خبر: هویت نیوز
«خوشال فرهنگ» د خدای بخښلي علامه عبدالشکور رشاد ناچاپ اثر و چې تازه د علامه د شلم تلیین په یاد چاپ او خپور شو. په دې اثر ښاغلي رشاد کلونه کلونه کار کړی و چې له بدمرغه تر اوسه ناچاپه پاتې و. تازه د علامه رشاد اکاډمي د څېړونکي معصوم هوتک په زیار یاد اثر په ۱۲۳۴ مخونو کې او په لویه قطع کې چاپ کړی.
په دې مغتنم اثر کي د خوشحال بابا (خوشحال خان خټک) په طبنامه، بازنامه، دستارنامه، فضلنامه، غزلیاتو، رباعیاتو، قطعاتو او قصایدو کي د شاوخوا ۳۵۰۰ لغاتونه شرحه، شننه او سپړنه شوې ده. ان د ځينو لغاتونو شرحه د بشپړو مقالو په چوکاټ کې شوې ده.
د اثر د چاپ لگښت علامه رشاد اکاډمۍ، حاجي غلام نبي دوست او په ډنمارک کي د افغانستان د فرهنگي ټولني مشر ښاغلي زمري محقق پرې کړی دی.
د علامه رشاد اکاډمۍ پر وینا د «خوشال فرهنگ» اوسمهال د هېواد د کندهار، کابل او کوټې ښارونو په کتابپلورنځیو کې د لاسرسي وړ دی.