چین ته د خپل وروستي سفر پر مهال، د پاکستان صدراعظم په څرګندونو کې هڅه وکړه چې د افغانستان کلاسیک میراث او قارهایز مشري بنسټونه پنجاب ته منسوب کړي.
هغه وویل چې د چین او پاکستان اړیکې یوازې سیاسي نه دي، بلکې ژور تاریخي بنسټونه لري – ريښې یې د «ورېښمو لارې»، ګندهارا، او د بودا د هنر او فکر له لارې د تمدنونو د تبادلې تاریخ ته رسېږي.
خو دا ډول دعوې نه یوازې تاریخي واقعیتونه تحریفوي، بلکې د افغانستان کلاسیک ځانګړتیاوو ته مستقیم تخریب هم دی.
لکه څنګه چې په بېلابېلو منل شویو تاریخي آثارو کې راغلي، دا افغانان او دهغوي ملرګري (لکه بلوڅان او نور )دي چې په دې قارې کې یې لوری ټاکلی دی، نه نور. د افغانانو د کلاسیک حضور یو مهم سند د انګلیسي فیلسوف، پروفیسور ټاینبي اثر دی: د اکسوس او جمنا ترمنځ. نوموړی لیکي:
«افغانستان د مدنیتونو سرچینه، د فرهنګونو د تېرېدو لاره، او د انساني فکر او تهذیب زانګو ده. دا خاوره د تمدنونو د انشعاب ټکی او د تابش څلورلاری ده.»
افغانستان نه یوازې د تمدنونو پُل و، بلکې د علومو، ادب، او فلسفې د خپرېدو یوه مهمه منبع هم پاتې شوی دی.
د افغانانو او د هغوی د ملګرو تاریخ دومره ژور دی، چې د ځان ثبات لپاره یوازې پر خپل وزن تکیه کوي – او نه چپه کېږي.
ظاهراً، د دې ټولو تر شا هغه پټ ارمان پروت دی چې د پنجاب تر مشرۍ لاندې، د یو یوځای شوي سُنّي اسلامي ملت جوړول غواړي. دا مفکوره د د مسلم لېګ د ډاکټر اقبال ۱۹۳۰ کال له وینا سرچینه اخلي، چې غوښتنه یې کړې وه یو ځای شوی سني اسلامي هېواد دې د محمد علی جناح تر مشري جوړ شي.
جالبه دا ده چې د بیوګرافیانو د اسنادو له مخې، محمد علی جناح په ژوند کې انګلیسي سلیقه درلوده – نکتایي (ټای) یې اغوسته، وسکي یې څښله، او سگار یې څکوله – دا ټول د بریتانوي کلتور یوه نښه وه، نه د ې اسلامي ملت جوړونې.
⸻
وروستۍ اندېښنه او پوښتنه
په نړیوال سیاسي ډېسکورس کې، د لاسرسي، نفوذ، او قدرت پاراډایم ځانګړی اهمیت لري. یعنې کله چې پاکستان ته «لاره» ورکول کېږي، دا ورته نه یوازې د تګ زمینه برابروي، بلکې له هغې وروسته نفوذ زیاتوي، او بالاخره د افغانانو پر چارو د تسلط هڅې مشروع کوي.
پاکستان دا رېلپټلۍ او د هغې امنیت د یوه سیاسي او ستراتیژیکه وسیله (حربې) په توګه کاروي، څو په هر نړیوال پلیټفارم کې د افغانانو په کورنیو چارو کې لاسوهنه توجیه کړي.
بل دا چې افغان مېرمنې د نړۍ هېڅ هېواد ته د زدهکړو لپاره نه شي تللی، خو پنجاب ته پرته له کوم ممانعته استول کېږي – د علامه اقبال بورسونه یې ژوندی مثال دی.
درېیمه دا چې پاکستان د افغان خاورې پر سر پرته له کومې وېري بمبارۍ کوي، او د جوړو شویو ادبیاتو له مخې افغانستان د جنوبي آسیا هېوادونو برخه معرفي کوي – حال دا چې افغانان د دې قارې ریښتیني محور دي.
تر ټولو خواشینونکې دا ده چې د طالبانو متقي د چاپلوسۍ له کبله، د افغانستان تاریخي میراث د پنجاب شتمنیو سره یو ځای بولي.
⸻
پوښتنه:
د نفوذ د پاراډایم له مخې – آیا دا اندېښنه له تاسو سره نشته چې زموږ لوی هېواد روان دی چې د پاکستان برخه وګرځي؟
⸻
د رسنیزې ایکولوژۍ او ستراتیژیکو نظریاتو کوټه – هویت نیوز



