جمعه, اپریل 18, 2025
spot_img
کورخبر و تحلیلسیمه او نړۍد پاکستان هوايي شرکت (PIA) د بخت اسمان بیا وریځ شو؛ الوتکه...

د پاکستان هوايي شرکت (PIA) د بخت اسمان بیا وریځ شو؛ الوتکه یې په لاهور کې له یوه ټایر پرته ښکته شوه!

د پاکستان د نړۍوال هوايي شرکت (PIA) یوه بله “نه هېریدونکې” کارنامه ثبت کړه! د کراچۍ نه لاهور ته تلوونکې PK-306 الوتکه پرته له دې چې یو اصلي ټایر یا ویل ولري، د لاهور د علامه اقبال په نړۍوال هوايي ډگر کې راکښته شوه. د PIA تجربه لرونکي انجینران، چې له احتیاطي تدابیرو ډېر لري دي، د الوتکې تر کوزېدو وروسته پوه شول چې یو ټایر یا ویل یې بیخي ورک شوی او هېڅ نشته دی!

د لومړنیو څېړنو له مخې، د الوتکې ورک شوی ټایر یا ویل د کراچۍ هوايي ډگر د ریموټ پارکینگ سیمې ته لوېدلې و، یعنې الوتکه له پرواز مخکې لا “یو څه سپکه” شوې وه، خو بیا هم له مسافرو وغوښتل شول چې د وزن کمولو لپاره لږ خواړه وخوري!

د PIA ویاند، چې د تل په څېر هڅه کوي دا ډول پېښې “عادي تخنیکي مسایل” وښيي، ویلي دي چې دا ډول ستونزې د “مډرنې انجینري” یوه برخه ده او مسافرو ته د خطر هېڅ ویره نه وه! البته، دا هم نه ده روښانه شوې چې بله الوتکه به له ټایرونو یا ویلونو پرته الوتو ته چمتو شي که نه؟

د پاکستان د هوايي چلند ادارې ویلي دي چې دا پېښه به وڅېړل شي، خو لکه د تل په څېر، د نتیجې هېڅ تمه مه لرئ!

خبریال
+ posts
اړوندې لیکنې

ځواب ورکړئ

تبصره مو ولیکئ!
نوم مو دلته ولیکئ

- Advertisment -
Google search engine

ډېرې لوستل شوې لیکنې

وروستۍ تبصرې