شنبه, دسمبر 13, 2025
spot_img
کورټولنه او اقتصادښوونکی: د علم، رسالت او ټولنیزې اصلاح ستر مامور

ښوونکی: د علم، رسالت او ټولنیزې اصلاح ستر مامور

د معاصر افغانستان د تراژیدۍ په رڼا کې د الهي مقام او نبوي سنت انحراف

سریزه

پرون د ښوونکي نړۍواله ورځ وه، خو زموږ لپاره دا یوازې یوه سمبولیک ورځ نه، بلکې د ژور فکر، وجدان، او ټولنیزې وجیبې یوه چیغه ده. دا د هغه شخصیت ورځ ده چې د انساني کرامت، فکري بیدارۍ، او ټولنیز شعور ریښه گڼل کېږي. معلم هغه څوک دی چې ذهنونه روښانوي، نسلونه روزي، او ټولنه جوړوي.

خو په خواشیني سره نن، په افغانستان کې، دا الهي مقام له ټولو خواوو تر برید لاندې دی. د یو ملت ښوونکی نن یا بېکاره شوی، یا خاموش شوی، یا بندي شوی. د تعلیم دروازې بندې دي، او د پوهې ستوری تر سیوري لاندې دی. دا یوازې د جهالت پړېکړه نه ده، بلکې یوه لویه استخبارتي لوبه ده چې د افغانستان نسلونه له تعلیم څخه بې‌برخې شی، پردیو ته محتاج شی او افغان ملت له تمدني مسیر څخه وایستل شي. دا هر څه د اسلام تر نامه لاندې کېږی، خو دا د یو څرگند نبوي سنت انکار او د ټولنیز وجدان مړینه ده.

 دمعلملغوي او مفهومي ریښه

د “مُعَلِّم” لغت له عربي ژبې څخه دی، او د “تَعليم” له مصدر څخه اخیستل شوی، چې د ع-ل-م درېو‌ توریو ریښه لري:

عَلِمَ – پوهېدل

عَلَّمَ – ښوونه کول، په دوامداره بڼه

مُعَلِّم – هغه څوک چې علم رسوي، ذهن بیداروي، او فکر ته جهت ورکوي

په پښتو کې دا د “ښوونکی” معنا لري، خو په ژوره معنا کې، دا د فکر، اخلاقو او ټولنیز بدلون انجن دی.

 د معلم الهي مقامقرآن او وحی ته ستنیدل

د معلم مقام یوازې د انسان له تجربو نه، بلکې له آسماني وحې څخه پیلېږي. قرآن‌کریم تعلیم د الله د صفتي افعالو برخه معرفي کوي:

الرَّحْمَٰنُ، عَلَّمَ الْقُرْآنَ 
(الرحمن: 1–2)

همدارنګه:

وَعَلَّمَ آدَمَ الْأَسْمَاءَ كُلَّهَا
(البقرة: 31)

دا آیتونه ښيي چې تعلیم یوازې معلومات نه دي، بلکې دا د خالق او مخلوق تر منځ رابطه ده، دا د انسان د کرامت بنسټ دی. له همدې زاویې، معلم هغه څوک دی چې د الله د “عَلَّمَ” صفتي فعل تسلسل ته دوام ورکوي. که څه هم “المُعَلِّم” د الله رسمي نوم نه دی، خو د معنوي مفهوم له مخې، الله تعالی “لومړنی معلم” بلل کیدای شی.

 معلمد نبوي سنت اصلي محور

رسول الله ﷺ په خپله خپل رسالت معلمي تعریف کړی دی:

“إنما بُعِثتُ مُعَلِّمًا”
(زه خو یوازې د ښوونکي په توگه رالېږل شوی یم) – ابن ماجه

نبوي رسالت، د معلمۍ یو بشپړ ماډل دی، چې درې بنسټونه لري:

تعلیم الکتاب والحکمة – د الهي وحې او حکمت انتقال

تزکیه النفس – د انسان اصلاح او اخلاقي ارتقا

الخروج من الظلمات إلی النور – د ټولنیز بدلون قیادت

نو پیغمبر ﷺ یوازې یو روحاني مشر نه و، بلکې د فکر، عمل، اخلاقو او سیاست معلم هم و. نننی معلم، د هغه رسالت د دوام استازی دی.

 معلم: د تمدنونو معمار

په اسلامي تمدنونو کې، معلم د تمدن د بنسټ ډبره گڼل شوې. د بلخ،‌ هرات، بغداد، قرطبې، بخارا او اندلس زرین دور د هماغو معلمینو د هڅو او کارونو پایله وه چې علم ته یې د عبادت مقام ورکړی و.

يَرْفَعِ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَالَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجَاتٍ
(المجادلة: 11)

په دې الهي وعده کې یوازې عالمان نه، بلکې معلمان هم شامل دي – ځکه د هر عالم، مفکر، قاضي، رهبر او مصلح د مسلک او کار پیل له یوه معلمه پیل شوی دی. معلم د ټولنیز بدلون هغه غږ دی چې تاریخ ته جهت ورکوي. که دا غږ خاموش شي، ټولنه ړنده پاتې کېږي.

 د افغانستان تراژیديعلم بند، معلم ځپلی

په معاصر افغانستان کې، دا غږ نه یوازې خاموش شوی، بلکې ځپل شوی. د معلم مقام نن له څو اړخونو څخه تر برید لاندې دی.

الف. د ښځینه معلمینو جبري حذف

د نجونو د تعلیم بندیدل، د ښځینه معلمینو له زده‌کړې او ښوونې منع کول، یوازې یو تعلیمي تصمیم نه دی – دا د انساني کرامت او دیني اصولو خلاف عمل دی. دا هغه میرمنې وې چې د نبوي تزکیې پیغام یې د مورني رحمت له لارې انتقالاوه – خو نن له رسالته محرومې شوې دي.

ب. د ویر او سانسور فضا

معلم نن اجازه نه لري چې فکر وکړي، سوال وکړي، نقد وکړي. علمي مراکز سیاسي شوي، درسي فضا استخباراتي خاموشۍ چاپېره کړې ده. دا هغه فضا ده چې علم په کې نه غوړېږي – بلکې تکرار، ویره او فرمانبرداري حاکم دي.

ج. د معلم اقتصادي سقوط

معلم چې باید د ټولنې فکري پانگه وي، نن د اړینو اړتیاوو د نه‌ پوره کېدو له امله له علم نه لوږې ته اړ شوی او پر سړکونو کراچۍ چلوي او یا روزانه مزدوری ته دریدلی وی تر څو خپلو کورنیو ته یوه گوله حلاله نفقه پیدا کړی. دا یوزې یوه بې‌عدالتي نه ده، دا د راتلونکي نسل د سقوط پیل دی. یو ملت چې خپل معلم وږي پرېږدي، خپل فکر او راتلونکی له منځه وړي.

 پایله: معلم بېرته خپل مقام ته رسولد بقا یوازینۍ لاره

معلم د الهي صفتي عمل تسلسل دی. د نبوي سنت د تطبیق عملي وسیله ده. که یو ملت غواړي له غریبي، محتاجی،‌ جهالت، ظلم او استبداد څخه خلاص شي، باید معلم ته بېرته هغه مقام ورکړي چې وړ یې دی.

دا ورځ باید یوازې د ویناگانو نه وي، بلکې د ژمنتیا، د عدالت غږ، او د ټولنیز قیام ورځ وي. معلم ته باید فکري، اقتصادي او سیاسي آزادي ورکړل شي – تر څو وکولای شي د الله دا فرمان بیا ژوندي کړي:

اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ… عَلَّمَ الْإِنسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ
(العلق: 1, 5)

معلم ته درناوی، د علم دروازې خلاصول، او د ښځو او نجونو تعلیم ته لاسرسی – دا د اسلامي ارزښتونو ژوندي کول دي، نه یې خلاف.

د معلم عزت، د ملت عزت دی!
د علم آزادي، د ټولنې آزادي ده!
دا د افغان ولس د بقا، پرمختگ او وقار یوازینۍ لاره ده!

محمد خالد وردگ
Website |  + posts

محمد خالد وردک په کالیفورنیا کې اوسیږي او د اوفا شبکې د مفکرینو مرکز مشر دی. هغه په کالیفورنیا ایالتي پوهنتون کې د محاسبې، مالي چارو او اقتصاد په برخو کې زده کړې کړي او په ګڼ شمېر شخصي او غیر انتفاعي سازمانونو کې مسلکي دندې ترسره کړي دي. ښاغلی وردک د تاریخ، فلسفې او ادبیاتو مطالعه کوي او د افغانستان په پرمختګ کې د خپلې پوهې او تجربې په کارولو ژمن دی.

 

محمد خالد وردگ
محمد خالد وردگhttps://hoyat.news/
محمد خالد وردک په کالیفورنیا کې اوسیږي او د اوفا شبکې د مفکرینو مرکز مشر دی. هغه په کالیفورنیا ایالتي پوهنتون کې د محاسبې، مالي چارو او اقتصاد په برخو کې زده کړې کړي او په ګڼ شمېر شخصي او غیر انتفاعي سازمانونو کې مسلکي دندې ترسره کړي دي. ښاغلی وردک د تاریخ، فلسفې او ادبیاتو مطالعه کوي او د افغانستان په پرمختګ کې د خپلې پوهې او تجربې په کارولو ژمن دی.  
اړوندې لیکنې

ځواب ورکړئ

تبصره مو ولیکئ!
نوم مو دلته ولیکئ

- Advertisment -
Google search engine

ډېرې لوستل شوې لیکنې

وروستۍ تبصرې