سریزه
ابن خلدون، د عصری ټولنپوهنې او تاریخ د علم د پلار په توگه پېژندل کېږي او یو مخکښ نابغه دی. هغه په خپل مشهور اثر «مقدمه» کې د تمدنونو د پرمختگ او زوال په اړه ژورې فلسفي او تحلیلي نظریې وړاندې کړې دي، چې په کې ټولنیز یووالي (عصبيّت)، اقتصادي بدلونونو او سیاسي ځواک نقش ته ځانگړې پاملرنه شوې ده. په ورته وخت کې، پښتونولي د پښتنو یو نالیکل شوی ټولنیز او اخلاقي کوډ دی چې د عدالت، ورورولۍ، عزت، غیرت، مېړانې او خپلواکۍ په څېر ارزښتونه په کې نغښتي دي. په دې مقاله کې هڅه کېږي چې د ابن خلدون نظریات د افغانستان له تاریخي واقعیتونو او اوسني حالاتو سره پرتله کړي، په ځانگړې توگه د «عصبيّت» مفهوم په پښتنه ټولنه کې وڅېړي او د دواړو ترمنځ اړیکې روښانه کړي. په پای کې به دا وښودل شي چې د پښتونولي مثبت اړخونه د ټولنیز نظم او ملي هویت په ساتلو کې څومره مهم رول لوبولی شي.
ابن خلدون او د هغه بنسټیزې نظریې
د ابن خلدون ژوند او لیدلوري
ابن خلدون (۱۳۳۲-۱۴۰۶ م) یو نامتو مسلمان تاریخپوه، ټولنپوه او سیاستپوه و. هغه تاریخ ته یوازې د تېرو پېښو د ثبتولو په سترگه نه کتل، بلکې د ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي عواملو په متقابل عمل او دوراني بدلون کې یې تحلیل کاوه. د هغه په اند، د هرې ټولنې د پیاوړتیا او بقا لپاره درې بنسټیز عناصر اړین دي: غښتلی ټولنیز یووالی (عصبيّت)، سالم اقتصادي فعالیت، او عادلانه سیاسي نظام.
مهمې نظریې
عصبیّت (ټولنیز یووالی /Group Solidarity)
ابن خلدون باور درلود چې د یوې ټولنې داخلي یووالی، همکاري او د گډ هدف لپاره کار کول د هغې د ځواک او پایښت ضامن دي. «عصبيّت» تر ډېره د قبیلوي او نسبي اړیکو څخه سرچینه اخلي او د بهرني یرغل او داخلي بېنظمۍ پر وړاندې د یوې کلکې دفاعي کرښې په توگه عمل کوي. کله چې دا یووالی کمزوری شي، ټولنه د زوال پر لور روانېږي.

اقتصادي بدلون
ابن خلدون د اقتصادي پرمختگ او د سرچینو عادلانه وېش د ټولنیز ثبات لپاره یو مهم عامل گڼي. د اقتصادي فرصتونو نشت او د شتمنۍ نابرابري کولای شي ټولنیزې شخړې او بېثباتي رامنځته کړي.
سیاسي ځواک او فساد
هغه د حکومتونو په دوراني بدلون کې د داخلي فساد، بې کفایتۍ او ظلم نقش ته اشاره کوي. د نوموړي په اند، د ټولنیز نظم او د تمدن د دوام لپاره یو پیاوړی او عادلانه حکومت اړین دی. که حکومت ظالم او فاسد شي، نو د خلکو باور له لاسه ورکوي او د زوال لامل یې گرځي.
پښتونولي: تاریخي رېښې، بنسټونه او ارزښتونه
تعریف او بنسټیز اصول
پښتونولی د پښتنو یو لرغونی نالیکل شوی قانون او اخلاقي نظام دی چې د دوی ټولنیزې اړیکې، د عدالت تأمین، ورورولي او قبایلي ژوند تنظیموي. بنسټیز اصول یې په لاندې ډول دي:
میلمنه پالنه: د هر هغه چا بېدریغه او باعزته تود هرکلی او پالنه چې کور ته راځي. دا د پښتنو د سخاوت او شرافت نښه ده.
ننگ: د ځان، کورنۍ او ټبر عزت، ناموس او وقار ساتل او د هر ډول سپکاوي او بېحرمتۍ پر وړاندې کلک مقاومت کول.
بدل: د عزت او حق د دفاع لپاره د زیان رسېدو په صورت کې غچ اخیستل، خو دا عمل د جرگې په مشوره او د اعتدال په نظر کې نیولو سره کېږي.
توره: د ځان، کورنۍ، خاورې او ولس دفاع په وسلهواره مبارزه. دا د خپلواکۍ او بقا لپاره یو اساسي اصل دی.
جرگه: د قومي مشرانو، مخورو او علماوو دودیزه غونډه د ستونزو د حل، د شخړو د فیصلې او د عدالت د تأمین لپاره.
بخښنه یا ننواتې: د جرگې له پرېکړې وروسته د دواړو خواوو ترمنځ د تېرو سرغړونو او دښمنیو ختمول او د سولې او روغې جوړې ټېنگول.

پښتونولي په افغانستان کې:
پښتونولي د افغانستان د اوږده تاریخ یوه نه بېلېدونکې برخه ده. د دې ریښې تر آریایي تمدن او لرغونو قبایلي دودونو پورې رسېږي او د اسلام له راتگ وروسته یې د اسلامي ارزښتونو سره همغږي موندلې ده. سره له دې، اصلي ارزښتونه لکه عزت، غیرت، ننگ، عدالت، ورورولي او خپلواکي لا هم د پښتنو په ټولنیز ژوند کې ژوندي پاتې دي. په ځانگړې توگه په هغو سیمو کې چې پښتني دودونه پیاوړي دي، پښتونولي د ټولنیز یووالي او د شخړو د حل لپاره یو اغېزناک او دودیز نظام گڼل کېږي.
عصبيّت: تعریف او په افغاني ټولنه کې اهمیت
د عصبيّت مفهوم
لکه څنگه چې مخکې یادونه وشوه، «عصبيّت» د ټولنیز یووالي، پیوستون او د گډو موخو لپاره د یوې ډلې د غړو ترمنځ د پیاوړو اړیکو او ملاتړ څرگندونه کوي. د ابن خلدون په اند، دا یووالی د یوې ټولنې د دفاع، پرمختگ او بقا لپاره حیاتي دی. هغه باور درلود چې یو متحد قوم یا قبیله د بهرني یرغل او داخلي بېنظمۍ پر وړاندې ډېر مقاومت کولای شي.
عصبيّت او پښتونولي
په افغانستان کې، پښتونولي د «عصبيّت» یو ښکاره او ځواکمن مثال دی. د پښتنو ترمنځ د متقابل مسوولیت احساس، د ورورولۍ کلکې اړیکې او د جرگې له لارې د گډو ستونزو حل د دوی د ټولنیز یووالي ښکارندويي کوي. دا یووالی په اوږده تاریخ کې د بهرنیو یرغلگرو پر وړاندې د پښتنو د پیاوړي مقاومت یو مهم لامل و. په دې توگه، «عصبيّت» د پښتونولۍ یو بنسټیز عنصر دی چې د ملي هویت او ټولنیز نظم په ساتنه کې مهم رول لوبوي.
د دفاع او مقاومت اصل: د تاریخي بېلگو شننه
د افغانستان تاریخي مقاومتونه
افغانستان په خپل تاریخ کې تل د بهرنیو ځواکونو له یرغلونو سره مخامخ شوی دی او هر ځل یې د خپلو خلکو د یووالي او سرښندنې له لارې بریالی مقاومت کړی دی. د مغولو، صفویانو، انگرېزانو، روسانو او نورو یرغلگرو د تېري او اشغال پر وړاندې د افغانانو مبارزې نه یوازې د ملي هویت ساتنه وه، بلکې د ټولنیز یووالي او د خپلو دودونو او ارزښتونو د ساتلو لپاره هم وې.
د انگریزانو پر وړاندې د ملي اتلانو ویاړلی نقش
د افغانستان تاریخ له و یاړلو اتلانو او شخصیتونو څخه ډک دی لکه ستر خوشحال خان خټک، احمد شاه بابا، حاجی میرویس نیکه، غازی امان الله خان او داسې نور، خو دلته دوې بېلگې وړاندي کیږی. وزیر محمد اکبر خان د افغان – انگلیس لومړۍ جگړې یو له وتلو او باجرأته مشرانو څخه و. هغه د خپلو ژورو قبیلوي اړیکو او پراخ ولسي ملاتړ پر مټ، د انگریزانو پر وړاندې مهمې بریاوې ترلاسه کړې. د هغه مشرۍ یا رهبرۍ نه یوازې د افغانانو ترمنځ یووالی پیاوړی کړ، بلکې د بهرني یرغل پر ضد یې د مبارزې روحیه هم راژوندۍ کړه.
غازي محمد جان خان وردگ بیا د افغان – انگلیس د دوییمې جگړې یو مهم او اغېزناک قومندان و. هغه د کابل په جگړه کې انگریزي ځواکونو ته درنه ماتې ورکړه. د هغه اتلولۍ د افغانانو ملي یووالي، خپلواکۍ ته ژمنتیا، او د پښتنو د عنعنوي ارزښتونو لکه مېړانې او قربانۍ ژور انځور وړاندې کوي.
دغه اتلان نه یوازې د جگړې په ډگر کې د زړورتیا بېلگې وې، بلکې د خپلو خلکو ترمنځ یې د یووالي، جرگې، همکارۍ او ملي وقار روحیه هم پیاوړې کړه. د دوی دا مبارزې د پښتونولۍ د ارزښتونو څرگندونه کوي — عزت، غیرت، توره، یووالی او دفاع — هغه ارزښتونه چې ابن خلدون یې د «عصبیّت» په نوم یادوي.
د ابن خلدون د نظریاتو او پښتونولۍ ترمنځ اړیکې
عصبيّت او ټولنیز یووالی
د ابن خلدون په اند، د یوې ټولنې «عصبيّت» د هغې د بقا او پرمختگ لپاره اړین شرط دی. په پښتونولۍ کې د ورورولۍ، همکارۍ او د گډو دودونو او ارزښتونو درناوی د بهرني یرغل او داخلي شخړو پر وړاندې د مقاومت لپاره زمینه برابروي. تاریخ ښیي چې کله د پښتنو ترمنځ دا یووالی کمزوری شوی، نو دوی له ستونزو او کړاوونو سره مخ شوي دي او د پردیو د دسیسو ښکار گرځیدلی دی.
عدالت او ټولنیز نظم
ابن خلدون عدالت او د قانون حاکمیت د ټولنیز نظم او د تمدن د دوام لپاره بنسټیز گڼي. په پښتونولۍ کې د جرگو دود او د عنعنوي عدالت نظام د ټولنیزو شخړو په حل او د حق د تأمین لپاره یو مهم میکانیزم دی. دا نظام د ځایي یا محلي خلکو ترمنځ د عدالت احساس پیاوړی کوي او د قانون د نفاذ لپاره ټولنیز ملاتړ رامنځته کوی. هغه وختونه چې جرگو عادل نظام ټینگ کړی د پښتنو تر منځ د یووالي او اتحاد سب گرځیدلی او د دښمن په مقابل کې په گډه را پورته شوي دي.
اقتصادي اړخ او ټولنیزه پیاوړتیا
که څه هم ابن خلدون اقتصادي بدلونونه د تمدن په وده کې مهم بولي، په پښتنې ټولنه کې هم د ځمکې د وېش دود، د کورنیو ترمنځ اقتصادي همکاري او له اړمنو سره مرسته د ټولنیز یووالي او د بېوزلۍ په کمولو کې مهم دي. د اقتصادي سرچینو عادلانه وېش د ټولنیزو ناخوالو او شخړو په کمولو کې مرسته کوي.
دفاع او مقاومت
د ابن خلدون په نظر، د داخلي فساد او د دفاعي وړتیا کمزورتیا د یوې ټولنې د زوال نښې دي. په پښتونولۍ کې د تورې، جرگې او بدل یا غچ دود نه یوازې د فردي او کورني عزت ساتنه کوي، بلکې د بهرنیو یرغلگرو پر وړاندې هم د ټولنې د دفاع لپاره یو ځواکمن میکانیزم رامنځته کوي. د وزیر محمد اکبر خان او محمد جان خان وردگ په څېر اتلانو مبارزې د دې اصولو روښانه بېلگې دي.
پایله
د ابن خلدون نظریات او د پښتونولۍ اصول دواړه د ټولنیز یووالي، عدالت او مقاومت په ارزښت ټینگار کوي. په افغانستان کې، «عصبيّت» یا ټولنیز یووالی د ملي هویت او د تمدن د بقا لپاره یو حیاتي عنصر گڼل کېږي. د پښتونولۍ بنسټیز اصول لکه میلمنه پالنه، ننگ، بدل (غچ)، توره او جرگه نه یوازې داخلي عدالت او نظم ډاډمنوي، بلکې د بهرنیو یرغلگرو پر وړاندې هم د پیاوړي دفاعي ځواک په توگه عمل کوي.
د ملي اتلانو مبارزې ښیي چې کله یو قوم د «عصبيّت» له لارې متحد شي، نو د هر ډول ظلم، یرغل او فساد پر وړاندې د مقاومت توان لري. په پای کې، دا باید په یاد ولرو چې که څه هم ځینې عنعنوي دودونه په اوسنۍ نړۍ کې د بشري حقونو او قانوني معیارونو سره توپیر لري، خو په افغانستان کې، په ځانگړې توگه په قبایلي سیمو کې، پښتونولۍ د ځايي ټولنې د یووالي، عدالت او خپلواکۍ د ساتنې لپاره یو ژوندی او ارزښتناک میراث پاتې شوی دی. د دې مثبتو اړخونو پیاوړي کول او د منفي اړخونو اصلاح کول کولای شي د افغانستان د راتلونکي ثبات او پرمختگ لپاره گټور تمام شي.
محمد خالد وردگ
محمد خالد وردک په کالیفورنیا کې اوسیږي او د اوفا شبکې د مفکرینو مرکز مشر دی. هغه په کالیفورنیا ایالتي پوهنتون کې د محاسبې، مالي چارو او اقتصاد په برخو کې زده کړې کړي او په ګڼ شمېر شخصي او غیر انتفاعي سازمانونو کې مسلکي دندې ترسره کړي دي. ښاغلی وردک د تاریخ، فلسفې او ادبیاتو مطالعه کوي او د افغانستان په پرمختګ کې د خپلې پوهې او تجربې په کارولو ژمن دی.