ليکنه: بسم الله اکبري
حب الوطن من الایــما ن
د زوکړې اوخاپوړو ټاټوبۍ وطن باله شي.مور او پلارخپل اولادونه د وطن په غیږه کې روزي.ځکه ورته مورنۍ وطن اویا پلرنۍ وطن ویل کیږي.د وطن د خپلواکۍ ،ملي واکمنۍ اوځمکنۍ دساتنې سر هسکه شمله بیا ملي بیرغ دی چې دوطن ټول ملي ،تاریخي افتخارات اوسپیڅلی ملي غرور په کې نغښتی او پروت دی.
پرمخ تللي هیوادونه د ترقۍ او پرمختګ لامل تعلیم اوتربیه یا نې ښوونه او روزنه بولي او ډ ښوونې په پرتله بیا روزنې یا تربیت ته ارجحیت او غوره والی ورکوي ځکه په روزنه کې انساني فضیلت،معنوي سپیڅلتیا،غوره او نیک خصلتونه،انساني عاطفه او خواخوږي،بشري همنوع پالنه اونورې لوړې انساني سجایاوې تړلي دي .او پرمخ تللي ټولنې دنوي نسل اوځوانانو روزنه د وطن او د هغه ملي بیرغ سره په مینه روزي.
د ښوونځیو د نووت په دروازه ملي بیرغ ځوړند او د ما شومانواو تنکیو ځوانانو په ټولګیوکې هم ملي بیرغ په یوه ګوټ کې درول شوی وي. دملي روحیې او وطنپالنې په موخه ،په خورا زیات شمیر کوچني ملي بیرغونه د کوچنیو ما شومانو په لاسونو کې ورکوي دملي سرود په ویلو سره خپل ملي بیرغونه په خوښۍ او ملي احساس رپوي اود خپلو زړونوپر سرونو یې موښي اوپه دغه ډول په عملي توګه ما شومانو ته د حب الوطن مینه لیږدوي چې داډول سالمه روزنه او پالنه د ماشومانو او تنکیو ځلمیانو په شعور او احساس کې رښتینی اوسپیڅلی نیشنلیزم روزي.
له بده مرغه ،دریغه،دریغه!په موږ افغانانو کې د حب الوطن من الایمان اسلامي فریضه کمزوري او په نشت حساب ده .که په موږ افغانانو کې له وطن او ملي افتخاراتو سره کلکه اوژوره مینه اوخواخوږي پیدا شي بیا دجنګ جګړواو کرکې کمبله بې له شکه ټولیږي او د دوښمنانوتوطیې،لاسوهنې اوجنګ جګړې ته به دپای ټکی کیښودل شي.
دټولوافغانانو د حب الوطن من الایمان په هیله.
اکبري
۱۸/۱۲/۲۰۱۷


