کورفرهنگ و هنرمیږیان او قات

میږیان او قات

لیکوال: استاد حیدر حیدر  – سوریه

ژباړه: هویت نیوز

احد ابن عبدالله الاذبېري تر یوه ونه لاندې ناست و چې لومړی مېږی يې پر گوتو باندې پورته کېده. د یوې شېبې لپاره یې سر ځوړند ښکته کړی او پر مېږي یې سترگې ولگېدې. ویې لېدل چې یو بې‌چاره مېږی د ده پر غټ باندې ورخېژي. له همدې امله یې له ځان سره وخندل. خو احمد چې د نېشې خمار و، لاس ې له قاتو[1] څخه ډک کړ او قات یې خولې ته واچول او په شوق د وخت له تېرېدلو یې خوند اخیست.

مست احمد ابن عبدالله الاذبېري له ځان سره وویل: «افسوس، افسوس چې دا  وړې سپږۍ  له دا شان لا‌مذهبو خوندونو څخه بې‌برخې دي! دوی تر ونو لاندې، چې  نیمایي یې لمر او او نیمایي یې  سېوری وي، د غزیدو  او ورسره د قاتو د نېشې پر خوند څه خبر دي!» ناڅاپه د کلي د کوچني بازار له سلمانۍ  څخه د ‌‌أم کلثم[2] د سندرې جګ غږ  د احمد پام ور واړوه او د خوبونو او خیالونو نړۍ ته یې یووړ.

احمد له ځان بې‌خبره د شا پر تخته پروت و او د قاتو مړۍ  یې زبېښله او له ورستي څاڅکي څخه یې خوند اخیست. په لومړي مېږي پسې شاته بل او ورپسې بل مېږي په کتار روان او د هغه پر پښه ورختل. د درېیم مېږي په ختلو سره، احمد وتخڼېده. مېږي د هغه پر ځان خپلې کوچنۍ ژامې لگولې،خو  احمد ابن عبدالله الاذبېري غریب ته داسې برېښده لکه اغزی یې چې په لاس کې تللې وي او په غوسې سره یې وویل: «دا مېږیان څومري لېوني دي!» او بیا سره له دې چې دېر بې‌حاله و هڅه یې کوله چې مېږي وشړي او یا یې وځپي. خو مېږی د احمد له دې حرکت څخه مخکې لاس پکارېږي او د احمد له ګوتو څخه د هغه د پښې ورغوي ته ور دانګي.   

خوار او ناچار احمد ځان د لمر ښکلا، د سندرې تسکینونکې او ارامې غږ او په ځانګړې توګه د قاتو نېشې ته په بشپړه توګه سپاري. د نېشې د ژور خوند له امله د احمد خوبونو او هېلو د شنه زرغونې[3] په څېر رنګ موندلی و. هغه له مځکې څخه  غرونو ته ټوپونه کوي او بالآخره  آسمان ته رسېږي. هلته ورته ستوري د ګلانو په شان ښکاري. ګلان پر ځان تړي او په ډېر ویاړ لکه طاووس ځان نورو ته ښیي. سمدستي، دا ستوري  ورته د سرو زرو په کوچنيو توپونو بدلېږي. توپونه بازار ته وړي او په پېسو باندې یی وسلی، آسونه، بازان او د ښکار سپي اخلي.   

 ډوب احمد ابن الاذبېري د ستوريو، سرو زرو،  وسلو، او بازان د خوبونو څخه ناڅاپه بېزاره او دا ځل د یوې ښایسته نجلۍ چې سپینوالې یې واورو ته  او د سترګو آبي رنګ یې د سمندر اوبو ته ورته دی، په هکله چرت وهي.

د نړۍ نه بې‌خبره احمد بیا ځان د شاه‌جهان مقام او منصب ته رسوی او په داسې حال کې چې په لاس کې  یی توره ده او شاهي جامې یی اغوستي دي، د  باد او بارانونو څخه پورته په آسمان کې  الوتنی کوي. دی اوس د نړې پیاوړی او مطلق‌العنان پاچا دی! ټوله نړۍ یې تر پښې لاندې او څرنګه چې غواړي د باندی پر سپاهیانو او نوکرانو او دننه په دربار او حرم کې پر ښکلو نجونو راج چلوي. د څو ښځو سره ودونه کوي او هری یوې ته یوه ماڼۍ او یوه شپه ځانګړې کوي.

د خوبونو سردار او د خیالونو شاه‌جهان احمد ابن الاذبېري  ډاډه دی  چې د ده تر ولکې لاندې د نظام ستنې یې ټینګې شوي او اوس باید  له خپلو دښمنانو څخه غچ واخلي. په سر کې  یی د خپل کلې د هغې نجلۍ د نیولو امر ورکړ چې مینه یې ورسره درلوده خو هغې له ده سره د ژوند کولو نه  انکار کړی و. پر خواره نجلۍ باندې خپل شخصیت مني او اړ باسي یې چې د ده پر وړاندې مینه څرګنده کړي او بیا ورسته یې د وژلو فرمان ورکوي.

په تاریخ کې د ټولو تېرو شویو شاهانو څخه زړور، شاه  احمد ابن الاذبېري چې له ‌‌‌ډېرو خوشحالیو څخه په کالیو کې نه ځایېږي، دا ځل امر کوي چې هغه دوه کسان چې  پخوا  یی ده ته د ناپوه، کمزوری او احمق خطاب کړی و، ونیسي او د قانون منګلو ته یې وسپاري. وروسته بیا سپارښتنه کوي چې دا دوه کسان له ماڼۍ بهر د خلکو د سترګو په وړاندی اعدام او  پر سپېو  وخوړل شي.

په داسې حال کې چې شاه‌جهان احمد ابن الاذبېري د خیالونو تاج پر سر کړی او د نورو سیالانو او منتقدینو د ختمولو لپاره په پلانونو او نوښتونو  بوخت و، هغه مېږیان چې ده ورته بې‌وزلو، غریبانو او د لیونیانو په سترګو کتل، اوس ‌د ده پر ویده او بې‌حسه بدن باندې ‌ډ‌ېر په آرامۍ سره  مېلې او چړچې کولې او د بریدونو لپاره یې ځان چمتو کاوه.

د احمد د خوبونو او خیالونو بهیر، واټونه نیول او لمنه یی په پرله‌پسې ډول پراخېده. له ښارونو څخه ښارونو ته، د سرو زرو له زېرمو څخه زېرمو ته او له غرونو څخه غرونو ته رسېده. کله به نڅېده او کله به یې په ځنگلونو کې ونو ته کتل، داسې ورته برېښده لکه ټول چې د قاتو پاڼې وي.

اړینه دا وه چې مېږیان په یو ستر او ځواکمن پوځ  بدلېدل. دوی د ویده  او په خیالونو کې ډوب احمد الاذبېري  پر بدن راج چلاوه او پرته له کومې وېرې یې خوندي بریدونه پرېکول. او  کله به چې دوی  ویده سړي ته ځیر شول چې له حد او عقل څخه هم پورته بې‌هوښه پروت دی، په خندا به شول او د خپل ښکار د خوندونو لړۍ ته به یې لا وده ورکړه، خو له بده‌مرغه هغه ښکار پر یو جسد بدل شوی و!


[1] یو ډول شین بوټی دی چې په عربی نړۍ کې د نورو مخدرو پر ځای کارول کېږي.

[2] أم کلثوم د مصر مشهوره او  تکړه سندر غاړې.

[3] شنه زرغونه یا د بودۍ ټال په دري کې رنگین کمان او عربي کې قوس قزح ورته ویل کېږی.

خبریال
+ posts
اړوندې لیکنې

ځواب ورکړئ

تبصره مو ولیکئ!
نوم مو دلته ولیکئ

- Advertisment -
Google search engine

ډېرې لوستل شوې لیکنې

وروستۍ تبصرې