نن جمعه د کب پر لسمه نېټه د وردگو ولایت د چک ولسوالۍ د عربانو د بیدریو په کلي کې د نجوني د یو خصوصي ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه. د یاد ښوونځي بنسټگر افغان پانگوال حمید ناصري وايي چې د خپل مور و پلارد روحونو د خوښۍ او ارمانونو د پوره کېدلو په موخه یې دا کار کړی دی.

ښاغلي حمیدي دا ښوونځی د خپلې مېرمنې په نوم نومولی، هغه لیکي:
« په ډیرې خوشالۍ سره اعلانوم چې، د خپلې گرانې میرمنې (نورالهدا ناصري) په نوم مو، د نجونو لپاره د یو عصري خصوصي ښوونځي د جوړبدو د بنسټ ډبره په خپله سیمه د چک ولسوالۍ د عربانو (بیدریو) کلي کې کېښوده.»
حمید ناصري

هغه زیاتوي چې د راتلونکو نسلونو دروښانه راتلونکي لپاره یې دا مهم گام له خپل کلي پورته کړی.
ویل شوي چې د نورالهدا ناصري ښوونځی به له نړۍوالو ښوونیزو معیارونو سره سم په دوو پوړونو کې جوړېږي چې پر ټولگیو سربېره به کتابتون، لابراتوار، تالار او شنه ساحه هم ولري او کارونه به یې په شپږو میاشتو کې بشپړې شي.
دغه ښوونځی به د اکسوس کتابپلورنځي له بودیجې څخه تمویلیږي. ویل شوی چې یاد ښوونځی به یوازې ښوونځی نه، یو معیاري مرکز وي چې په لوړ کیفیت تدریسي مواد او د انټرنټ اسنتایا به هم ولري.
د یادولو وړه ده چې په چک ولسوالۍ او په ټوله کې د وردگو ولایت په زیاترو سیمو او ولسوالیو کې د نجوني ښوونځي هېڅ نشته دي.
د طالبانو د لومړي رژيم له پرځېدلو وروسته په وردگو کې د نجونو ځايي ټولگي پيل شوی خو ډېر ژر بېرته د طالبانو له لوري وتړل شول او تر اوسه په پورې په دې ولایت کې نجوني له زده کړو محرومې دي.
