افغان ملي لوبډلې له زیمبابوې څخه د یو ورځنۍ لوبلړۍ دوییمه لوبه په اتو ویکټو وگټله.
افغان کپتان حشمت الله شهیدي پچه وگټله او د توپ اچولو پرېکړه یې وکړه. مقابلې لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو سره ملي لوبډلې ته ۱۲۸ منډې هدف وټاکه.
افغان ملي لوبډلې وکولای شول د دوو لوبغاړو په سوځېدلو سره په ۲۷م اور کې ټاکلی هدف پوره، او د دې لوبې په گټلو سره لوبلړۍ ۲ د ۰ پر وړاندې له مقابلې لوبډلې څخه وگتي.
د یادولو وړ ده چې افغان لوبډلې له زیمبابوې څخه د ۲۰ اوریزو لوبو لړۍ هم گټلې ده.
ټاکل شوې افغان لوبډله زیمبابوې ته د خپل سفر په ترڅ کې پر ۲۰ اوریزو او یوه ورځنیو لوبو سربېره، ټېسټ لوبې هم وکړي.
هویت نیوز ټولو افغانانو ته د دې بریا مبارکي وايي.


