جمعه, اپریل 18, 2025
spot_img
کورخبر و تحلیلسیمه او نړۍد پاکستان نهیلی کوونکی لیلام: د پيسو د نړۍوال صندوق د پور له...

د پاکستان نهیلی کوونکی لیلام: د پيسو د نړۍوال صندوق د پور له ژمنو د ژوندي وتلو لپاره د ملي شتمنیو لیلام

د یو هېواد د ملي غرور او ویاړ ته په له سپکاوي ډک گوزار کې، له مالي او اقتصادي اړخه فلج شوي او مات شوي پاکتسان حکومت حکومت اعلان کړی چې مهمې دولتي شتمنۍ به وپلوري. په هغو مهمو دولتي تصدیو او بنسټون کې چې لیلام پلورل کېږي، په کې له سختو زیانونو سره مخ پاکستان نړۍوال هوايي شرکت (PIA) او د نیویارک مشهور روزویلټ هوټل شامل دي، څو د پیسو د نړۍوال صندوق یا آی‌اېم‌اېف (IMF) وروستي ۷ میلیارده ډالري پور لپاره پیسې راټولې کړي. دا اقدام، چې د سه شنبې په افشا شو، د پاکستان د ژور اقتصادي بحران څرگندوی دی او ښيي چې دا هېواد نه شي کولای پرته له نړۍوالو پورونو خپلې مالي چارې تنظیم کړي.

د شهباز شريف حکومت، چې له اوږدې مودې راهيسې د ناسمو پالیسیو او اداري فساد له کبله تر نیوکو لاندې دی، اوس د پاکستان پاتې شتمنۍ د پلورلو هڅه کوي څو د پيسو د نړۍوال صندوق (IMF) سخت شرطونه پوره کړي. د پاکستان بهرني پورونه ۱۳۱.۱ میلیارده ډالرو ته لوړ شوي، او د دې هېواد اقتصاد یوازې د IMF په پورونو او د ملي شتمنیو د پلور له لارې په مصنوعي توگه ژوندي ساتل شوی. د روزویلټ هوټل، چې یو وخت د پاکستان د نړۍوال حیثیت نښه وه، اوس یو مالي بار گرځېدلی، هر کال میلیونونه زیان کوي او د کرونا وبا پر مهال وتړل شو. له بلې خوا، PIA  د پورونو لاندې ښخ یو ناکام هوايي شرکت دی چې د کلونو ناکارۍ او سیاسي مداخلې له امله د سقوط له گواښ سره مخ دی.

د دغو شتمنیو پلور، چې نور زیانمن دولتي شرکتونه هم په کې شامل دي، د IMF د غوښتنو د پوره کولو لپاره یوه وروستۍ هڅه گڼل کېږي، خو دا اقدام د پاکستاني ولس د غوسې سبب شوی او د خپل حکومت په اړه یې سختې اندېښنې راپورته کړې دي.

اپوزیسیون او عام وگړي دواړه حکومت تورنوي چې ملي شتمنۍ د یوې فاسدې اشرافیې کړۍ د گټې لپاره پلوري، په داسې حال کې چې بهرني پانگه‌وال د پاکستان د خرابو شتمنیو د ارزښت په اړه شک لري. د اپوزیسیون یو مشر ویلي: «دا اصلاحات نه دي، بلکې تسلیمي ده»—او د حکومت ناکامي ته یې اشاره کړې چې ولې یې د مالیاتو د تېښتې، اداري فساد، او د پوځ د اقتصادي سلطې په څېر ستونزې نه حل کوي. نیوکه‌کوونکي وايي چې پاکستان د اقتصادي پرمختگ پر ځای په مدرسو او ایډیولوژیکو ترهگریزو جگړو تمرکز کړی، او دا یې د اقتصادي سقوط تر درشل رسولی دی.

د ۲۰۲۵ لپاره د یوازې ۳ سلنه اټکل شوې اقتصادي وده، چې د اقتصادي بیا رغېدو نښه نه ده، د پاکستان مالي ستونزې د ناسم مدیریت او غلطو لومړیتوبونو یو ژوندی مثال بلل کېږي. په داسې حال کې چې دا هېواد خپل وروستۍ قیمتي شتمنۍ پلوري، نړۍواله ټولنه یې له ترحم او شک په ډک نظر ورته گوري، او دا پوښتنه کوي چې پاکستان به څومره دوام وکړي مخکې له دې چې د IMF دایمي محتاج شي.

خبریال
+ posts
اړوندې لیکنې

ځواب ورکړئ

تبصره مو ولیکئ!
نوم مو دلته ولیکئ

- Advertisment -
Google search engine

ډېرې لوستل شوې لیکنې

وروستۍ تبصرې