ليلا چې لا لۀ مخکې هم په رنګ غنمرنګې وه خو اوس سمه تکه توره عبشه ترې جوړه وه، سترګو يي تورې غټې حلقې وهلې وې، په اننګو يي تورې لکې راپيدا وې، ډېره غلې او بې زړۀ شوې وه، چې د دروازې به ګړنګ شو، دې به چيغه کړه له لوړ غږ سخته ويريدله، له مخه يي دوړې باديدې، وجود يي داسې ډنګر او ضعيف شوی وو چې تا به ويل د هډوکو دوکان ده، پنجابي کالي پکې داسې ښکاريدل چې تا به ويل کوډبند کې دې زوړند کړي، نه يي چاسره خبرې کولې او نه يي په خولۀ خندا پاتې وه،
ټڼډه یي تروه نيولې وه او په دې کم عمر کې يي د سترګو کونجونه له کونځو ډک وو
ډېره بې خوبه او کمزورې ښکاريده ها د چا خبره لکه زوړ بوډا به په ولاړه ويده وه.
ګلڅيرې خاله ورغږ کړ، وۀ ليلا لورې دا ولې ونجلۍ؟
خلک نامزدۍ سره ښۀ کيږي، ته لکه مړی داسې شوې يي، خبر څۀ ده؟
ليلا د ټيکري څڼډه په خولۀ کې ونيوله، وشرميده، له ها خوا يي مور ورغبرګه کړه ، خو خدای د ځوانيمرګه کا،
تمامه شپه داده او دا تليفون پدرنالتي،
ټوله شپه غږيږي، سهار بیا پسې د کور کار شي خوب يي نشته،
ګل څيرې خاله ويل: خو اوس نۀ دې غږيږي، څه جبر خو نۀ ده دا اوسنۍ نجونو د نو هم خدای لري،
ليلا ويل: خاله خو راباندې چيغې وهي چې ورته وووايم خيرده ويده کيږم، راباندې چيغه کړي وايي: «بد وکه چې ويده کيږې٫ چې څو ماته خوب نه وي راغلی ته هيڅ حق نۀ لرې چې ويده شې، حتما دې چيرته بل لوڼډه پيدا کړی چې د ما ټليفون قطع کوې بيا هغۀ سره غږيږې، خپله خو بيکاره د خدای ده ټوله ورځ ويده وي او ما خوارې ته خو د کور کار را لۀ غاړې ده٫
بیا يي سوی آه وکړ، دلته هم ترې پټه راغلې يم٫
که راباندې خبر شي د سر کاسه کې به اوبه راکړي، وايي: حق نۀ لرې هيڅ چيرته هم ولاړه شې
د کلي هلکان به راته وايي ښځه دې ټوله ورځ په سرکونو کې خلکو کره روانه وي، وايي تا بايد ددې دنيا هيڅ سړی هم حتا په چادرۍ کې ونه ويني
که لۀ کوره وتلې وې، پښې به دې غبرګې ماتې کړم! مکتب خو يي لا هماغه اول کې راباندې خوشې کړ.
بس زۀ يم د کور خړ ديوالونه او دده چيغې او پټکې دي.
د ليلا زړۀ ډک شو، په ژړاغوني غږ يي وويل: ورکه خاله د دنيا ټول سړي ډېر بد او په ښځو ظالمان دي تل غواړي ويي ويروي خپله غلامه ترې جوړه کړي او خپل راج پرې وچلوي، د کوژدن لۀ څيرې مې هم نفرت کيږي، خو د مجبوريت شپې دي سبا کوم يي نو چاره مې څۀ ده، بخت مې د بدو ده، مجبوره تيروم به يي!!»
فاطمې چې په خپل چپ لاس د ښې لاس نوکان شکول او کله به يي خولې ته وروړل، خبرو ته ښه غوږ وه، اخ يي کړل چې ګوري له څلورمې کوتې يي وينې وبهيدې، ګوته يي کلکه په ښي لاس کې ونيوه له ورايه عصبي ناروغه ښکاريده خو پر عقل تر چا کمه نۀ وه، حافظه يي لا لکه پخوا قوي وه خو د ژوند حالاتو بې روحه کړې وه او لکه يو ژوندی بې حسه جسم وه نور هيڅ
خپلې سترګې يي راجګې کړې بیا لۀ ليلا سره سترګې په سترګو شوه په خبرو يي شروع وکړه:
«نه خورې، ټول يو ډول نۀ وي دنيا لۀ ډېرو ښو انسانانو هم ډکه ده
تۀ پوهيږې، زما کوژدن داسې وه لکه د ما روح
څو به مې چې د هغۀ غږ وانۀ وريده، ماته به هم هيڅ خوب نۀ راته،
کله به يي چې عکس راته وليږه، په ما به اختر جوړ وه، زۀ به يي هيڅ پر ليدو نۀ مړيدم .
ما به ويل چې که ټول عمر وروګورم نو هم کمه ده
موږ لکه په دوو جسمونو کې يو روح وو.
بیا يي وچې شوڼډې وخوځيدې، موسکۍ شوه او تۀ پوهيږې زموږ به ډیر جنګ پر څه وو ؟؟؟
پر دې چې هغۀ به تل راته ويل:
ويده شه کنه ونجلۍ،
خووو ويده شه کنه،
تۀ لا تر اوسه ويښه یی؟
هله ژر ويده شه ،
او د هغه تر ټولو لوی قار هم ماته همدا وو چې راته به يي ويل :
تۀ د ما ځان يي او ته بايد پر وخت ويده شې څو راته آرامه او صحتمنده اوسې،
خو ما به ناز پرې کاوۀ،
ځه، خو نۀ ويده کيږم ،
خيرده کنه يوه دقه دې غږ اورم ،
بیا به يي راته دقې وټاکلې داده پينځه دقې نور درسره غږيږم نور به راته ويده کيږې ،
ښه به پوهيدم، چې ډېر غواړي راسره خبرې وکړي، مګر بیا به يي هم نۀ پريښودم چې زۀ بې خوبه شم ،
د هغه لپاره زۀ ژوند وم، د څو شپو ساعتيري نۀ!»
بیا يي د شين چای له پيالې غړپ وکړ ،
ستونی يي تازه کړ په خبرو يي شروع وکړه:
«اوهو کله به مې چې ورته ويل: د پلاني واده ده٫ تر ما به دی ډېر خوشحاله وو٫
ويل به يي حتما به ځې، چې ښۀ دې ساعت راته تير شي،
ښۀ پوهيده چې ماسره پيسې شته، مګر دۀ به وخته د کاليو او سينګار پيسې راکړې چې د ما حوره بايد ټول محفل کې ډېره ښکلې ښکاره شي.
هغه د ما د ژوند تر ټولو لويه خوشحالي وه، په درلودلو يي پاچا وم، او لکه مرغۍ به پر خوشحالۍ پر هوا الوتلم،
دومره به يي مينه راکوله چې ما به په کړس خندل، داسې خندا چې د وجود لۀ هر رګ او د زړه لۀ تله به وه، کله به د خپلې خندا په غږ وويريدم، چې هسې نۀ څوک راته ليونۍ ووايي، کله به يي چې نازولم دوووومره به مې وخندل چې نور به می خوله خوږه شوه»
ګلڅيرې خاله سر وخوځاوۀ، هوهو هغه چې وايي:
د کړس خندا دوران مې تير شو
د جدايۍ اور مې هډونه سوزوينه
نورو هم خپل سرونه ټيټ اچولي وو کوټه کې چوپه چوپتيا وه، يوازې د يوۀ مچ بنګهاری اوريدل کيدۀ، هغه هم لۀ مينې ښيښې ته ورغی خو لمر ډېر سوزوونکی وۀ،
پښې يي وسوزودې او لاندې اورسۍ ته ولويده .
فاطمې سوړ اسويلی وايستۀ بیا يي خبرې شروع کړې:
« ورځ په ورځ به غوړيدم، سره له ډېره ورزشه به بیا هم ډېره چاغيدم، کله به يي راته ويل: د ما خوږې چاغکې، د ما ښايسته ليلا …
ټول کالي مې پۀ ځان کې تنګ تنګ شوي وو، د هر جوړ کاليو درزونه به مې خلاصول او هغه به مې لويول،
تل به مې سينګار ته ډېر زړۀ کيدۀ،
سره لۀ دې چې هغۀ به راته ويل: د ما په هرحالت قبوله يي،
اوهو ليونۍمې،په شل مذهبه مې قبوله يي،
خو ما به بیا هم غوښتل چې ډېره ورته ښکلې شم،
په رښتيا چې د يوې ښځې ښکلا او خندا د هغې د زړۀ نارينه تر مينې پورې اړه لري.
که مينه ورکړي ځان به ورته د نړۍ ښکلې کړي، خو که يي تنها پريږدي، ورځ پۀ ورځ به مړاوې شي او بلاخره به ورژيږي،
رښتيااا ده چې ښځې لۀ لوږې نۀ مري خو لۀ بې توجهۍ مرۍ!!»
تاسو پوهيږئ٫
هغه به مې په هر پرمختګ لۀ زړۀ خوشحاله وه او تل به يي هڅولم، هغۀ ماته د يوې ډېرې توانمندې ښځې احساس راکاوۀ،
هغۀ راته تل ويل: تۀ يي کولای شې!
ته به درس لولې، تۀ به پرمختګ کوې او تۀ به کار کوې،
هغۀ زۀ يا د کور او يا د ګور نۀ بللم، هغۀ زۀ لکه خپل ځان يو نارينه بللم، کله به يي راته ويل: تۀ د ما هلک هم يي،
چې بیا به مې په کړس وخندل ځان ته به ډېره خوشحاله او ډېره مغروره شوم،
نور خوپريږده چې حتا د ما به زړۀ کيدۀ حتا د هغه پښې ښکل کړم،
هغه زما د ژوند پاچا وۀ او زۀ يي ملکه وم»
شاته يي پر بالښت تکيه وکړه، بیا يي ويل: زۀ هغۀ لکه يوه ملکه داسې ساتلم، د هغه په درلودلو مې هر څه درلودل، زۀ ددې ټولې نړۍ پاچا وم.
هغه يو وۀ، خو ماته ټوله دنيا او زما هر څه وۀ،
کله به راته لکه پلار شه، لکه د مهربانۍ غر، راته به لږ تند شه ونجلۍ ويده شه کنه ،
خو دې قار سره به نرۍ خندا هم وه څو ونه ويريږم
که به په قار ونۀ وشوه بیا به يي ويل: خيرده کنه ويده شه راته
سبا بیا مسوليتونه درله غاړې دي او ته به راته بې خوبه اوسې
کله به راته لکه مور شه: د هر وخت د چای او ډوډۍ پوښتنه به يي جلا کوله ،
ډوډۍ دې خوړلې ،
شيدې دې څکلي ،
اوهو شيدې به ما څکلې،
خوشحاله به راته دی وه ،
ټوخيدم به زۀ، خو خپه به راته دی وۀ ،
تبه به دما وه خو مړاوی به راته دی شۀ ،
کله به راته لکه خور همرازه شه، د ژوند ټولې کيسې به مې ورته وکړې ،
کله به راته لکه ورور غر شه، ويل به يي ما خو لرې،
او کله به راته لکه مين شه د ما د ښکلاوو صفتونه به يي کول، زه به يي زړه ته نږدې کړم او د جهان ټوووووووووووووووووله مينه به يي ماته راکړه،
راته به يي ويل: « ليونۍ مې تۀ فقط او فقط دما يي د ما، ولاکه دې د چا پلار هم راڅخه واخلي
هغه تار ويښتۀ دې پۀ ټول جهان نۀ ورکوم چې ږمنځې سره لويدلی وي»
بیا به يي راته ويل:« ووايه کنه تۀ د چا يي ؟؟
ما به سترګې وتړلې خيال کې به يي زړۀ ته نږدې شوم، فقط د تا يم د تا ،
ووايه خی ته د چا ښځه يي ؟
خو د تا ښځه يم ،
د چا ليلا يي ؟
د تا ليلا يم ،
د چا نفس یی؟
د تا نفس يم ،
هله نو اوس راته ويده شه!!
په ښکلي غږ به يي راته زمزمه شروع کړه:
« ليلا مې ده، خوږه مې ده، نانځکه مې ده ، نفس می ده، روح مې ده، ځان مې ده، جيګر مې ده،
شيدې مې ده، مستې مې ده،ښځه مې ده او ټووووله دنيا مې ده»
بیا به يي راته کړه، «هله ويده شه کنه، خيرده نو نور دې خوږې سترګې راته پټې کړه
ليونۍمې زۀ خو درنه لرې نۀ ځم همدلته تا سره يم
زۀ خو دې زړۀ کې يم کنه،
هله نو په ليچه مې سر کيږده، سينې ته مې رانږدې شه او کراره راته للو شه، خوږه مې ده، ښايسته مې ده، ژوند مې ده، ښځه مې ده …»
ځان سره موسکۍ شوه خو سترګې يي لۀ اوښکو ډڼډ شوې ،
يوه شيبه غلې شوه،
بيا يي ويل: زۀ به هره شپه د هغۀ په ياد ويده کيدلم، چې سهار به مې اول سترګې خلاصې کړې نو هغه به مې خيال ته راغی او په اول سهار به مې خوله لۀ خندا ډکه شوه .
کااااااااااااااش چې يوه ثانيه داسې راشي، چې له زړۀ مې ووځي او هير مې شي،
په هر حالت او هر ځای يي يادونه راسره وي
بیا يي ويل: د ما اسد خو يوه دنيا وۀ! »
د سپين ټيکري ژۍ يي پر مخ راغله، سر يي شاته پر ديوال کيښود، چې نور به يي څه ويل: خو غږ يي ژړاغونی شو نورې خبرې يي په ستوني کې زندۍ شوې، سترګې يي لا خلاصې نيولې وې
له چپې سترګې يي اوښکه پر زيړ اننګي راغله او په سپينه غاړه کې يي ورکه شوه .
پای


