ځوانان له کتابونو، نجونې له کړکیو، او کورنۍ له راتلونکې تښتي… په کابل کې څه روان دي؟
کابل پر داسې ښار بدل شوی، چې اوسېدونکي یې د سبا لپاره هېڅ هیله نه لري. په ټول ښار کې د نهیلۍ فضا خپره ده. هلکان نور د لوړو زدهکړو اراده نه لري، او مېرمنې خو له هر ډول هڅو، زدهکړو، کار، فعالیت…. محرومې شوې دي. نور دې پخواني ښاري ژوند تمه نه کېږي – خلک اړ دي چې د بقا لپاره د خپل ژوند طرز او ډول د واکمنو له افکارو او شرایطو سره سم کړي.
د دې بقا یو میکانیزم همدا دی چې خلک خپل ماشومان مدرسو ته استوي.
ښاریان د مجبوریت له مخې د «حقانیانو» په څېر خبرې کوي او خپلې بڼې او څېرې د هغوی په بڼه برابروي (لونگۍ، پټکي، څادرونه، تورې څپلۍ او اوږدې ږیرې). ځکه چې د جيډيآی یا د طالبانو د استخباراتو له خوا د نیول کېدو ډار لري.
ان ژبه د بقا قرباني شوې؛ د «السلام علیکم» پر ځای اوس «سلامو علیکوم» زیات اورېدل کېږي. دا یوازې تلفظ نه، بلکې یو ډول خاموش اطاعت دی.
د باور فضا له منځه تللې. خلک پر یو بل لا شک کوي، ځکه د هر چا چې وس یې ورسېده، له ملت او د دوی له ملي احساساتو سره یې سیاسي لوبې وکړې. ټولنه اوس د شک، بېباورۍ او بېثباتۍ له کرښو تېرېږي. هر څوک د بل له بېوسۍ څخه گټه اخلي.
د جمهوریت پخواني امنیتي ځواکونه، چې یو وخت یې د هېواد لپاره وسلې پر اوږه او یونیفورم پر تن کړي وو، اوس تر ټولو ډېر وېرېږي. د بایومټریکي معلوماتو او افشا کېدو له ډاره ان د دندې لټولو ته زړه نه ښه کوي. کاري فرصتونه نشته، او که وي هم، نو د امنیت ویره په کې خنډ ده.
د کابل ښار له بهرنیو اشغالگرانو نه، بلکې له بهرنیو یوټیوبرانو ډک دی. داسې ښکاري چې دوی گرځدویان نه دي، بلکې د فلمجوړونو یا د رژیم د مشروعیت لپاره راغلي کرايي کاروونکي دي. دوی راځي، فلمونه اخلي، خو د دې خاورې له ټپونو سره هېڅ تړاو نه لري.
د عامو خلکو لپاره، ان یو کوچنی تور هم بس دی، چې له هر ډول عدالت او پلټنو پرته ورک او یا زنداني شي. طالبان د ورکولو واک او ځواک لري خو هېڅوک پوښتنه ترې نه شي کولای چې ولې؟ څنگه؟ چېرته؟
د خلکو د ورکولو پېښې ورځ تر بلې زیاتېږي.
د جې-منحني تیوري (J-Curve Theory)؛ افغانستان او د هویت نیوز ارزونه
په تیوريکي بڼه، دا هغه وضیعت دی چې جې-منحني تیوري(J-Curve Theory) تشریح کوي. د دې تیورۍ له مخې، پاڅونونه هغه مهال زیات احتمال لري، کله چې یو ملت د پرلهپسې پرمختگ، نسبي سوکالۍ، او د هیلو لوړېدو شاهد وي، خو ناڅاپه له یو ژور شاتگ، بېثباتۍ یا سیاسي سقوط سره مخ شي.
پر افغانان همدا تجربه کېږي!
د جمهوریت په دوره کې، که څه هم ستونزې وې، خو د زدهکړو، د بیان ازادۍ، ښاري ژوند، او نسبي اقتصادي پرمختگ فضا هم وه. خلکو هیلې لرلې او ارمانونه یې پالل، کورنۍ پلانونه یې لرل، او نسلونو د بدلون تمه لرله.
خو دا هر څه، د طالبانو له بیا واکمنېدو سره، په ناڅاپي ډول له منځه ولاړل. اوس خلک نه یوازې له پخواني جمهوری او د طالبانو له رېژیمه بېزاره دي، بلکې له سبا، له ځان، او له یو بل هم پردي او بېگانه شوي دي.
دا ټولنه جې-منحني (J-curve) تر ټولو ټیټ ټکي یا نقطې ته رسېدلې، چېرې چې نه هیله پاتې ده، نه عدالت، نه باور، یوازې چوپتیا او ویره ده. خو ستراتېژیکې پوښتنې دا دي:
د دې حالت په اړه څه فکر کوئ؟
په اړه یې څه کولای شو؟
دا چوپتیا به تر کله دوام وکړي؟
او کله به د طالبانو د رژیم پر ضد د یوه ناڅاپي پاڅون زېری وشي؟


