کورخبر و تحلیلپه جمهوریت کې د ننگرهار والي: ويانا غونډه د مقامت په نوم...

په جمهوریت کې د ننگرهار والي: ويانا غونډه د مقامت په نوم د جبهې د مشر احمد مسعود  لپاره کار کوي

شاه محمود میاخېل، چې تېر کال یې د ویانا غونډه کې برخه اخیستې وه، زياتوي دا پروسه تر ډېره د احمد مسعود او د هغه د کوچني مقاومت جبهې لپاره کار کوي. میاخېل وایي، چې مسعود او د هغه جبهه چمتو دي چې هر ډول بهرنی ملاتړ ترلاسه کړي، ترڅو په افغانستان کې قدرت ته ورسېږي.

د ښاغلي  میاخېل په وینا، د مسعود  څخه هغه هېوادونه ملاتړ کوي چې ډيرې وخت له ترهګرۍ سره د‌ مبارزې ويناوې لري نوموړي وويل ایران او پاکستان دوه هغه هېوادنه دي چې د مقاومت د جهبې مشر تمويلوي  او هڅه کوي له هرې ممکنې سرچینې مرستې ترلاسه کړي. هغه د ویانا پروسې منتظمین هم تر نیوکې لاندې نیولي، ویل یې چې دوی د جګړې د دوام لپاره د بهرنیانو شرایط منلو ته تیار دي، او موخه يې دا ده چې د طالبانو نظام ړنګ او واک ته دوی ورسيږي.

مياخيل جګړه د حل لار نه بولي او په خبره يې چې د بين الافغاني مذاکراتو په پايله کې دې جګړې ته د پای ټکی کيږدي

هغه وايي، که افغانان ملي او نړیوال باور ترلاسه نه کړي، نو هیڅ سیاسي بدیل به بریالی نه شي.

دغه پخوانی چارواکی خبرداری ورکوي چې د بهرنیانو په مرسته قدرت ته رسېدل اسانه دي، خو ساتل یې ستونزمن دي، ځکه چې د تېرو څو لسیزو تجربو دا ثابته کړې ده.

خبریال
+ posts
اړوندې لیکنې

ځواب ورکړئ

تبصره مو ولیکئ!
نوم مو دلته ولیکئ

- Advertisment -
Google search engine

ډېرې لوستل شوې لیکنې

وروستۍ تبصرې