د اوفا شبکه
د افغان مفکرینو مرکز
نېټه: د ۲۰۲۵ کال د مې ۲۴مه
د غونډې موضوع:
د هند او پاکستان جگړه – پوځي لیدلوری
مېلمه ویناوال
تورنجنرال متقاعد سنجی میسن
په افغانستان کې د هند پخوانی نظامي اتشه
کوربانه:
• ښاغلی خالد وردگ
• ښاغلی هارون رحیمي
• ډاکټر امین آریایي
د اوفا شبکې د افغان مفکرینو مرکز متقاعد تورن جنرال سنجي مېسن، چې په افغانستان کې د هند پخوانی پوځي اتشه پاتې شوی، ته بلنه ورکړې وه، څو د هند او پاکستان ترمنځ د تېرو جګړو په اړه خپل لید لوری څرگند کړي.
دا راپور د یادې غونډې مهم ټکي رانغاړي، او کېدای شي د افغانشناسي او د سیمې د جیوپولیتیک وضیعت په اړه د څېړنو لپاره ترې گټه واخیستل شي.
۱ پوښتنه:
د دغې جگړې اغېزې یوازې تر ښکېلو اړخونو (هند او پاکستان) پورې محدودې نه دي؛ نورې خواوې هم ترې اغېزمنېږي. پاکستان د غیرمتعارفو ډلو له لارې د بېثباتۍ رول لوبولی دی. اوس دغه هېواد له اقتصادي ناورین او داخلي مقاومتونو سره مخ دی، راتلونکی څنگه اټکل کولای شو؟
جنرال مېسن، ستاسې په اند، څنگه کولای شو چې د پاکستان له لوري گاونډیو هېوادونو ته د ترهگرو تگ راتگ ته د پای ټکی کېږدو؟ حل لاره څه وینئ؟
مننه، او ماښام مو پخیر.
تاسو په خپلو خبرو کې پر ځای ټکو ته اشاره وکړه، او هغه دا چې پاکستان د سیمې د بېثباتۍ اصلي لامل دی.
زه په افغانستان کې د هند پوځي اتشه وم. د امریکا تر مشرۍ لاندې ناټو ځواکونو د افغانستان او پاکستان ترمنځ له تاریخي واقعیتونو ناخبره وو، له همدې امله یې جگړه ښه سوق او اداره نه کړه – د جگړې موخې یې هم ناڅرگندې وې.
موږ باید ستونزه وپېژنو، ترڅو د حل لاره ورته وټاکو. ما د خپل ماموریت په موده کې له ډېرو افغانانو سره ناستې ولاړې درلودې. یو افغان پوځي ملگري د خان عبدالولي خان «واقعیتونه واقعیتونه دي – Facts are Facts» کتاب یې راته ډالۍ کړ؛ چې ډېرې رسمي او تا ریخي پېښې په کې رانغاړل شوي دي.
په افغانستان کې مې نه یوازې د هند لیدلوری، بلکې د افغانانو نظریات هم ترلاسه کړل.
پاکستان د انگریزانو له خوا جوړ یو مصنوعي هېواد دی؛ دا په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې د مذهبي وېش پر بنسټ رامنځته شوی دی.
هندیان او افغانان گډ دودیز خصوصیات لري؛ د دواړو هېوادونو تمدن ژور تاریخي بنسټ لري او زموږ ملگرتیا هم تاریخي رېښې لري.
جنرال عبدالرحیم وردک، د افغانستان د ملي دفاع پخوانی وزیر، د هند له پوځي اکاډمۍ څخه کلونه وړاندې فارغ شوی و. بیا هم وایم چې د دواړو ولسونو ترمنځ تاریخي اړیکې ژورې دي.
د همدې مذهبي وېش پر بنسټ د تفرقې تخم انگریز وشیند، او محمد علي جناح او دغه مصنوعي پاکستان د هماغه وخت د استعماري پالیسو زیږنده دي.
د خان عبدالغفار خان په اړه، د خان ولي خان په کتاب کې ښه وضاحت ورکړل شوی. په کتاب کې ویل شوي، غفار خان – چې د مهاتما گاندهي نږدې ملگری و – نهرو ته یې ویلي و چې د هند له وېش نه و خبر. د وېش له اعلان وروسته، غفار خان نهرو ته وویل: «موږ مو د غویو خوراک ته پرېښودو».
د وېش پر وخت، نهرو، انگلیس او جناح دا هوکړه کړې وه چې شاهي (پرنسلي) ایالتونه دا حق لري چې یا له پاکستان سره یوځای شي، یا له هند سره، او یا هم د خپلواکۍ غوښتنه وکړي.
د شوې هوکړې خلاف، پاکستان پر کشمیر برید وکړ. د دې برید دلیل دا نه و چې کشمیر کې اکثریت مسلمانان اوسېږي. موږ له افغانانو سره د واخان دهلېز ترڅنگ شاوخوا ۱۰۰ کیلومتره گډه پوله لرله [پاکستان ته دا د منلو نه وه].
بلوڅانو د خپلواکۍ پرېکړه کړې وه، چې شاوخوا ۲۳۷ ورځې یې دوام وکړ. خېبر پښتونخوا غوښتل چې د لوی افغانستان برخه شي.
حقیقت همداسې دی – د اندوس سیند جنوب ته پرتې دا سیمې، د ډېورند له هوکړې وړاندې، په تاریخي ډول د افغان خاورې برخه وې.
دغه درې حقیقتونه (هندي کشمير، خپلواک بلوچستان او لوی افغانستان) پاکستانیانو ته معلوم وو. بله دا چې د ډیورند کرښه هېڅ افغان حاکم په رسمیت نه دی پېژندلې.
سره له ټولو قانوني، تخنیکي او منطقي ممانعتونو، پاکستان دغه درې سیمې (کشمیر، بلوچستان، او د افغانانو خاوره) تر خپل کنټرول لاندې راوستي.
کله چې پاکستان پر کشمیر برید وکړ، دا څرگنده وه چې برید د دیني ارزښتونو پر بنسټ نه و، ځکه پاکستاني ځواکونو عام کشمیري مسلمانان ووژل، ښوونځي یې ویجاړ کړل، او جنسي تېري یې وکړل.
جالبه دا ده چې د هند له وېش وروسته، د هند لومړی لوی درستیز هندی و، خو په پاکستان کې بیا د پوځ مشري د انگلیس جنرال میسوري په لاس کې وه، او د هغه ځایناستی هم یو بل انگلیس جنرال، گرېشي، و.
ولسمشر محمد داود خان هم د لوی افغانستان د رامنځته کېدو غوښتونکی و.
حقیقت دا دی چې پاکستان له تاریخي حالاتو گټه واخیسته او په دې توگه یې کشمیر، بلوچستان، او د افغانانو تاریخي خاوره لاندې کړه.
هغه افغانستان چې په اسلامي نړۍ کې له پوځي او کلتوري پلوه مخکښ هېواد و، ډېر پېرونه وروسته پاتې شو.
زه هڅه کوم هغه تاریخي ټکي را ونغاړم چې د عطف نقطې دي.
روسانو پر افغانستان یرغل وکړ. ضیا الحق ښه لوبه وکړه. پښتانه یې بېاتفاقه کړل، انگلیسي ستراتېژې، پښتانه یې د کرښې دواړه خواوې له تعلیم لرۍ وساتل. دغه منفي جهت ته یې وده ورکړه او په دې توگه پاکستان فوقالعاده امکان تر لاسه کړل.
زه د روسانو د وتلو پر مهال یو ځوان افسر وم او په کشمیر کې مې دنده درلوده. پاکستان هغه مهال خپلې جهادي ډلې ټولې کشمیر ته واستولې. هماغه وخت مو هلته کلونه کلونه جگړه وکړه. پښتانه د تش «جهاد» تر نامه لاندې کشمیر ته ولېږدول شول – ځکه دوی نه غوښتل چې پښتانه د یووالي [د ډیورند کرښې په کانټکس کې] یا خپلواک فکر لوري ته ولاړ شي.
پاکستان یوازینی هېواد دی چې ډېری افغانان یې نه خوښوي. ولې؟ ځکه چې د اسلام له سپېڅلي دین څخه په ناوړې استفادې یې سیمهیزې تفرقې رامنځته کړې. بلوچستان د پاکستان برخه پاتې کېدل نه غواړي، پښتانه، سندیان او د اشغال شوی کشمیر خلک – یو هم راضي نه دي. بنگلهدېش ولې جلا شو؟ همدا سیاستونه یې لامل وو.
که دقیق وگورو، د نړۍ د ډېری ترهگریزو فعالیتونو رېښې له پاکستانه سرچینه اخلي. اوس بیا ادعا کوي چې د ترهگرۍ قرباني دی، حال دا چې ترهگرۍ ته یې زمینه برابره کړې ده. د پاکستان عام وگړي د هند او افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي، خو ټول له پوځ او استخباراتو سر ټکوي.
اوس پاکستان هڅه کوي چې چین هم افغانستان ته ور گډ کړي، حال دا چې نړۍ له چین څخه ښه خاطره نه لري.
د ډېورند کرښې موضوع یوازې پښتانه قرباني کوي. که متحد شي، دا موضوع به حل شي.
له ۱۹۹۳زږدیز کال راهیسې، هند له نړۍوال بانک څخه پور نه دی اخیستی، خو پاکستان پر پورونو متکي هېواد دی – او دا مهال ۶.۴ میلیارده ډالره پوروړی دی.
اوس هند یوه ځانگړې ملي تگلاره تعقیبوي. زموږ د پوځي عملیاتو پېچلتیا پاکستان حیران کړی. کله چې پر پلوامه برید وشو، نړۍ پاکستان وغنده. موږ ورباندې اوبه بندې کړې – داسې کار چې مخکې نه و شوی. اقتصادي راکړه ورکړه مو وځنډوله. دا ټول ورته څرگند پیغامونه وو: ځان اصلاح کړه!
له ۱۹۴۷ را په دې خوا، لومړۍ ځل وو چې هند په پنجاب کې دننه د پاکستان یوولس هوایي اډې په نښه کړې.
عامو پاکستاني وگړو په خپله ویډیوگانې خپرې کړې چې نړۍ ته یې د هند د پوځ د هدف گرځولو دقیق توان وروښود. اوس موږ نه پوهېږو چې عاصم منیر یې ولې فېلډ مارشال کړی؟ مخکښ نړۍوال فکري مرکزونه وایي چې د هند پوځ له ورستیو کړونو باید زدهکړې وشي. جگړه د هېچا په خیر نه ده. پوتین په یوکراین کې څه ترلاسه کړل؟ د اسراییلو او حماس جگړه؟ پاکستان جگړهماري کوي، خو هند نه– پاکستان په وېشل کېدو دی.
په هر حال – د نړۍ په هر گوټ کې خلک تعلیم، پرمختگ او سوکالي غواړي. په ځانگړي توگه – افغانان سوله خوښووي.
زه له هغې ارزونې سره موافقت لرم چې پاکستان په سیمه کې د بېثباتی نقش لوبولی.
بنگلهدېش کې چارې ښه روانې وې. پرمختگ و. پانگونې وې خو پاکستان بېثباته کړ. د آیاېسآی رییس هلته سفرونه کوي چې هغه ټولنه بینظمه کړي.
پاکستان خپل وطن کې څه نه لري. په مصنوعي توگه انگلیسانو جوړ کړی. عاصم منیر وایي چې پاکستان بېل دی. تاریخ او جغرافیه یې بېله ده. خو دوه کلن ماشوم هم پوهېږي چې له ۱۹۴۷ څخه وړاندې دوی نه وو، نو د کومو توپیرونو خبره کوي؟
هندیانو له انگلیس څخه خپلواکي ترلاسه کړه، نه پاکستانیانو. که دوی خپلواکي ترلاسه کړي وي، لومړی او دوییم لوی درستیزان به یې انگلیسان نه وو… گورنر جنرالان یې انگلیسان وو. دوی هویت نه لري. د انگلیس زېږنده دي. د دین پر وېش رامنځته شوي دي.
افغانستان لرغونی دی او د سوکالۍ خوا ته روان وو. جنرال ضیاالحق دغه هېواد ته د جهاد فرهنگ راوړ.
طالبان دې ځان له پاکستان لرې کړي. چین د افغانستان په ګټه ندی. ټول شموله نظام او د مېرمنو نقش ته دې جدي توجو وکړي او د هند په شان دې افغانستان د پرمختګ پر لور وېسي.
منځني ختیز او عربي هېوادونه پاکستاني وکړو ته وېزې نه ورکوي ځکه له ترهګړې ډار لري.
د پاکستان طرح همدا ده چې هند باید په زرو ټپونو ووژني. خو هند دودیز هېواد دی، لوی فرهنگ لري، موږ ته مو خلک ارزښت لري او هندیان خوشحاله ژوند کوي.
د پاکستان پوځ بېسری دی او هر څه چې غواړي هغه کوي. حکومت یې انتخابي نه دی… جنرالان یې فاسد دي او چور کوي او د تقاعدی ژوند بهر کې کوي. عام خلک یې لویه بیه پرېکوي. که اتومي وسله وکاروي، مشر جنرالان یې تر ټولو مخکې بهر ته ځي ځکه د هند دوییم برید یې صفروي.
۲- پوښتنه
پاکستان د دې توان لري چې هممهاله له څو اړخیزو جگړو (هند، بلوڅ، او افغان) سره لاس او گرېوان شي؟ د اوږدې جگړې امکان شته؟
د پاکستان ستراتېژیک دود په ساده الفاظو کې څنگه تعریفولی شئ؟
زه فکر کوم، که عامو بلوڅان خوځښت پیل کړي، نو پاکستان ته به دا ستونزمنه وي چې مدیریت یې کړي. خلک د ثقل مرکزیت دي. که دوی د ښې مشرۍ تر چتر لاندې وخوځېږي – څوک یې بیا نه شي درولی.
که سند، پښتونخوا، بلوڅ او هند هممهاله جگړه پیل کړي، د پاکستان پوځ به په گونډو شي. په داسې څو اړخیزه جگړه کې ښايي یوازې د یوې اوونۍ د دوام توان ولري. متعارفه جگړه درنه بیه لري او دوام یې ډېر ستونزمن دی.
د خپل پيدایښت راهیسې، پاکستان له یوه پیاوړي افغانستان او هند څخه وېره لرلې.
د دوی ستراتېژیک دود همدا دی چې افغانستان او هند باید شاته لاړ شي. د افغانستان په برخه کې یې دا موخه ترلاسه کړې. نن افغانان سیمهییز پوځي ځواک نه دي. د افغان وسلې او تجهیزات پاکستاني پوځ یوړل. د دوی موخه دا وه چې افغانان په اقتصادي، پوځي او سیاسي بڼه له منځه یوسي. یوه جبهه یې وځپله، پښتانه یې د یوځای کېدو له توانه وغورځول. خو د هند پر وړاندې یې لاس ته راوړنه صفر ده.
زموږ خلک هوډ لري. کله چې اوربند وشو، ډېری هندیان خپه وو… ویل یې چې باید پاکستان صفر شوی وی. هند صلابت لري، ارزښت لري، او ملي کرکټر لري.
په کابل کې د عاشورا پر مراسمو د ۲۰۱۲ کال برید آیاېسآی طرحه کړی و، تر څو د افغانانو ترمنځ د یو بل پر ضد د جگړې یوه بله کرښه رامنځته کړي – خو افغانان یو بل باندې دردېږي او په هغه وخت کې یې خپل یووالی وساته.
د پاکستان پوځي دوکتورین کې هند او افغانستان د دښمن په توگه تعریف شوي دي؛ خو موږ دواړه نیمهقارې (هند او افغانان) په گډه کولای شو دا سیمه ښه لوري ته یوسو – پاکستاني پوځیان له همدې څخه وېره لري.
۳- پوښتنه
هند ولې د پاکستان قضیه نه نړۍواله کوي؟ ولې یې ملگرو ملتونو ته نه وړي؟ حال دا چې دوی (پاکستانیان) په ټولو ترهگریزو فعالیتونو کې لاس لري!؟
هو، هند او افغانان باید په گډه دغه قضیه نړۍواله کړي، قانوني اسناد او موندنې دې د ټولې نړۍ مخې ته وړاندې کړي. پر پاکستاني کرکټر او ستراتېژیکو مو مفصل بحث وکړ. پاکستاني پوځیانو پر خان غفار خان تور پورې کړ چې پښتانه د هندوانو زامن دي. خو غفار خان ورته وویل: «که حقیقت لري، د هغوی پاتې شتمني موږ ته راکړئ.»
وروستۍ موضوع دا ده چې د کشمیر او ډېورنډ کرښې په اړه څوک سترگې نه شي پټولی. انگلیسانو ټولې پخوانۍ نقشې د هند پوځ ته سپارلي دي او له موږ سره آرشیف کې شته. د ډیورنډ کرښې تپل یوه غیر اخلاقي هڅه ده. افغانان خپل پرېکړه کولای شي. حقیقت دا دی چې دا سیمه/ خاوره د دوی ده. کېدای شي په راتلونکو پنځو کلونو کې دا سیمه خپل طبیعي حالت ترلاسه کړي.
پاکستان 1.0 په ۱۹۴۷ کال کې رامنځته شو. پاکستان 2.0 هغه وخت رامنځته شو کله چې بنگلهدېش په ۱۹۷۱ کې بېل شو. پاکستان 3.0 حتمي دی!
مننه جنرال میسن، ستاسو نظریات فوق العاده وو!



