په افغانستان کې اوسېدونکي وایي چې حاکم رژیم د درنو او غیر عادلانه مالیاتو په تپلو سره د خلکو ژوند سخت کړی دی.
د راپورونو له مخې، طالبانو نه یوازې د کاروبارونو او مالونو مالیه لوړه کړې، بلکې په یو شمېر هغو برخو کې هم مالیه اخلي چې مخکې پرې مالیه نه وه وضع شوې.
د لغمان یو بزګر وایي:
زموږ د باغونو هر نارنج شمېرل کېږي او د هغې پیسې زموږ څخه غوښتل کېږي. دا دومره غیرعادلانه مالیه ده چې نه یوازې زموږ کاروبار یې ټکنی کړی، بلکې د ژوند لومړني اړتیاوې پوره کول هم ستونزمن شوي دي.
طالبانو حتی د عادي ښوونځیو او د انګلیسي ژبې کوچنیو مرکزونو ته هم له مالیاتو معافیت نه دی ورکړی.
په جلالاباد کې د یوه کوچني ښوونځي یو ښوونکی وایي:
موږ د خپلو زده کوونکو لپاره د زده کړې آسانتیاوې برابرې کړې دي، خو اوس طالبان په موږ مالیه وضع کوي. د دې کار پایله به دا وي چې ګڼ ښوونځي به وتړي او زده کوونکي به له زده کړو بې برخې پاتې شي.
اقتصادي شنونکي وايي چې دا ډول درانه مالیات د افغانستان د ویرونکي اقتصادي وضعیت په خرابولو کې لا زیات رول لري، ځکه چې خلک له بېوزلۍ او ناچارۍ سره مخامخ دي او د طالبانو دا غیرعادلانه مالیات د هغوی د ژوند د لا خرابېدو سبب ګرځي.
په ورته وخت کې، د طالبانو لخوا اخیستل کېدونکې مالیې هېڅ رسمي نظارت یا شفافیت نه لري، او ډېری افغانان اندېښمن دي چې دا پیسې د بېوزله خلکو پر ځای د رژیم په نظامي او سیاسي موخو لګول کېږي.
په هېواد کې د طالبانو د مالیاتي فشار له کبله د بزګرانو، ښوونکو، او نورو عادي افغانانو ستونزې لا ډېرې شوي دي، او په دې لړ کې ډېر افغانان د دې غیرعادلانه مالیاتي سیستم د بدلون او اصلاح غوښتنه کوي



