جمعه, دسمبر 12, 2025
spot_img
کورخبر و تحلیلافغانستان/لوی هېوادد ارمان لوڼي شپږم تلین: د ارمان لوڼي او د لوی هېواد...

د ارمان لوڼي شپږم تلین: د ارمان لوڼي او د لوی هېواد د نورو شهیدانو اروا دې ښاده او یاد دې یې تل وي

د فبروري ۲یمه د پان افغان شاعر، مبارز او د بشري حقونو د مدافع د مظلومانه شهادت شپږم تلین دی. ارمان لوڼی د ۲۰۱۹ کال د فبروري پر ۲یمه نېټه پر سر باندې د پنجابي ځواکونو له خوا له وهل کېدلو وروسته شهید شو.

موږ باور لرو چې د افغان د پولو ملي کولو ته د پاشل شویو فکرونو، ماتو شویو تمثیلونو، او ناکامو سناریوگانو له لارې موخې ته نه شو رسېدلای.

لکه د «لرو بر» شعار، چې یوازې د کلیماتو او شعار تر کچې، لکه ځای پر ځای پاتې شوی کاروان دی.

موږ یو نوي پاراډایم ته اړتیا لرو، یو داسې لیدلوري ته چې د نوښت، عمل، او واقعي بدلون بنسټ او اساس وي.

که موږ د بُرج‌ اور افغانستان، د افغان کادرونو د جذبولو، د افغان د سرچینو او شتمنيو د کارولو هیله لرو، نو باید د افغان شهیدانو د وینې په درناوي له تشو شعارونو او عوام‌فریبۍ ور هاخوا، عملي گامونه واخلو.

هېره ده نه وي، چې د لوی هېواد ارمانجن شهید ابراهیم ارمان لوڼي، شهید عثمان خان کاکړ لالا او د ملي بیرغ او لوی هېواد گیله‌من شهید گیله‌من وزیر د لوی هېواد پر ننگ زموږ ابدي دښمن پنجاب وژلي. پنجاب پوهېده چې دوی هر یو د لوی افغانستان ستر او سپېڅلی ارمان پالي او کار ورته کوي. ارمان به ویل، چې له منافق پنجاب به د هرې وژنې، هر اېنج او د ۷۰ کلونو د هر ظلم او ذرې ذرې حساب غواړي.

د دې حرکت د خوځښت لپاره موږ ملي مایلسټون، د افغان خاوري د یو ځای کېدلو (لوی هېواد) ټاکلې نېټې، ته اړتیا لرو.

د لوی هېواد د شهېدانو یاد دې تل وی.

هویت نیوز

Website |  + posts
اړوندې لیکنې

ځواب ورکړئ

تبصره مو ولیکئ!
نوم مو دلته ولیکئ

- Advertisment -
Google search engine

ډېرې لوستل شوې لیکنې

وروستۍ تبصرې