کورفرهنگ و هنرواورينه ورځ

واورينه ورځ

ماشومانو ته کيسه: فرزانه زيار
یوه ورځ په کلي کې سپینه واوره ورېده. ماشومان ډېر خوشحاله شول. اسد خپل ګرم جمپر، موزې او دستکشې واغوستې، له کوره راووت، واوره يي په لاسونو کې واخيسته او ورته یې وخندل. واوره لکه د پنبې‌ټوټې ورو ورو له اسمانه راکوزېده.
اسد او د کلي نورو ماشومانو یو ځای سره لوبې کولې. د ځلا لاسونه د یخ له امله تک سره شوي وو. اسد خپلې ګرمې دستکشې له لاسونو وايستلې او ځلا ته يي ورکړې. ځلا وخندل او ژر يي دستکشې واغوستې،
ټولو په ګډه یو کوچنی د واورې سړی جوړ کړ. دوی ورته د ډبرو سترګې او د لرګي پوزه کېښوده. لږ وروسته واوره ودرېده او لمر راوخوت.
د واورې سړی ورو ورو وېلې کېده.
د کلي ټول ماشومان په خندا خندا خپلو کورونو ته لاړل. ځلا له خپلو کوچنیو لاسونو دستکشې را وایستلې او بېرته یې اسد ته ورکړې.
اسد پوه شو چې مهرباني او مرسته کول تر هرې لوبې ډېر ارزښت لري.
فرزانه زيار

+ posts
مخکینۍ لیکنه
راتلونکې لیکنه
اړوندې لیکنې

ځواب ورکړئ

تبصره مو ولیکئ!
نوم مو دلته ولیکئ

- Advertisment -
Google search engine

ډېرې لوستل شوې لیکنې

وروستۍ تبصرې