اوفا شبکه وایي چې د ۱۱م اکټوبر له جرگې ملاتړ کوي او د جرگې پر وړاندې خنډونه ته به پرېکنده ځواب ورکوي.
اوفا شبکې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د پښتون ژغورنې غورځنگ له لورې د را غوښتل شوې جرگې څخه بشپړ ملاتړ اعلان کړ. په اعلامیه کې راغلي چې د یوه کڅوړه شوي پلان له مخې جرگه څاري او ملاتړ یې کوي.
اوفا ټینگار کوي چې پر لوی هېواد سربېره په نړۍ کې رېښې لري، او خپل ملگري او خواخوږي.
د جرگې پر وړاندې خنډونو ته په اشارې سره په اعلامیه کې راغلي چې د خنډونو پر وړاندې به د شبکې ځواب د نړیوالو قوانینو سره سم او پرېکنده وي.
ټاکل شوې د منظور پښتین په مشر د پښتون ژغورنې غورځنگ د اکټوبر پر ۱۱مه په خیبر دره کې درې ورځنۍ لویه جرگه ولري. ویل شوي چې په جرگه کې له پښتنو سره د پنجابي حکومت له خوا پر شوو ظلمونو پر بحث سربېره به پښتانه مشران جدي او الزامي پرېکړې کوي.
په داسې حال کې چې جرگې ته یوه اونۍ پاتې ده، د جرگې پر وړاندې خنډونه ورځ تر بلې زیاتېږي.
غورځنگ وايي چې د پنجاب ادارې هڅه کوي د دوی مشر منظور پښتین ترور کړي. سربېره پر دې، پنجابي ځواکونو دوه ځله د جرگې پر ځای برید وکړ او د جرگې وسایل، لوازام او خوراکي مواد یې لوټ او وسوځول او د غورځنگ غړي او رضاکاران یې ټپیان کړل. د پي ټي اېم په لسگونو غړي نیول شوي او د نورو د نیولو هڅې هم کېږي.

هېره ده نه وي چې اوفا شبکې غوښتنه کړې چې د حق او عدالتغوښتنې دا غږ دې بردگه کړي.