لیکوال: ذبیحالله خالد بریالی
یادښت: دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی او هویت نیوز یې د لیکوال په غوښتنه له هر ډول لاسوهنې، سمون، زیاتوالي او کموالي پرته خپروي. هویت نیوز
افغانستان د خپل تاریخ په اوږدو کې له داخلي او خارجي ستونزو سره مخ و. د دې بحران اصلي لامل یوازې بهرنی مداخله نه، بلکې هغه خاینان، وابسته کسان او د پردیو روزل شوي افراد دي چې د بهرنیو قوتونو په مرسته یې د هېواد پر سرنوشت لوبې کړي. دا موضوع په دریو مهمو تاریخي دورو کې ارزولای شو:
۱. د شوروي نقش (۱۹۷۰مه لسیزه)
په دې دوره کې، شوروي اتحاد کمونیستي نظریات خپاره کړل او د خلق دموکراتیک ګوند (PDPA) یې ملاتړ وکړ. د دې ګوند غړي په شوروي کې روزل شوي وو او د افغانستان د سیاسي نظام د بدلون هڅه یې وکړه. د ۱۳۵۷ کال د ثور کودتا چې د شوروي پلوه کسانو لخوا ترسره شوه، د محمد داوود خان حکومت راپرځاوه او د ۱۳۵۸ (۱۹۷۹) کال شوروي یرغل ته یې زمینه برابره کړه. دا یرغل د کورنیو جګړو، د مجاهدینو مقاومت او د افغانستان د پراخې ورانۍ لامل شو.
۲. د پاکستان،سعودی امریکا،اروپا او انگلیس نقش (۱۹۹۰مه لسیزه)
کله چې شوروي ځواکونه په ۱۹۸۹ کې له افغانستانه ووتل، هېواد د کورنیو جګړو ښکار شو. هغه مجاهدین چې زیاتره یې په پاکستان کې روزل شوي وو، د قدرت لپاره سره وجنګېدل. پاکستان د دې جګړو په اوږدو کې مهم رول ولوباوه او د بېلابېلو ډلو ملاتړ یې وکړ. دا جګړې، چې تر ۱۹۹۶ پورې د طالبانو تر ظهور دوام وکړ، کابل او نور ښارونه ویجاړ کړل او دولتي بنسټونه یې له منځه یووړل.
۳. د امریکا نقش (۲۰۰۱-۲۰۲۱)
د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱ بریدونو وروسته، امریکا د ترهګرۍ ضد جګړې په نوم پر افغانستان یرغل وکړ او د طالبانو حکومت یې ړنګ کړ. خو په تېرو شلو کلونو کې، پر ځای د دې چې ملي ادارې پیاوړې کړي، د پردیو مزدورانو او فاسدو اشخاصو واک ته رسولو ته یې لومړیتوب ورکړ. دغه افراد، چې “ټامیان” بلل شوي، نظامي او سیاسي جوړښتونه یی فاسد کړل او د خلکو بېباوري یې پراخه کړه. د همدې ناکام سیاستونو له امله، کله چې امریکا په ۲۰۲۱ کې له افغانستانه ووتله، حکومت بې له جدي مقاومت سقوط وکړ.
۴. د خاینو، جاسوسانو او د پردیو لاسپوڅو رول
امرالله صالح،حنیف اتمر،حمد الله محب، معصوم ستانکزی،فضل محمود فضلی، عمر داوودزی، زاخیلوال،فاروق وردگ،ضیا الحق امرخیل،متین بیگ، شاکر کارگر،وحید عمر،د غنی د کورنی بعضی غړی،احمد ضیا مسعود،احمد مسعود، ډاکټر یاسین ضیا، ضیا سراج، خوشحال سادات، مسعود اندرابي، حکمت خلیل کرزی،سمیع سادات،رحمانی،مصطفی مستور او سرور دانش دا هغه کسان دي چې د بهرنیو قوتونو د اجندا د عملي کولو وسیله ګرځېدلي و او دی. که څه هم د دوی د خیانت کچه ممکن یو له بل سره توپیر ولري، خو افغانان باید له دوی حساب واخلي او د دوی د کړنو پوښتنه وکړي.
پایله:
که څه هم بهرنیان د افغانستان په بحران کې مهم رول لري، خو د داخلي خاینو پرته به دوی دومره قوي اغېز نه درلود. د دې لپاره چې افغانستان له دوامداره بحران څخه ووځي، باید د بهرني نفوذ پر ضد مبارزه وشي او یو ملي، خپلواک او شایسته دولت رامنځته شي.