لنډهکيسه: فرزانه زيار
د پتلون لۀ جيب نه مې موبايل راواخيست، د سهارشپږ نيمې بجې وې، قدمونه مې ګړندي کړل چې اوس کاستر راڅخه لاړ نه شي، زۀ د ژورناليزم پوهنځي محصل وم،تر پوهنتونه دوه موټره لار وه، وړو موټرو به ډېره کرايه اخيسته نو ځکه به مې ډېر کوشش کاوۀ چې ځان بس ته وربرابر کړم چې راڅخه ولاړ نۀ شي،دبس به هم دقيق وخت نه وو معلوم کله به لس دقې مخکې او کله به پس راورسيدۀ، خو بختور به ورته برابر شواو کمبخت به پاتې وو ….
چې سرک ته ورورسيدم، ګورم د سرک په چپ طرف دکلي څو سپينږيري، مخور، د مکتب مدير او دوه ملکان ولاړ دي، له غوږونو مې ګوشکۍ راوښويوله، ځان سره تريو شوم ،
اوفففف اوس دوی ته څوک ستړي مشي ورکوي، خو بیا د پلار خبر راياده شوه چې تل به يي ويل:
هلکه سم به د سړي زوی کيږې، دهر چا قدر به پيژنې،د چا لور و خور ته به په بده نۀ ګورې، چې نوم مې د باندې روښانه شي،
ورغلم هر يوه ته مې جلا لاس ورکړ، هغوی هم ډېر تشويق کړم، ويل يي : « آفرررررين دې په ها پلار او خاندان شه چې درباندې درسونه وايي،
بچيه درسونه د ښه وايه چې بیا لخيره ډانټر شې
زۀ هم ځان سره موسک موسک کيدلم،
چې دې وخت کې يوه نجلۍ هم رامعلومه شوه، تور اوږد حجاب يي پر ځان وۀ ، د حجاب پر سر يي د ژمي جمپر هم اغوستی وه، لۀ تور لوی ټيکری څخه يي يوازې دوې سترګې يي ښکاريدې،نور يي ټول مخ پټ وۀ،
دا به هم هر وخت درس ته تله، په لاس يي چپتر وۀ هيڅکله يي شاوخوا نۀ کتل،حتا په لار او موټر کې به يي هم خپل درسونه تکرارول، نجلۍ د سترګو په رپ کې د سرک تر غاړې راورسيده، په تمه ودريده څو موټر راشي،
د ولاړو مشرانو ټڼډې تروې شوې، ټولو داسې سترګې پکې خښې کړې وې چې ګواکې کوم بد څۀ يي ليدلي وي،
يوۀ چې ځان تر نورو غيرتي ګاڼه، او پۀ عمر هم تر څلويښتو کلونو لوی نۀ وه،
په تنده لهجه يي وويل: « دا دا کثافت، دلته لۀ کومه شوې !!!
ته به وايي: ښار کې اوسي ، نو لۀ کلي کومه نجلۍ پوهنتون ته تللې، چې دا اوس راته فاکولتې وايي،
چې دا به د چا لور وي»
نجلۍ خپلې سترګې په ځمکې کې خښې کړې وې،داسې ولاړه وه چې تا به ويل، ساه پکې نشته، چې د خدای کړۀ وو دې سره موټر راغی، دوه ښځې پکې ناستې وې، دا هم ورغله د هغو تر څنګ کيناسته، ټول غلي ولاړ وۀ،چا هيڅ هم نۀ ويل
سپين ږيري ملک ورو وخندل،بیا يي مدير ته مخ ورواړاوۀ، غوښتل يي ورسره خبرې وکړي او قار يي کينوي،
ښه ښه مديرصيب روزګار دې څنګه ده ؟
پۀ معاش معاش ګذاره کيږي که نه ؟
معاشونه خو هسې هم چندان شی نۀ دي
چې نن يي واخلو سبا ټول د کلي دوکاندار ته دقرض بدل کې تحويل کړو بیا نو يوه مياشت ټقيږه ،
مدير غاړه صافه کړه ،
الحمدالله، ډېر ښۀ يو،
د ما معاش خو چندان شی نۀ ده لا هغه د ما خپله جيبخرڅي سمه نۀ کيږي،
خو د اروپا پيسې نو پيسې دي،
بس يو کس پکې ولرې نور د خوله غوړيو کې ده،
زموږ هاغه يوه ناسکه خور په خارج کې ډاکټره ده کنه
الحمدلله هغه میاشت پر مياشت د خپلو وريرونو مصارف راليږي، زۀ ترې بيغمه يم،
دې سره بس راورسيده او ما هم غږ کړ، په اجازه مو، زۀ نو لاړم،
چا راته لاسونه جګ کړل او چا وې خدای د مل شه،
د بس دريمې څوکۍ کې د يو نفر ځای وۀ، ورغلم د يوه بل کليوال تر څنګ کيناستم،
موبايل مې راواخيست، اول فيسبوک ته لاړم چې څۀ کيسې دي
لا مې څو پوستونه نۀ وو کتلي چې پر فيسبوک د لوڅ سرې ښځې عکس راغی، ښکلي ويښتان يي پر مخ دانه دانه پراته وو،په ښکلي سرۀ رنګ کميس کې لکه حوره بريښيدله، د ساحل تر څنګ يي عکس اخيستی وو په پښو يي لوړ براق بوټان وو،
دعکس په سر يي ليکلي وو « ډاکټر فريبا ملکزۍ»
تر څنګ ناست هلک ته مې په اوږه ډيکه ورکړه،
بچيش، کله به دې مقام ته رسيږو،
دا ګوره، دا مو کليواله ده،
د مديرصيب خور پۀ لندن کې،
ډاکټره ده ، ډاکټره !!!
هغۀ نرۍ ترخه موسکا وکړه،
ملا و دونه طالع!!


