شنبه, اپریل 19, 2025
spot_img
کورخبر و تحلیلافغانستان/لوی هېوادد اوفا شبکې د امریکا په اتلانتا کې د مطلق افغاني فارمټ...

د اوفا شبکې د امریکا په اتلانتا کې د مطلق افغاني فارمټ غونډه جوړه کړه

د اوفا شبکه د مطلق افغاني فارمټونو په لړۍ کې تېره شنبه (د سپټمبر ۲۸مه) د امریکې په اتلانتا، جورجیا ایالت کې د مطلق افغاني فارمټ کوربه وه. د دې فارمټ موخه د لوی هېواد په اړه ستراتېژیک ډیالوگ و. په ترڅ کې یې د افغانانو د فکري ایکوسیستم پر بډایتوب، د افغانانو د ستراتېژیک لید، او د جیو پولیټیکو پرمختگونو په نظر کې نیولو سره، د یوې ځانگړې افغاني لارې پر تعقیب ټینگار وشو.

اوفا د افغانانو کمزوری ملي صلابت، په وچه کې گیر افغانستان، د لوی روایت نه شتون، او د بلوڅانو سره د دودیزې ملگرتیا بیا راژوندي کول، په پرنسیپ کې د ستونزو او فرصتونو په توگه تعریف کړي دي.

اوفا باور لري چې افغانان، د بلوڅو او نړیوالو ملگرو سره په گډه، کولی شي په دې سیمه کې نوی نظم رامنځته کړي.

همدا راز، اوفا هڅه کوي چې د پورته لوړو موخو او ارمانونو د ترلاسه کولو لپاره، یو نوی پاراډایم یا لوی عصري فکري چارچوب رامنځته کړي.

د اتلانتا جورجیا فارمټ یوه ځانګړنه د افغانستان د ملي ترکیبونو ښکلاو نمایش و. د لوی هېواد مختلفو قومونو په کې برخه اخیستې وه، او دوی د افتراق او انشعاب پر موضوعاتو خپل نظریات له یو بل سره شریک کړل.

ویل کېږي چې دغه لړۍ به د امریکې د نورو ایالتونو په گډون، کاناډا، اروپا او هند ته هم وغزېږي!

Website |  + posts
اړوندې لیکنې

ځواب ورکړئ

تبصره مو ولیکئ!
نوم مو دلته ولیکئ

- Advertisment -
Google search engine

ډېرې لوستل شوې لیکنې

وروستۍ تبصرې