سرۀزر
ماشوم ته کيسه:
اسد او حامد د کاکا زامن وۀ، دواړه يو ځای سره لوييدل، اسد به په خپل وخت ښوونځي ته تۀ،
د استاد خبرو ته به يي غوږ نيوۀ، پر وخت به يي کورنۍ دنده کوله او خپله يوه ثانيه به يي هم بې ځايه نۀ مصرفوله،
خو حامد به ډېر وخت مکتب ته نۀ تۀ، ټووله ورځ به يي د مور ټليفون کې ګيمونه کول، مور به يي ورته هر وخت ويل:« زويه درسونه دې ووايه چې لخيره ډاکټر شې، زويه خيرده خپل وخت په ګيمونو او بې ځايه لوبو مۀ تيروۀ، وخت بيرته نۀ راکرځي،ستا دا وخت لکه سرۀزر دي، فکر وکه چې هره دقه د بې ځايه تيريږي لکه لپېلپې سرۀزر چې ايسته لرې اچوې»
اسد به تندی تريو کړ، د مور خبرې يي بابيزه ګڼلې بیا به يي لا ويل« اوفففففففف مورې، يو خو تاسو په دې درسونو وخوړم، همدا درس درس،درس …
اوس مې د لوبو وخت ده، بیا چې غټ شوم درسونه به ووايم،هسې دا چا چې درسونه نه دي ويلي فقط وږي پاتې شوي.
کله به يي لۀ قهره پياله يا کاسه هم ماته کړه او کله به يي خپل ټليفون ،چې پلار يي ورته په سختيو د درس لپاره اخيستی وو، هم په دا ځمکه وويشتۀ،
مور به يي سوړ اسويلی وايستۀ،
زويه نو تاسره زۀ څۀ وکړم.
د وخت پر تيريدو دواړه ځوانان شول،
اسد لوړېزدهکړې وکړې، پۀ يوه وزارت کې ريس مقرر شو،
خو حامد چې تر اووم ټولګي پورې شپږ ځلې ناکامه شو، نور يي مکتب هم پريښودۀ،
هغۀ به په يخ ژمي کې لاسونه کف کول، پښې به يي لۀ يخه ويدې وې، او د ګڼ بازار منځ کې به يي په کراچۍ پالک خرڅول .
يوه ورځ د حامد مور سخته ناروغه شوه، روغتون ته يي يوړه،خو ډاکټرانو ورته ويل: څو چې فيس تحويل نۀ کړې موږ درملنه نۀ پيلوو،
د حامد لۀ سترګو اوښکې روانې وې او يوه روپۍ هم ورسره نه وه، خپل د کاکا زوی اسد ورياد شو ،
په مڼډه مڼډه د اسد دفتر ته ورغی څو يو څو روپۍ ترې په پور واخلي،
چې ګوري اسد پۀ ډېر ښکلي او ګرم دفتر کې په څرخکي نرمې څوکۍ ناست ده، په تورې دريشۍ او سرې نکتايي کې لکه شهزاده داسې بريښي،
تر څنګه يي د ګرمې قهوې له پيالې ول په ول تفتونه جګيږي،داسې وچې ميوې يي تر څنګه ايښي چې حامد يي فقط نوم اوريدلی وو، په خوند يي لا نۀ پوهيدۀ،
ډېر ښايسته کمپيوټر يي تر مخې ايښی وو،
حامد په نۀ زړۀ دفتر ته وردننه شو، اسد ورته له خپلې څوکۍ جګ شو، په ورين تندي يي لاس ورکړ خو د حامد پام شو، چې د اسد لاسونه ډېر سپين او پاک وو، خو ددۀ لاسونه چې د ژمي يخنۍ او د اوړي لمر سوځولي وو تک تور اووښتي وو،
پۀ خپل لاس وشرميدۀ که څۀ بلا خو ژر يي ترې راکش کړ،
بیا پر نرم کوچ، د اسد مخامخ کيناستۀ، خو کوښښ يي کاوۀ خپله پښه د کوچ لاندې پټه کړي، ځکه د پلاستيکي څپلکې نيمه برخه يي هم نۀ وه ،
په ډېر عاجزانه انداز ، چې سر يي هم ټيټ نيولی وۀ اسد ته يي د خپلې مور د سختې ناروغۍ وويل چې که يو څو روپۍ قرض راکړې،
اسدپه په خپلې المارۍ کې کيلي تاو کړه، پۀ ورين تندي پيسې ورکړې،
او دا يي هم ورته وويل: زۀ به د خپلوۍ له امله تاته دنده درکړم، تۀ هره ورځ زما موټر ساپي کوه، چې کله کومې جلسې ته تلم بوټونه مې رنګوه او فقط دا دما د مخې ميز دې که کله راتهساپي کړ ، زۀ به درته مياشتينی معاش له خپله جيبه درکوم، چې هغه د اولادونو د اوبال ده،
د حامد لۀ خوښۍ پۀ سترکو کې اوښکې راغلې
او اسد ته يي دعاګانې شروع کړې چې زما د اولادونو په دسترخوان کې به ډوډۍ پيدا شي دا د مهرباني ده صیب ….
کله چې لۀ دفتر نه راواته، ځان سره يي وويل:
«په رښتيا چې وخت سرۀزر دي.»
پای
فرزانه زيار
2026/1/24


