کورخبر و تحلیلد کډوالۍ نړۍ‌وال سازمان: په جنوري کې له اسلام‌آباد او راولپېنډۍ څخه...

د کډوالۍ نړۍ‌وال سازمان: په جنوري کې له اسلام‌آباد او راولپېنډۍ څخه له ۱۸ زرو زیات افغان کډوال هېواد ته بېرته ستانه شوي

د کډوالۍ نړۍوال سازمان وايي چې د روان کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د دې میاشتې تر پایه، له ۱۸ زرو ډېر افغان کډوال د اسلام‌آباد او راولپېنډۍ له ښارونو څخه افغانستان ته بېرته ستانه شوي دي.

دې ادارې تېره ورځ چهارشنبه د فبروري پر ۱۹مه راپور ورکړی چې دا کډوال د تورخم، چمن، غلام خان، بادینې او بهرامچې له  لارو افغانستان ته بېرته ستانه شوي دي.

د راپور  پر اساس  چې د ۲۰۲۳ د سپټمبر راهیسې ۸۲۴ زره او ۵۶۸ کسان بېرته افغانستان ته ستانه شوي چې په دوی کې ۱۸ زره ۵۷۷ کسان یوازې د روان کال د جنورۍ میاشتې دي چې د ټولټال دوه سلنه جوړوي.

د یادولو وړ ده چې افغان کډوال په زور او د نړۍوالو انساني او بشري حقونو خلاف ایستل کېږي.

د کډوالۍ د نړۍوال سازمان په وینا چې د روان کال د جنورۍ له ۱۶مې څخه تر ۳۱مې پورې د ۲۹۱ کورنیو مشرانو افغانستان ته د بېرته ستنېدلو فورمې ډکې کړي دي.

پاکستان تل له افغان کډوالو سره بد چلند کوي او له دوی څخه د سیاسي فشار د وسیلې په توگه گټه اخلي. افغان کډوال په پاکستان د ځان او مال پوره خوندیتوب او بشپړ ډاډ نه لري او زیاتره په ویره او پټه د ژوند چارې پر مخ وړي.

له بلې خوا پاکستان له نړۍوالو ادارو او بهرنیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره مرستې هم ترلاسه کوي چې کډوال ترې ډېر کم مستفید کېږي.

له کډوالو سره مستقیمې او غیر مستقیمې مرستې د پاکستان د ناثبات اقثتصاد لپاره مهمې گڼل کېږي. همدارنگه افغان کډوالو په دې هېواد کې سترې پانگونې هم کړي، چې د پاکستان په اقتصادي وده کې یې ارزښت پام‌وړ دی.

خبریال
+ posts
اړوندې لیکنې

ځواب ورکړئ

تبصره مو ولیکئ!
نوم مو دلته ولیکئ

- Advertisment -
Google search engine

ډېرې لوستل شوې لیکنې

وروستۍ تبصرې