کور فرهنگ و هنر غزل – خوشحال خان خټک

غزل – خوشحال خان خټک

0
83

تل قران ور وړاندې ایښی، قران لولي
‏ولې هېڅ عمل یې نه وي په قران

‏ښه سړي لال و یاقوت دي موندل نه شي
‏لکه نور کاڼي، لږ نه دي ناکسان

‏په هر لوري ښه سړي چېرې لیدل شي
‏ولې ښه سړي به کم وي افغانان

‏د عفریت دی، که د دیو دی، که دد دی
‏د ادم له نسله نه ګڼم افغان

‫هره چاره د پښتون تر مغول ښه ده‬
‫اتفاق ورڅخه نشته ‌‌‌‌‌‌ډېر ارمان‬

‫د بهلول او د شېرشاه خبرې اورم‬
‫چې په هند کې پښتانه و پاچاهان‬

‫یا هغه پښتانه نور وو دا څه نور شول‬
‫یا د خدای دی اوس دا هسې شان فرمان‬

‫که توفیق د اتفاق پښتانه مومي‬
‫زوړ خوشحال به دوباره شي په دا ځوان

‏خان علیین مکان خوشال خان خټک

خبریال
+ posts

تبصره نشته

ځواب ورکړئ

تبصره مو ولیکئ!
نوم مو دلته ولیکئ