شنبه, دسمبر 13, 2025
spot_img
کورخبر و تحلیلافغانستان/لوی هېوادد بشري حقونو ډله وايي، ایران په تېرو لسو میاشتو کې ۴۹...

د بشري حقونو ډله وايي، ایران په تېرو لسو میاشتو کې ۴۹ افغانان اعدام کړي دي

د بشري حقونو ډله وايي، ایران په تېرو لسو میاشتو کې ۴۹ افغانان اعدام کړي دي. د یادو راپورونو په هکله ایراني چارواکو هیڅ ندي ویلي او نه یې د قضايي پروسې په اړه کوم معلومات افشا کړي.

د بشري حقونو سازمانونو هم په دې اړه د جزیاتو له ورکولو ډډه کړې چې د ایران په قانوني سیسټم کې د افغان اتباعو قضیې څنګه اداره کیږي. خو په ایران کې افغان مهاجرینو له افغان بندیانو سره د چلند په اړه اندیښنه ښودلې او ویلي یې دي چې ډیری یې مدافع وکیلانو ته لاسرسی نه لري. په ایران کې یو افغان مهاجر عنایت الله الکوزی وایي:

د ایران په زندانونو کې ډېری افغان بندیان د مرستې لپاره بهر څوک نه لري، د همدې امله دوې قانوني استازیتوب ته لاسرسی نه لري. دا د هر زنداني اساسي حق دی چې څارنوالۍ ته لاسرسی ولري. که چېرې دغه بندیان افغانستان ته ولېږدول شي، ښايي د عدالت له پاره ښه چانس ولري.

ارقام ښایي چې یوازې د اکتوبر په میاشت کې ۱۳ افغانان اعدام شوي دي چې د بشري حقونو د ډلې د راپور له مخې، د تیرو میاشتو په پرتله درې چنده زیات دي.

د طالبانو حکومت د یادو راپورونو په اړه هیڅ کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د اعدامونو وروستي زیاتوالي په ایران کې افغانان اندېښمن کړي. دوې غواړي چې افغان زندانیان باید په افغانستان کې محاکمه شي. په ایران کې یو بل افغان مهاجر اکبر سلطاني وایي:

د ایران زندانونه له هغو افغان مهاجرینو ډک دي چې پرته له کوم دلیله نیول شوي او له کلونو په زندانونو کې ورځې شپې سبا کوي.

د راپورونو له مخې دا مهال د ایران په زندانونو کې له ۵۰۰۰ څخه تر ۶۰۰۰ پورې افغانان بندیان دي.

د يادوني وړ ده چي ایران او افغانستان د بندیانو د تبادلې معاهده لري خو ایران یادې معاهدې ته کوم درناوی ندی ښودلی او نه هم د افغانستان چارواکي يې پوښتنه کوي.

د یادولو وړ ده چې ایران څه موده مخکې د ایران او پاکستان تر منځ پولې ته نږدې په افغان کډوالو مخامخې ډزې کړې وې. د راپورونو له مخې په ډزو کې په لسگونو افغانان وژل شوي او ټپيان شوي وي چې یو شمېر مړي او ټپيان هېواد ته لېږدول شوي. د پېښې په لوړه کچه د افغانانو غبرگونونه راپارولي.

Website |  + posts
اړوندې لیکنې

ځواب ورکړئ

تبصره مو ولیکئ!
نوم مو دلته ولیکئ

- Advertisment -
Google search engine

ډېرې لوستل شوې لیکنې

وروستۍ تبصرې