بلوڅ ازادي غوښتنکي وايي چې د پاکستان د اشغال پر ضد په زړور اقدام کې یې پر جعفر ایکسپریس برید کړی.
د بلوڅ آزادي غوښتونکي پوځ (BLA) تېره ورځ په زړور عملیاتو کې د جعفر ایکسپریس اورګاډي کنټرول ترلاسه کړ. کله چې اورگاډی د بلوچستان له بولان ولسوالۍ څخه تېریده بلوڅ آزادي غوښتونکو برید پرې وکړ.
په اورگاډي له ۴۰۰ تر ۶۰۰ سورلۍ وې چې ۲۴۵ یې د پنجاب پوځیان دي. دوی ملکي وگړي خوشي کړي او پوځيان او استخباراتي کارکوونکي یې ټول برمته کړي. بلوڅان وايي چې په په دې کار سره یې پنجاب ته یو قوي پیغام ولږه: بلوڅ خلک به نور د خپل وطن استحصال او ظلم ونه زغمي.
دغه اورگاډی چې له کویټې څخه پېښور ته روان و او وروسته له هغه په تونل کې ودرول شو چې د BLA جنگیالیو د اورګاډي پټلۍ په بمونو والوزوله او د پنجاب پر امنیتي ځواکونو یې ډزې وکړې. د مقاومت دا عمل د خپلواکۍ لپاره د بلوڅو د مبارزې مخ پر زیاتېدونکی ځواک او د اسلام آباد د استعمار پر وړاندې د هغوی نه انکارېدونکې هڅې دي.
د معلوماتو له مخې پنجابي پوځ د خپلو پوځيانو د ژغورنې لپاره هوایي ځواک او پوځ سیمې ته استولی چې ټولې هڅې يې ناکامې وې.
بلوڅ ازادي غوښتونکو په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، یرغمل شوي کسان پاکستاني سرتیري، د ایف سي او د پاکستاني استخباراتو غړي دي.
بلوڅ آزادي غوښتونکي په خبرپاڼه کې زياتوي، د ۴۵۰ یرغمل شویو کسانو له ډلې يې ښځې، ماشومان او عادي مسافر خوشې کړي دي، خو ۱۸۰ کسان لا هم له دوی سره بندي دي چې ټول يې په پاکستاني پوځ پورې اړوند دي چې د دوی د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ نیول شوي دي. د امریکا غږ د راپور له مخې ۲۴۵ پنجابي پوځیان او استخباراتي کارکوونکي برمته شوي.
بلوڅ ازادي غوښتونکو تر اوسه پورې شاوخوا ۱۶ پنجابي پوځیان وژلي دي. د راپورنو له مخې دوی پنجابي حکومت ته د ۲۴ ساعتونو الټیمیټم ورکړی څو د دوی سیاسي بندیان خوشي کړي. همدارنگه دوی وايي چې دا برید پر ملکیانو نه دی، دا د هغو کسانو پر وړاندې جگړه ده چې د دوی ځمکه اشغالوي، ځوانان یې وژني او عزیزان یې تښتوي. دوی وايي چې د پاکستان دولت باید د خپلو جنایتونو ځواب ورکړي، بلوڅ سیاسي بندیان خوشې کړي، پوځي عملیات پای ته ورسوي او بلوچستان له زنځيرونو خلاص کړي. بلوڅ وسله والو گواښ کړی چې د دوی د غوښتنې نه منلو او د پنجابي پوځ د عملیاتو په غبرگون کې به یرغمل شوي کسان په ډلهییزه توگه ووژني.
ځايي خبریالان وايي چې په هغه سیمه کې چې پېښه رامنځته شوې، د ټیلیفون او انټرنیټ خدمات پرې شوي دي او د یرغمل شویو کسانو په اړه وروستي او دقیق جزییات لا تر اوسه نشته. د يادولو وړ ده چې دا پېښه تېره ورځ په ځايي وخت سهار نهه بجې رامنځته شوې.
په داسې حال کې چې پنجابي حکومت بېړنۍ ناستې کړي، پوځ یې د اقدام هڅې کوي، بلوڅ ازادي غوښتونکو خبرداری ورکړی چې هر ډول پوځي مداخله به ناوړه عواقب ولري.
په داسې حال کې چې د پاکستان رسنۍ د گډوډۍ او ترهگرۍ کیسې خپروي، بلوڅان خپله قضیه او کیسه روښانه گڼي: دا د دوی لپاره د ازادۍ جګړه ده. جعفر ایکسپریس، چې د بلوچستان په زړه کې بند پاتې دی، اوس د دوی د ازادۍ غوښتنې او ملي مقاومت د سمبول په توګه ولاړ دی. پوښتنه دا ده چې ایا پاکستان به غوږ ونیسي او یا به بلوڅان دې ته اړ کړي چې د ازادۍ لپاره چې د دوی حق دی نوره وینه تویې کړي؟