جمعه, اپریل 18, 2025
spot_img
کورورزشراشد خان په نړۍ کې د ۲۰اوریزو لوبو تر ټولو مخکښ وېکټ‌اخیستونکی...

راشد خان په نړۍ کې د ۲۰اوریزو لوبو تر ټولو مخکښ وېکټ‌اخیستونکی شو

افغان کرکټ لوبغاړي راشد خان چې د سویلي افریقا په غوره لیگ کې د اېم‌آی کېپ ټون لوبډلمشر دی، نن سیالې پرل رویالز لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره، هم خپله لوبډله پایلوبې ته ورسوله او هم یې نړۍوال رېکارډ په خپل نوم کړ.

افغان سپېنر بالر، راشد خان په ننۍ لوبه کې د ۲ وېکټو په اخیستلو او ۳۳ منډو په ورکولو سره د خپلو وېکټو شمېر ۶۳۳ ته ورسوه، چې د وېسټ‌انډیز د تقاعد شوي آلرونډو ډي‌جې براوو څه یې دوې وېکټې زیاتې شوې.

خان چې ۲۶ کاله عمر لري، ۱۶۱ وېکټې یې په نړۍوالو ۲۰ اوریزو او ۴۷۲ ویکټې یې په کورنیو او سوداگریزو ټورنمنټونو کې اخیستي دي، چې د هند په غوره لیگ گې د سنرایزر حیدرآباد او گجرات ټیټانز، په بېگ بش کې د اډلېډ سټرایکرز او په انگلنډ کې د سسېکس شارکس او ټرېنټ راکېټز لپاره لوبې په کې راځي.

په نړۍوالو ۲۰ اوریزو لوبو کې د ډېرو وېکټو اخیستونکي

افغان اتل په ۴۶۱ لوبو کې د ۱۸.۰۸ په اوسط سره ۶۳۳ وېکټې اخیستي. براوو په ۵۸۲ لوبو او په ۲۴.۴۰ اوسط سره ۶۳۱ وېکټې اخیستي دي.
خان وايي:

«لس کاله مخکې مې په دې اړه هېڅ فکر نه کاوه. د افغان په توگه، د جدول په سر کې ښه احساس کوم. تاسو پوهېږئ چې ډي‌جې د ۲۰ اوریزو لوبو یو تر ټولو غوره بالر دی، له همدې امله دا یو ستر ویاړ دی او د ادامې په تمه یې یم.»

راشد خان

په ننۍ لوبه کې د راشد دوو وېکټو له اېم‌آی کېپ ټون سره مرسته وکړه چې مخالفه رویالز لوبډله په ۱۶۰ منډو کې وسوځوي او د ۳۹ منډو په توپیر سره پایلوبې ته ولاړه شي. خان چې د سویلي افریقا په لیگ کې د خپل لوبډلې مشر دی، د راونې فبرورۍ میاشتې په ۸مه نېټه به په پایلوبه کې د خپلې ډلې مشري کوي.


راشد خان په ۱۰ اوریزو لوبو کې د افغان ملي لوبډلې مشري هم کوي.

خبریال
+ posts
مخکینۍ لیکنه
راتلونکې لیکنه
اړوندې لیکنې

ځواب ورکړئ

تبصره مو ولیکئ!
نوم مو دلته ولیکئ

- Advertisment -
Google search engine

ډېرې لوستل شوې لیکنې

وروستۍ تبصرې