شپې واوره! ستوري بيا د هسک په بام راټولېږي
بيلتونه تسليت! خور شوی قام راټولېږي
مغلې بدرنگۍ دي نن سبا د گوبي دوړې
مغرور خيبر ته ښکلي د باگرام راټولېږي
لږ ودرېږئ د تيږو په څېر ناستو! جرس وايي:
«توکل وکړئ پرتې لارې په گام راټولېږي»
په مرگ سيي خو خپل وطن اخر زموږ دی تلليو
الوتې مرغۍ ځالو ته ماښام راټولېږي
د زلفو خيال، د شونډو ياد مې زړۀ حسرتکده کړ
ياران خو يا په دود او يا په جام راټولېږي
د حرص ړاندۀ کړۍ د خپل قاتل د دړې نيسي
وحشي وږي مرغان دي چې په دام راټولېږي
د ژوند په لاره دوه نه ځي درمله په يوه خولۀ
های های چې هدیرې ته خاص و عام راټولېږي
احسانالله درمل