتمنۍ په اړه نوي لیدلوري وړاندې کړل.

۳. پوهاند عبدالروف بېنوا. بېنوا صاحب یو څو اړخیز ادبي شخصیت و، چې د شاعر، لیکوال او نقاد په توگه یې ځانگړی نوم درلود. د هغه شعري او نثري آثارو د پښتو ادب په معنوي او هنري بڼه کې ژور بدلون راوست. بېنوا په خپل ادبي ژوند کې د ژورنالېزم او فرهنگي فعالیتونو له لارې هم د پښتو ژبې د ودې او پراختیا لپاره نه ستړي کېدونکې هلې ځلې وکړې او د پښتو ادب مینهوالو ته یې یو نوی فکر او ادبي ذوق ورکړ. د هغه مقالې او ادبي لیکنې د وخت په سیاسي او ټولنیزو مسایلو هم رڼا اچوي.
۴. گل پاچا الفت. الفت صاحب د پښتو ادب یو ژور فکر لرونکی، د اصلاحي ادبیاتو مخکښ او د بیان د سلیس والي په برخه کې یو بېساری لیکوال و. د هغه شعري ټولگې، مقالې او د فولکلوریکو مطالبو راټولونه د پښتو ادب د ارزښتمنو اثارو څخه شمېرل کېږي. الفت په خپلو آثارو کې د ټولنیز عدالت، اخلاقي اصولو او د ولس د اصلاح لپاره ژور پیغامونه وړاندې کړي دي. د هغه لیکل د پښتو ژبې د محاورې او عامیانه اصطلاحاتو څخه په سمه توگه گټه اخلي، چې له امله یې د هغه لیکنې د عامو خلکو لپاره هم د پوهېدو وړ دي.
۵. استاد قیام الدین خادم. استاد خادم د پښتو ژبې، ادب او فرهنگ په بېلابېلو برخو کې د پام وړ خدمتونه ترسره کړي دي. هغه د شاعرۍ، نثر لیکلو، ژباړې او ادبي نقد تر څنگ د پښتو ژبې د علمي او اکاډمیکو بنسټونو په جوړولو کې فعاله ونډه اخیستې ده. خادم صاحب د پښتو ژبې د عصري لیکلو لپاره نوې لارې چارې وړاندې کړې او د پښتو ادب د معیاري کولو لپاره یې هڅې کړې دي. د هغه علمي او ادبي آثار د پښتو ژبې د زدهکړې او څېړنې لپاره یو مهمه مرجع گڼل کېږي.

دغو پنځو سترو شخصیتونو په گډه دا پیغام درلود چې د پښتو ژبې پیاوړتیا، وده او پراختیا نه یوازې د پښتو ژبې د ویونکو لپاره مهمه ده، بلکې د ټول هېواد د ملي یووالي او فرهنگي پرمختگ لپاره هم اړینه ده. دوی د خپلو علمي څېړنو، ارزښتناکو لیکنو او د پښتو ژبې د خپرولو له لارې د پښتو ادب د بیا را ژوندي کولو او معیاري کولو لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې وکړې او د دوی ادبي او علمي میراث به تل د پښتو ادب مینهوالو ته د روښانه ستورو په څېر لارښوونه کوي.
په خواشینۍ سره، نن سبا ځینې لوستي کسان او د پوهې خاوندان د معیاري پښتو ژبې له اصولو څخه سرغړونه کوي. د مثال په توگه، د “پ” توري پر ځای په ناپوهۍ سره “ف” کاروي او یا د “ږ” توري پر ځای “گ” لیکي. تر دې هم بدتره دا چې د کلیو او کوڅو ځینې غیر معیاري تلفظونه او لهجې د رسمي ژبې په توگه رواجوي. دا ډول کړنې نه یوازې د پښتو ژبې اصلي ښکلا او علمي معیار ته زیان رسوي، بلکې د ژبې پر وړاندې یو ډول ناانصافي او بېپروايي هم ده. د افسوس ځای دا دی چې د دې ناسمو کړنو ډېری مخکښان هغه ژورنالیستان او لیکوالان دي چې د ژبې په اړه یې ډیر مسؤلیت درلود. اړینه ده چې د ژبې اصالت او پاکوالي ته د درناوي په خاطر د دې ناوړه دود مخه ونیول شي. دا د ټولو لیکوالانو، ژورنالیستانو، ښوونکو او هر هغه چا ملي او ادبي مسؤلیت دی چې په پښتو ژبه لیکي او خبرې کوي، تر څو موږ د خپلو سترگو لیدلې ارزښتناکه فرهنگي شتمني له لاسه ورنه کړو او راتلونکو نسلونو ته یې په سمه او معیاري بڼه وسپارو. د ژبې پالنه د خپل هویت او تاریخ پالنه ده.
محمد خالد وردگ
محمد خالد وردک په کالیفورنیا کې اوسیږي او د اوفا شبکې د مفکرینو مرکز مشر دی. هغه په کالیفورنیا ایالتي پوهنتون کې د محاسبې، مالي چارو او اقتصاد په برخو کې زده کړې کړي او په ګڼ شمېر شخصي او غیر انتفاعي سازمانونو کې مسلکي دندې ترسره کړي دي. ښاغلی وردک د تاریخ، فلسفې او ادبیاتو مطالعه کوي او د افغانستان په پرمختګ کې د خپلې پوهې او تجربې په کارولو ژمن دی.