سریزه
په نړیوال سیاست کې د واقعپالنې (Realism) یو له بنسټیزو اصولو څخه دا دی چې: دایمي دوست او دښمن نه شته، بلکې یوازې دایمي ملي گټې او زیانونه شته (Morgenthau, 1948; Waltz, 1979). د دولتونو اړیکې د گټو پر بنسټ رامنځته کېږي او د وخت په تېرېدو سره بدلېږي.
خو د افغانستان ځانگړې قضیه د دې قاعدې له یوې ستراتیژیکې استثنا سره مخ ده. د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې د شلمې پېړۍ له پیله تر نن پورې په داسې دښمنانه منطق ولاړې دي چې د شرایطو او نظامونو له بدلون سره نه دي بدلې شوې. له همدې امله، د افغانستان د ملي امنیت په چوکاټ کې د «دایمي دښمن» مفهوم یوازې د احساساتو پایله نه، بلکې د تاریخي واقعیتونو او ستراتیژیکو شواهدو پر بنسټ یو منطقي استدلال دی.
ادبیاتي شالید
د نړیوالو اړیکو په تیوریو کې دښمنۍ او دوستۍ په بېلابېلو لارو توضیح شوې دي:
• واقعپالنه (Realism): دښمن د گټو د ټکر او ځواک د توازن پر بنسټ تعریفېږي (Morgenthau, Politics Among Nations, 1948).
• نیو ریالیزم (Neorealism): د سیستم جوړښت او د بقا لپاره سیالۍ د دولتونو اړیکې ټاکي (Waltz, Theory of International Politics, 1979).
• جوړښتپالنه (Constructivism): دښمني یوازې د گټو پر بنسټ نه، بلکې د هویت، تاریخي حافظې او ټولنیزو ارزښتونو پر بنسټ هم بنښټیزه یا نهادینه کېږي (Wendt, Social Theory of International Politics, 1999).
افغانستان د همدې دوو کټگوریو ترمنځ ولاړ دی: د گټو پر ټکر دښمني ثابتېږي، خو د تاریخي حافظې دوام او د هویت پر وړاندې گواښ دښمني ته د دایمي جوړښت بڼه ورکوي.
تاریخي شواهد
1. د خاورې تجزیه او د دولت جوړونه: د ۱۹۴۷ کال د تقسیم پر مهال د افغانستان تاریخي خاورې (پښتونخوا او بلوچستان) د پاکستان په قلمرو کې شاملې شوې (Gregorian, 1969). دا د افغان ملي هویت پر وړاندې بنسټیز گواښ و.
2. پرلهپسې لاسوهنې: له ۱۹۷۰یمو کلونو راهیسې، پاکستان په افغانستان کې د بېلابېلو ډلو ملاتړ کړی دی؛ د مجاهدینو له تمویله تر طالبانو پورې (Rashid, 2000).
3. ستراتیژیکه محاصره: افغانستان د سمندري لاسرسي نهلرلو له امله په سوداگریزو او سیاسي اړیکو کې تر ډېره د پاکستان تر کنټرول لاندې پاتې شوی (Rubin, 2002).
تحلیلي بحث
ستراتیژیک استمرار. د افغانستان او پاکستان ترمنځ دښمني د نظامونو، حکومتونو او نړیوالو بدلونونو سره هم بدله شوې نه ده. دا د یوې اوږدمهالې ستراتیژۍ ښکارندویي کوي.
جیوپولیټیک منطق. د افغانستان کمزوري د پاکستان لپاره د خپلې بقا د منطق برخه گرځېدلې ده. دا دایمي تضاد د قدرتي سیالیو نه، بلکې د بقا له اړتیا څخه سرچینه اخلي.
ملي هویت ته گواښ. د افغان ملي یووالي، ژبني او تاریخي هویت پر وړاندې سیسټماټیک گواښونه ښيي چې دښمني یوازې د اقتصادي یا نظامي گټو خبره نه ده، بلکې د یوې تلپاتې جوړښتي دښمنۍ بڼه لري.
پر همدې اساس، هر هغه افغان سیاستوال یا ټولنیز شخصیت چې په پاکستان کې سیاسي پناه اخلي یا ورسره د غیررسمي اړیکو په ټینگولو بوخت وي، د افغانستان د ملي گټو پر وړاندې د تضاد په توگه ارزول کېږي.
پایله
که څه هم د نړیوال سیاست کلاسیک اصل وایي چې دایمي دوست او دښمن نه شته، د افغانستان ځانگړې تجربه ښيي چې دغه اصل استثنا لري. د افغانستان د تاریخي حافظې، جیوپولیټیکي واقعیتونو او د ملي هویت پر وړاندې د پاکستان د سیستماتیکو گواښونو له امله، پاکستان د افغانستان لپاره د «دایمي دښمن» په توگه تعریفېږي.
نو د افغانستان لپاره د «دایمي دښمن» مفهوم یوازې یو سیاسي شعار نه، بلکې د ملي امنیت او ستراتیژیک فکر پر بنسټ دا یو تریخ واقعيت دی چې د دوو هېوادونو تر منځ یې د گاونډیتوب اصل ناشونی کړی دی!
سرچینې (References)
- Morgenthau, H. (1948). Politics Among Nations: The Struggle for Power and Peace. New York: Alfred A. Knopf.
- Waltz, K. (1979). Theory of International Politics. Addison-Wesley.
- Wendt, A. (1999). Social Theory of International Politics. Cambridge University Press.
- Gregorian, V. (1969). The Emergence of Modern Afghanistan: Politics of Reform and Modernization, 1880–1946. Stanford University Press.
- Rashid, A. (2000). Taliban: Militant Islam, Oil and Fundamentalism in Central Asia. Yale University Press.
- Rubin, B. (2002). The Fragmentation of Afghanistan: State Formation and Collapse in the International System. Yale University Press.
محمد خالد وردگ
محمد خالد وردک په کالیفورنیا کې اوسیږي او د اوفا شبکې د مفکرینو مرکز مشر دی. هغه په کالیفورنیا ایالتي پوهنتون کې د محاسبې، مالي چارو او اقتصاد په برخو کې زده کړې کړي او په ګڼ شمېر شخصي او غیر انتفاعي سازمانونو کې مسلکي دندې ترسره کړي دي. ښاغلی وردک د تاریخ، فلسفې او ادبیاتو مطالعه کوي او د افغانستان په پرمختګ کې د خپلې پوهې او تجربې په کارولو ژمن دی.



