هویت نیوز – کابل
په داسې حال کې چې د افغانستان طبیعي زېرمې د چور، تالان او غیرقانوني معاملاتو لاندې دي، طالبانو د کانونو د قراردادونو په بدل کې له پانگوالو څخه تر ۲۵ سلنه کمېشن غوښتنه پیل کړې ده.
د طالبانو لوږه: خپله بقا، خپل جېبونه
طالبان، چې له نړۍوالې انزوا او اقتصادي سقوط سره مخ دي، اوس هڅه کوي چې د معادنو له لارې خپل واک وساتي. د دوی تمرکز پر دې دی چې هر ممکنه سرچینه وکاروي، څو خپل محدود نظام ته دوام ورکړي. د کانونو د استخراج قراردادونه، چې باید د هېواد د اقتصاد لپاره حیاتي وي، د طالبانو له لوري د شخصي گټو لپاره استثمارېږي.
پانگوال: طالبان د باور وړ نه دي
زیاتره پانگوال، چې کولای یې شول د افغانستان د کانونو په سکتور کې پانگونه وکړي، له دې کاره ډډه کوي. دلیل یې دا دی چې د طالبانو پر تړونونو باور نه لري، او په ډېرو مواردو کې، پانگوالو ته د دوی پېسې بېرته نه ورکول کېږي.
یو پانگوال، چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، هویت نیوز ته وویل:
«د طالبانو د کانونو وزارت کې چې کوم فساد روان دی، د جمهوري نظام د وخت فساد لا دې نه شي ورسېدلی. دا یو سیستماتیک چور دی، چې یوازې د طالبانو مشرانو او د دوی داخلي کړیو ته یې گټه رسي، نه افغانانو ته.»
افغان پانگوال
د کانونو اقتصادي اهمیت او د طالبانو غیرقانوني استثمار
د افغانستان کانونه، چې له مسو، لیتیمو، زمرودو، سرو زرو یا طلا، اوسپنې او گڼو نورو قیمتي زېرمو څخه ډک دي، د هېواد د اقتصادي ودې لپاره حیاتي ارزښت لري. د متخصصینو پر باور، که د دې کانونو قانوني استخراج وشي، افغانستان کولای شي خپل اقتصاد پیاوړی کړي.
خو طالبان له قانون او روڼتیا پرته، دا معادن د خپل نظام د بقا لپاره د چور وسیله گرځولې. د دوی غیرقانوني کمېشن اخېستل، د پروژو پر وړاندې خنډونه جوړول، او د معادنو د استخراج چارې د خپلو افرادو تر واک لاندې راوستل، د دې لامل شوي چې نه نړۍوال پانگوال او نه داخلي سوداگر د کانونو په سکتور کې پایداره پانگونه وکړي. یوازې له طالبانو سره تړلي مفسد، او د سیمې د هېوادونو استخباراتي شرکتونه په دې برخه کې پانگونه کوي چې استثماري او د لوټ بڼه لري.
د هېواد د طبیعي شتمنیو برخلیک
اوسنی وضعیت دا ښیي چې که طالبان پر کانونو خپل ولکه دوام ورکړي، نو نه یوازې دا چې د افغانستان اقتصادي راتلونکی به له خطر سره مخ شي، بلکې د هېواد طبیعي شتمنۍ به د محدودو اشخاصو جېبونو ته ولاړې شي، نه د عامو افغانانو ژوند ته.
په داسې حال کې چې افغانان له اقتصادي بحران، لوږې، او بېکارۍ سره لاس او گرېوان دي، طالبان د معادنو پر سر خپل شخصي تجارتونه مخته وړي. دا د هغو ناورینونو دوام دی، چې د دوی له واکمنۍ سره افغانستان ورسره مخ دی.